Language

غزني کې دوه کسان له ۱۸۷ کیلوګرامه تریاکو سره نیول شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې دوه کسان له ۱۸۷ کیلوګرامه ‎تریاکو سره نیولي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي، یاده اندازه نشه‌يي توکي په یوه اکوا موټر کې له بدخشان ولایت څخه هلمند ته قاچاق کېدل چې تېر ماښام  ناوخته د یوه کشفي راپور پر بنسټ د ګیلان ولسوالۍ په چیرلي سیمه کې ونیول شول.

سرچینه زیاتوي چې قاچاق‌کوونکو د تېښتې هڅه کوله خو موټر یې چپه شوی او د هغوی ترڅنګ یو میل کلاشینکوف او ۱۸۷ کیلوګرامه تریاک هم نیول شوي دي.

د امنیې قوماندانۍ په وینا، نیول شوو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال منلې چې له دې مخکې یې هم له دې لارې دوه ځلې یاد توکي لېږدولي دي.

Related Topics