د کلیود بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، پکتیکا کې د څه باندې ۲۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۵۵ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې او خوست کې د ۹،۳ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو سولري شبکو چارې پیل شوې.
د بدخشان روغتیايي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز فیضاباد ښار کې د ولایتي روغتون نسایي ولادي ۶۰ بستریز وارډ چې د نړۍوال روغتیایي سازمان له خوا تمولېده، خپل فعالیت درولی دی.
د هند په شمالختیځ اسام ایالت کې د سېلابونو راتلو له امله د قربانیانو شمېر ۵۸ کسانو ته رسېدلی دی.
د ننګرهار ولايت په دوربابا ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو د ۶۶ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو یې اووه کسان هم نیول شوي دي.
د مالیې وزارت وایي، په دولتي ادارو کې به ټولې ښځینه کارکوونکې د پخوا په څېر خپل معاشونه ترلاسه کوي او یوازې هغو ښځینه کارکوونکو ته به پنځه زره افغانۍ ورکول کېږي چې په کور ناستې دي.
د هېواد په درېیو ولایتونو کې د نږدې ۲۶ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درې شبکې جوړې او د دوو نورو چارې پیل شوې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي چې په تېرو شاوخوا دوهنیمو کلونو کې ۱۰ میلیونه سیمکارتونه په قانوني ډول ثبت او راجستر شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان زېږدیز کال په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان په کچه د ملاریا نږدې ۵۰ زره او د ډينګي ناروغۍ ۱۰۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
کابینې ټولګټو وزارت ته دنده سپارلې چې له کابل څخه تر غزني پورې د دویم سړک جوړولو په موخه له شرکتونو سره د قرارداد په اړه ناسته وکړي.
د فراه کرنې ریاست وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د هندواڼو حاصلات ۵۴۱۵۰۰ ټنه اټکل شوي دي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت له یوې ترکي کمپنۍ سره د ۷،۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د جوزجان ولایت یتیمتاق سیمې د ګازو د دوو څاګانو د کېندنې چارو تړون لاسلیک کړ.
د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کمعمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولي «کافا» سیالیو کې د ګډون په موخه قرغیزستان ته ولاړه.