د کندوز د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د خټکیو حاصلات ۱۱۸ زره ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښيي.
د ترافیک پولیسو عمومي ریاست وایي، د اختر ورځو کې د هېواد په کچه د ترافیکي پېښو له امله ۴۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶۱ نور ټپیان شوي دي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۱۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۵ رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د هلمند ځایي مسوولین وایي، تېره ورځ یو ځوان د هلمند سیند اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی چې د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې د ټول هېواد په کچه ۷۰۲ زره او ۱۴۸ برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، د اختر په شپو ورځو کې د دغه ولايت له بېلابېلو ولسواليو او تاريخي سیمو څخه شاوخوا ۱۰۰ زره سيلانيانو ليدنه کړې.
د بلخ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې ۲۳۵ زره ټنه غنم تولید شوي چې د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېروالی ښیي.
سمنګان کې امنیتي سرچینې وايي، یوه ځوان د دغه ولایت په خرم سارباغ ولسوالۍ کې خپل پلار د چرهیي ټوپک په ډز وژلی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د هغو څرګندونو هرکلی وکړ چې د افغانستان له حکومت سره یې د لا ډېرو باثباته، دوامداره او حقیقي خبرو اترو ملاتړ کړی.
د کابل امنیه قومانداني وايي چې د درېیمې حوزې پولیسو شپږ کسان له ۲۲ زره «ذیګپ» ګولیو سره یوځای نیولي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په لومړي ځل د نیکاراګوا هېواد له خوا د افغانستان لپاره په بېجینګ کې د غیرمستقیم سفیر له ګومارنې سره یې هوکړه کړې او هرکلی یې کوي.
نیکاراګوا هېواد په چین کې د دغه هېواد اوسنی سفیر مایکل کمپبل د افغانستان لپاره د سفیر په توګه معرفي کړی دی.