دایکنډي کې ځايي مسوولین په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او له خلکو غواړي څو د اوبو مدیریت برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي.
د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خصوصي سکټور سره د دوه میلیارد او ۲۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت د درېیو لویو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې د هېواد په ۱۲ بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو لګولو او د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د تیر پارک جوړولو طرحې تایید کړې.
د بغلان ولایت د بورې فابریکې له ۱۲ کلن ځنډ وروسته بېرته خپل فعالیت پيل کړ او ۳۵۰ فني کارکوونکو ته په کې د کار کولو زمینه برابره شوې ده.
د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر وروستۍ څرګندونې د دغه هېواد د چارواکو بېکفایتي بولي او وايي چې دا ډول څرګندونې په حقیقت کې د یوه مسلمان ملت د ارزښتونو سپکاوي په معنا دي.
اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري وضعیت د اروزنې په اړه د یوناما تازه راپور په غبرګون کې ویلي، دغه راپور تر ډېره پر ناسم پوهاوي ولاړ دی او یوناما دې د خلکو پر دیني او ارزښتیزو موضوعاتو بېځایه نیوکې نه کوي.
د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د ایران هوایي شرکت «یزد ایر» خپله لومړۍ الوتنه له تهرانه کابل ته ترسره کړه.
سیمهییز مسوولین وایي، په ننګرهار کې له ۱۶۱۳ کورنیو سره نغدي او په فراه کې له ۲۵۵ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د تېرې میاشتې په اوږدو کې یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۹۷۰ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت په موزیم کې د یو شمېر زیانمنو لرغونو اثارو د ترمیم چارې پیل شوې دي.
د کونړ چپېدرې ولسوالۍ کې د ګربز او ودیر قومونو ترمنځ سل کلنه دښمني چې دوه کسان هم په کې وژل شوي وو، د ځايي چارواکو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پر دوستۍ بدله شوه.
دایکنډي ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د پاتو ولسوالۍ په «سیاهبغل» سیمه کې د څلور اعشاریه دوه کیلومتر سړک جوړولو چارې د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت پای ته ورسېدې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.