د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال لغمان ولایت کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، اسلامي امارت لکه څنګه چې په افغانستان کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره کار کوي د سیمې او نړۍ لپاره هم د امن غوښتونکی دی.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې د ۳۴ خپلمنځي شخړو له امله ۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۳ نور ټپيان شوي.
د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په کوهصافي ولسوالۍ کې د اوبو لګولو کانال د یوه سربند او په جبلالسراج ولسوالۍ کې د کليوالي سړکونو او استنادي دېوالونو جوړېدو چارو له پیله خبر ورکوي.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د مالیاتي او سوداګریزو مسایلو په تړاو د مذاکراتو لومړی پړاو غونډه ترسره شوه.
د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په مالي مرسته یې په دغه ولایت کې له ۱۸۰۰ یتیمانو سره د ژمنیو جامو مرسته کړې ده.
د سرپل د والیبال ټورنمنټ چې له مرکز او ولسوالیو د شپږو ټیمونو په ګډون پیل شوی و، د سرپل د ښاروالۍ ټیم په اتلولۍ او د کوهستانات ولسوالۍ د الجهاد ټیم په نایب اتلولۍ پای ته ورسېد.
د ماليې وزارت وايي، د دغه وزارت کارکوونکو له پاکستانه په قاچاقي توګه د نږدې ۵۶ ټنه بېلابېلو توکو د راوړلو او هغه هېواد ته د ۶۵نیم ټنه زړې اوسپنې د قاچاق مخه نيولې ده.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکی دفتر (اوچا) ویلي چې پرتګال د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ۲۰۰ زره یورو مرسته کړې ده.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د روان کال په تېره مرغومي میاشت کې له هېواده د نږدې ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او د نږدې ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.
فراه په پشترود ولسوالۍ د خلکو په مرسته د ۲۰ کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
بلخ ولایت کې په تېر یوه کال کې ۱۲۲ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې ۱۰۸ کسان مړه او ۱۶۰ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د غزې تړانګې پر شمال او جنوب د اسرائیلو بریدونه د غندلو ترڅنګ د دغو بریدونو د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کوي.