د لوګر ولایت د نایب امینالله خان ۳۰۰ بستریز روغتون کې په لومړي ځل د باکتریالوژي څانګه جوړه او پرانیستل شوه
د کورنیو چارو وزیر د پولیسو ځانګړو ځواکونو د روزنیز سیمینار پایغونډې ته په خبرو کې د دغو ځواکونو وړتیا او لاستهراوړنې ستایلې او پر امنیتي ځواکونو یې ټینګار کړی چې له هېوادوالو سره په عاجزۍ او اخلاص چلند وکړي.
غور کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چهارسده ولسوالۍ کې د ۲۴ میلیون افغاینو په لګښت د پاکو اوبو رسولو د درېیو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې.
په دوحه کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین له اروپايي او ترکي چارواکو سره په جلا لیدنو کې د دوه اړخیزو اړیکو، زدهکړو، سوداګرۍ، د سیمې او نړۍ د سیاسي وضعیت او د اروپا او ترکیې له لوري په افغانستان کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزیر تهران ته د خپل رسمي سفر په دوام، په نړۍوالو چارو کې د ایران د رهبر ایتالله علي خامنهیي له ځانګړي سلاکار سره لیدلي او دواړو لورو د علمي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې په دغه ولایت کې یې د یو شمېر خصوصي سوداګریزو شرکتونو په همکارۍ د پرمختللو کرنیزو وسایل او تجهیزات نندارتون جوړ کړی دی.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې دوه کسان له ۱۸۷ کیلوګرامه تریاکو سره نیولي دي.
د میدانوردګو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سیداباد او دایمیرداد ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یوه ماشومام ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.
د سوکوهنې یوه افغان لوبغاړي ذکي حکیمزاده د «ډبیلوبيسي» په نوم یوه سازمان کې خپل امریکایي سیال ته ماته ورکړه
د کابل ولایت مقام وایي، د کابل ښاریان دې د هوا د ککړتیا مخنیوي په موخه د مرکزګرمیو د لوګي د تصفیې فلټرونه بشپړ فعال او د معیار مطابق وساتي او سرغړوونکي به له قانوني چلند سره مخ شي.
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزیر ویلي چې په هېواد کې د ناوړه دودونو له منځه وړو ته ژمن دي او هیچا ته به اجازه ورنکړي څو پر ناوړه او د شریعت خلاف کړنو لاس پورې کړي.
په غور کې د ښوونځیو زدهکوونکو ته د تقویتي ټولګیو جوړېدل داسې یو اقدام دی چې خپله زدهکوونکي، د هغوی ولیان او د پوهنې برخې متخصصین یې د زدهکړې برخه د ماشومانو لپاره اغېزناک بولي او د ډېرېدو غوښتنه یې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP