کندوز ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ څلور کلنه دښمني د ځايي مسوولینو او قومي مخور په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د دایکنډي ولایت یو شمېر سیمو خلک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت لري، مسوولین هم وايي چې د دغه ولایت یوازې ۴۰ سلنه اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.
د م.م د بشري مرستو همغږيکوونکی دفتر (اوچا) وايي، هسپانيه له اړو افغانانو سره د مرستې په موخه د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره يو ميليون یورو مرسته اعلان کړه.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د لومړي ځل لپاره څه باندې ۷۰۰ ښوونکو او د زدهکوونکو ولیانو ته د ماشومانو حقونو په اړه روزنه ورکړل شوه.
د اروزګان ځایي مسوولین وایي، په تېرو دوو کلونو کې یې په دغه ولایت کې ۴۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه تشخیص کړې چې تر اوسه یې یوازې نهه زره جریب راګرځولې ده.
د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، د وسلهوالو غلو هغه ۱۸ کسیزه ډله یې نیولې چې له پوځي یونیفورم په ګټې اخیستو به یې خلک لوټل.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې تر ۳،۱ ميليون ډېرې برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې او دا مهال په ټول هېواد کې نږدې ۱۲.۹ ميليون کسان برېښنايي پېژندپاڼې لري.
د افغانستان بانک وايي چې سبا (د وري ۷مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۷ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ځانمرګي برید غندلو ترڅنګ ډاډ ورکوي چې عاملین به یې پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.
په فراه کې د ۱۹،۵ میلیون افغانیو په لګښت څو سړکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د اسټرالیا کرکټ ادارې یو ځل بیا اعلان کړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته په کتو له دغه هېواد سره د شلاوریزو سیالیو لوبلړۍ ځنډوي.
ځیني افغان سیاستوال پر افغانستان د پاکستان بریدونه د نړۍوالو قوانینو نقض بولي، د افغانستان ځوابي برید ستایي او وایي، پاکستان دې پوه شي چې افغانان د یو واحد ملت په توګه خپلې خاورې ته د بل چا ان بد کتل هم نه شي زغملای.