بغلان ولایت د مرکز اړوند «ډنډغوري» سیمه په ولسوالۍ بدله او د دغه ولایت په اداري واحدونو کې شامله شوه.
ندهار ته له پاکستانه راستنې شوې کورنۍ شکایت کوي چې د اوسېدو لپاره خپل کورونه نه لري او زیاتوي، په کرایه کورونو کې اوسېدول ورته ستونزمن دي؛ ځکه اوزګار دي او د کورونو کرایې لوړې دي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار مرکزي جمنازیوم کې د ښاروالۍ په مالي ملاتړ د فوټسال څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
د راپورونو له مخې، پاکستان کې د ټولټاکنو ترسره کېدو په ترڅ کې د امنیت د ټینګښت په موخه په ټول پاکستان کې د ګرځنده ټیلیفوني خدمتونو له موقت ځنډ او څو پولو له تړل کېدو وروسته امنیتي پېښو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.
د ګردېز ښاروال وايي چې د ګردیز ښار یوازې ۳۰ سلنه ماسټر پلان تطبیق شوی خو زیاتوي چې په راتلونکي کال کې به د یو شمېر پروژو په پلي کولو سره د ښار بڼه تر ډېره بدله شي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي، هغه دوهنیم میلیونه افغانان چې په تېرو دوو کالونو کې هېواد ته راستانه شوي سرپناه او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست کابل کې د ايران سفارت له مرستيال او کلتورې اتشې سره په لیدنه کې ویلي چې له ګاونډيو هېوادونو سره د کلتوري اړيکو پياوړتیا او پراخول غواړي.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په خواجهموسی او سبزپوش ولسوالیو کې د دوو جلا پېښو له امله دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
د بامیان ځیني اوسېدونکو د دغه ولایت د نیمګړو پروژو د کار پر پیل ټینګار کوي او وايي، که د بامیان – دوشي ترانزیټي سړک جوړولو چارې بشپړې شي، د سوداګریزو توکو په بیې کې به کموالی راشي او د ملي اقتصاد د ودې لامل به شي.
د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي د ریاستالوزار له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، د دوحې په ناسته کې به نړۍ له افغانستان سره په پراختیایي او بشري برخو کې مرستې اعلان کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړيکو ساتلو پاليسي لري او هيلهمند دی چې د دوحې راتلونکې ناسته به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د يوه مثبت پړاو پيلامه وي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره وایي چې یوې چینایي کمپنۍ په افغانستان کې د حرفوي زدهکړو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.