د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوحې درېیمه ناسته کې د یو شمېر هېوادونو د استازو څرګندونو کې د پام وړ مثبت ټکي تر سترګو شول چې له اسلامي امارت سره د تعامل د دوام او پراختیا اراده څرګندوي.
د لوګر عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د ډاکټرانو اته شخصي کتنځایونه (معاینهخانې) د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي دي.
یو شمېر ازبکستاني پانګهوال وایي، غواړي چې په افغانستان کې د کانونو استخراج، له ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید، د نفتو چاڼخونې جوړولو، د سمنټو او نساجې فابریکو رامنځته کولو برخو کې پانګونه وکړي.
د افغانستان بانک سبا (د چنګاښ ۱۲مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي.
نیمروز کې سیمهییزې سرچینې د دوو قومونو ترمنځ د یوې دښنمۍ له هوارېدو خبر ورکوي او زیاتوي، په وروستیو درېیو کلونو کې په دغه ولایت کې د قومي جرګو له لارې ۲۰۰ دښمنۍ پای ته رسېدلې دي.
ډاکټران وایي چې پښتورګو کې د ډبرو پیدا کېدو مخنیوي په موخه بايد اوبه ډېرې وڅښل شي، مالګه او سره کړي خواړه دې کم استفاده شي.
د غزني امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله نهه کسان ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت د اوړي موسم د تازه ميوو يو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې په یوه څاه کې د یوه کس مړی موندل شوی دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال شلاوریز جام سیالیو د اتو غوره لوبډلو پړاو کې سبا خپله درېیمه لوبه له بنګلهدېش سره کوي.
د پوهنې وزارت سرپرست وايي، د یوې ټولنې وګړي لکه څنګه چې اوبو ته اړتیا لري، د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو زدهکولو ته هم جدي اړتیا لري.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د نسبتاً شدیدو ورښتونو او د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو له احتمال خبر ورکوي.