پکتیا امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په څمکنیو ولسوالۍ ناپېژانده کسانو یو ځوان د چاقو په ګوزارونو وژلی دی.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق رییس فران ایکویزا دوه کلن ماموریت پای ته ورسېد او پر ځای به یې ډاکټر تاجالدین د یادې ادارې چارې پر مخ وړي.
سمنګان کې د لاسي صنایعو یوې کارخونې مسووله فاطمه شېرزاد په داسې حال کې چې د خپلو تولیداتو بازار پیکه کېدو ته اندېښمنه ده، له مسوولو بنسټونو غواړي څو له صنعتګرو ښځو ملاتړ وکړي.
کندوز کې د یو شمېر قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د کندوز امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې له پولیسو سره نښته کې یو انسانتښتوونکی وژل شوی او درې نور نیول شوي دي.
د نامیبیا ولسمشر هاګه ګینګوف د سرطان ناروغۍ له تشخیص څو اونۍ وروسته د ۸۲ کلنۍ په عمر ومړ.
په کابل کې د هېواد په کچه د والیبال درېیم پړاو تمریني او د استعداد موندنې ملي کمپ پیل شو چې په پای کې به یې د بېلابېلو لوبډلو لپاره غوره لوبغاړي وټاکل شي.
د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ته د رېل پټلۍ اړوند د ازبکستان، افغانستان او پاکستان هېوادونو ترمنځ «افغان-ټرانس» ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له لوري په دغه ولايت کې د نيالګيو کېنولو کلنۍ کمپاين پيل شو، مسوولين وايي، شاوخوا پنځه ميليونه نيالګي به کېنول شي.
افغاني سره میاشتې ټولنه وایي چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې یې له ۲۸۰۰ ډېر د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې په موخه د کابل ښار روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
هلمند، لوګر او غور ولایتونو کې له ۱۸۵۰ کورنیو سره نغدي او ژمنیو او پنجشېر کې له ۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د چین «شانډونګشینزو» شرکتونو ګروپ استازي د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست سره په لیدنه کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید او هر کال د ۵۰۰ زره ټنو تېلو د استخراج او پروسس برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.