د مالیزیا هېواد یو پلاوی چې بېلابېلو برخو کې د همکارۍ او اړیکو پراخېدو په موخه کابل ته راغلی، د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې یې ویلي، دوی به له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل لپاره هڅه وکړي.
د راپورنو له مخې، پاکستان کې د تېرو څو ورځو ورښتونو له امله ۴۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اسټرالیا پولیس وايي چې د دغه هېواد په سیډني ښار کې پنځه کسان د چاقو په وسیله برید کې وژل شوي دي.
د امریکا ولسمشر وايي چې کېدای شي د ایران پوځ ډېر ژر پر اسرائیل برید وکړي، خو زیاتوي چې ایران به په دغه برید کې بریالی نه شي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله په دغه ولایت کې درې کورونه، یو سړک، دوولس جریبه کرنیزه ځمکه او یو د برېښنا کوچنی بند تخریب شوي دي.
راپورونه وايي چې ناپېژاندو وسلهوالو د بلوچستان په سوېللوېديځ کې نهه کسان له يوه بس موټر څخه له تښتولو وروسته پر ډزو وژلي دي.
د لښکرګاه ښار یو شمېر اوسېدونکي او هټۍوال وایي، په ښار کې د سوالګرو ښځو او ماشومان شمېر د پخوا په پرتله ډېر شوی دی.
د کونړ عامې روغتیا ریاست وایي، دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر پنځه برابره کم شوی او د دې ناروغۍ له امله د مړینې کچه شاوخوا درې برابره ټيټه شوې ده.
د ټولګټو وزارت وایي، د پروان – بامیان عمومي لار چې د دغه ولایت غوربند درې بېلابېلو سیمو کې، د بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
د پروان امنیه قومانداني وایي چې تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
په ترکیه کې ځيني افغان کډوال وایي، په دغه هېواد کې ورسره ناوړه چلند کېږي او له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
د میدانوردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د چک ولسوالۍ ورزشي کمېټې په لارښونه او همغږۍ د يادې ولسوالۍ په خوات سيمه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د غشي ويشتلو اختریز جام سيالۍ پيل شوې.