د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادار وايي، د روان لمریز کال په تېره سلواغه میاشت کې څه باندې ۷۹۳ میلیون دالرو په ارزښت واردات او د څه باندې ۱۳۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
دایکنډي ولایت کې د فوټسال ۴۸ ټیمونو ترمنځ د فوټسال رمضاني جام سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له یوې موسسې سره د څه باندې ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار په نهمه ناحيه کې د ۱۲ ميلیون افغانيو په لګښت يو تفريحي پارک جوړ شو.
رییسالوزراء د روژې میاشتې را رسېدو په مناسبت یوه پیغام کې ویلي چې مسوول چارواکي باید د نرخونو لوړېدو مخنيوي په موخه جدي څارنه او اړين اقدامات وکړي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې د کابل ولایت په څلورو ولسوالیو کې په روغتیايي کلینیکونو کې د شپږ میلیون او ۶۵۱ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو څلور شبکې جوړې شوې.
افغان او ترکمن چارواکو د هرات نورالجهاد سبسټېشن، له ترکمنستانه هېواد ته د برېښنا رالېږد او کاري بهیر چټکتیا په تړاو خبرې کړې دي.
پنجشېر کې یوه ځایي سرچینه وايي چې د دغه ولایت په درې ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ له خپل کوژدن سره له لفظي شخړې وروسته ځانوژنه کړې ده.
د ریاستالوزرا له لوري د تېر ۲۰۲۳ کال اسیایي المپیکي سیالیو کې چې کومو ورزشکارانو مډالونه ترلاسه کړي و، یو – یو موټر په جایزه کې ورکړل شو.
کابل کې تداوي شوي ۵۰۹ روږدي د فني او حرفوي زدهکړو له مرکزه فارغ شول، چارواکي وايي چې د کار زمینه به ورته برابره کړي.
د میدانوردګو عامې روغتیا رييس وايي چې په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې ۲۹ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او نږدې دوه میلیون کسانو ته یې روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو سرپرست وزیر وايي چې سږ کال د اوبو زیرمه کولو او خوندیتوب په موخه د هېواد بېلابېلو سیمو کې ۵۰۰ چکډیمونه جوړ شوي دي.