د سوکوهنې یوه افغان لوبغاړي ذکي حکیمزاده د «ډبیلوبيسي» په نوم یوه سازمان کې خپل امریکایي سیال ته ماته ورکړه
د کابل ولایت مقام وایي، د کابل ښاریان دې د هوا د ککړتیا مخنیوي په موخه د مرکزګرمیو د لوګي د تصفیې فلټرونه بشپړ فعال او د معیار مطابق وساتي او سرغړوونکي به له قانوني چلند سره مخ شي.
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزیر ویلي چې په هېواد کې د ناوړه دودونو له منځه وړو ته ژمن دي او هیچا ته به اجازه ورنکړي څو پر ناوړه او د شریعت خلاف کړنو لاس پورې کړي.
په غور کې د ښوونځیو زدهکوونکو ته د تقویتي ټولګیو جوړېدل داسې یو اقدام دی چې خپله زدهکوونکي، د هغوی ولیان او د پوهنې برخې متخصصین یې د زدهکړې برخه د ماشومانو لپاره اغېزناک بولي او د ډېرېدو غوښتنه یې کوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د دولتي او خصوصي سکټورونو له استازو جوړ د اوزبېکستان یو پلاوی د تخنیکي همکاریو ارزونې او د کرنیزې راکړې ورکړې ډېرېدو په موخه کابل ته راغلی دی.
د اسیا او اروپا لپاره د ډنمارک د سره صلیب ساحوي مسوولې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې ډنمارک د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی او په پام کې لري چې د افغاني سرې میاشتې له لارې افغانانو ته لا ډېرې مرستې وړاندې کړي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۶۵۰۰ کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یوه ښځه ټپې شوې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر بهر ته د افغان کارګرو لېږلو ټولنې له رییس سره په لیدنه کې بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرو لېږلو پر څرنګوالي، هلته د مېشتو افغان کارګرو د اوسني وضعیت، د ستونزو د حل او د هغوی د حقوقو خونديتوب په اړه خبرې کړې دي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) یوه تخنیکي پلاوي د منار جام په ګډون د لرغونو سیمو خوندیتوب برخه کې د اروزنې او څو پروژو پلې کولو په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی.
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکايتونو اورېدو وزارت وايي چې د دغه وزارت محتسبينو د روان کال په دوو لومړيو ربعو کې د جبري نکاح په ګډون د ښځو د شرعي حقوقو ۳۴۱۳ قضيو ته هر اړخیزه رسېدنه کړې ده.
د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د تېرې میاشتې په اوږدو کې یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د نږدې درې زره بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.