بامیان (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲): د بامیان ځیني اوسېدونکو د دغه ولایت د نیمګړو پروژو د کار پر پیل ټینګار کوي او وايي، که د بامیان – دوشي ترانزیټي سړک جوړولو چارې بشپړې شي، د سوداګریزو توکو په بیې کې به کموالی راشي او د ملي اقتصاد د ودې لامل به شي.
د بامیان – د بغلان دوشي لویه لار چې ۱۵۲ کیلومتره اوږدوالی او ۷ کیلومتره پراخوالی لري، د بغلان له دوشي، تاله او برفک ولسوالیو څخه تېرېږي او د کهمرد، سیغان او شېبر ولسوالیو له لارې د بامیان مرکز سره وصلېږي.
د یادې ملي پروژې چارې څو کاله مخکې د نړۍوال بانک په مالي مرسته پیل شوې، خو تر اوسه بشپړه شوې نه ده او نیمګړې پاتې ده.
بامیان کې د «بامیکا» پوهنتون رییس قدرتالله رها او د دغه ولایت اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته وویل، د بامیان – دوشي لویه لار له بېلابېلو اړخونو د ارزښت وړ ده.
د هغه په خبره، د حلقوي سړکونو جوړول او د ترانسپورت برخه کې د سهولت رامنځته کول د موادو او د خلکو د اړتیا وړ سوداګریزو توکو د بیو پر ټیټېدو ژور اغیز لري او د هېواد او خلکو د اقتصادي مسایلو برخه کې ځانګړی رول لري.
هغه څرګنده کړه، د سوداګریزو توکو بیې د پلور بازار واټن او د لېږد برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو پورې اړه لري او د دوشي – بامیان سړک د همدغو شمال – سوېل دهلیزونو یوه برخه ده چې شمالي ولایتونو، د مرکزي اسیا هېوادونو او د هېواد پایتخت ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد برخه کې ځانګړی ستراتیژيک ارزښت لري او د دغه سړک د چارو بشپړېدو سره د ملي اقتصاد د ودې زمینه برابرېږي.
نوموړي وویل، د یادې پروژې له بشپړېدو سره به خلکو ته د لنډمهاله د کار زمینه برابره شي، د سیمې سلګونه اوسېدونکي به دې برخه کې پانګونه وکړي او کاري او عایدلرونکو فرصتونو ته به لاسرسی پیدا کړي.
بلخوا، د ګرځندوی صنعت پوهان پر دې باور دي چې د یاد سړک په بشپړېدو به بامیان کې د ګرځندوی صنعت هم وده وکړي.
د ګرځندوی صنعت د مسایلو کارپوه علي محمد په دې اړه وايي، بامیان د افغانستان په کچه یو لرغونی او تاریخي هېواد دی چې د طبیعي جاذبو او تاریخي اثارو له مخې ځانګړی ارزښت لري.
نوموړي زیاته کړه، د یاد ترانزیټي سړک په بشپړېدو سره به له شمالي ولایتونو بامیان ته د ګرځندویانو تګ راتګ ډېر شي او د افغانستان په کچه به د ګرځندوی صنعت وده وکړي.
د هغه په باور، په اوسنیو شرایطو کې ګرځنډويي د نړۍ په کچه درېیم عاید لرونکی صنعت دی چې د لیدو وړ سيمو د اوسېدونکو لپاره د کار زمینې برابرېدو او عايد ترلاسه کولو کې مهم رول لري او د لاسي صنايعو، ترانسپورټ او هوټل جوړولو برخو کې هم خلکو ته د کار زمینه برابرېږي.
هغه په هېواد کې د ګرځندوی صنعت د ودې له لارې د ملي عوایدو پر زياتوالي د ټينګار تر څنګ وويل، تېر کال نږدې دوهسوه زره کورنيو او بهرنيو سيلانيانو له باميان ولایته لیدنه کړې او د دغه ډول لويو لارو په جوړېدو سره به د افغانستان په کچه د سيلانيانو شمېر ډېر شي.
دغهراز د باميان په مرکز کې یو ديني عالم شيخجمعه رضواني هم وايي، د لويو لارو جوړول له ټولنيز او فرهنګي پلوه د ټولنې په پرمختګ کې مهم رول لري او په هېواد کې د بېلابېلو قومونو ترمنځ د تعامل زمینه برابروي.
د هغه په خبره، هر څومره چې په هېواد کې د مېشتو قومونو ترمنځ د تعامل او پيژندګلوۍ زمينه برابره وي په هماغه کچه به شته ستونزې کمې او ټولنيزې تشې له منځه ولاړې شي.
د باميان د سيمهييزې ادارې رهبري وايي چې د دې پروژې د بشپړولو لپاره هڅې روانې دي.
د باميان د ټولګټو چارو رييس انجنير حفيظالله نعمتي وايي، د دې پروژې د څه باندې ٦٥ کيلومتره سړک په ګډون چې د باميان اړوند دی، نږدې ۴۰ سلنه چارې بشپړې شوې وې او د ټولګټو وزارت مشرتابه هڅه کوي څو د دغه سړک په ګډون د نورو ملي پروژو چارې هم په پیل کړي.
هغه زياته کړه چې دغه سړک تازه د ټولګټو چارو ریاست له لوري ارزول شوى او اټکل شوې بودجه یې له اړوند وزارت سره شريکه شوې، څو راتلونکی کال په بودجه کې شامل شي.
بلخوا، د بامیان ولایت مقام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه راغلي چې د دغه ولایت والي، مولوي عبدالله سرحدي څه موده مخکې د ټولګټو چارو وزارت له سرپرست ملامحمد عیسی ثاني سره کتلي او د نیمګړو پروژو په ځانګړې توګه د بامیان – دوشي سړک د بشپړېدو په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.
د سرچينې په خبره، د باميان والي د ټولګټو چارو وزارت له مشرتابه غوښتي څو د باميان – دوشي او يکهولنګ – درهصوف سړکونو نیمګړي کارونه بېرته پیل کړي.
سرچینې زیاته کړې، د ټولګټو چارو وزارت سرپرست ډاډ ورکړی څو د بامیان – دوشي سړک په ګډون نورې نیمګړې لویې ملي پروژې هم د راتلونکي کال په بودجه کې شاملې او کارونه یې پیل کړي.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن