د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولین وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې ٢٢٧٧ ټنه شفتالو توليد شوي چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زياتوالى ښيي.
د فراه په بکواه ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه شوې او څلور نور کسان ټپیان دي.
د کرکټ ملي لوبډلې ورو توپاچوونکی مجیبالرحمن د لاس ګوتې د ټپ له امله د نړۍوال جام له لوبو بهر او پر ځای یې پیلیز توپوهونکی حضرتالله ځاځی د افغان لوبډلې په ۱۵ کسیز نوملړ کې شامل شو.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د ۱۰ ښوونیزو مرکزونو زدهکوونکو او ښوونکو لپاره د یوې موسسې له لوري د حاضرۍ انلاین سیسټم فعال شو.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د سړکونو غاړو او خښتو بټيو کارګرو ماشومانو لپاره د فني او حرفوي زدهکړو مرکز جوړ شو.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له لېسته د «طالبانو» د نوم ایستلو احتمال له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې له اسلامي امارت سره د اړیکو د اړتیا له مخې څېړل کېږي.
د لوګر کرنې ریاست وایي چې په مرکز پلعلم او برهکيبرک ولسوالۍ کې د ۱۴ کرنیزو کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د څه باندې ۱۰،۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د امو دریا نفتي حوزې اړوند د انګوټ سیمې ۲۰ زره ټنه خام نفت د داوطلبۍ له لارې پر یوه کورني شرکت وپلورل.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، جوزجان ولایت کې د آقچې پنځهګونو ولسوالیو لپاره د بشپړې برېښنا رسونې پروژې چارې پیل شوې.
پاکستاني ځواکونو چمن کې پر پرلتوالو ډزې کړې چې له امله یې ۱۵ کسان ټپيان شوي دي.
ځايي مسوولین وايي، په هرات کې د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت یو جامع جومات جوړ شو او د میدانوردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د یوه چکډیم جوړولو چارې پیل شوې.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، د اسلامي امارت پالیسي پر بیارغونې او افغانانو ته پر خدمت کولو څرخي او هڅه کوي چې له کورنیو عوایدو د خلکو ستونزې هوارې کړي.