منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۴۸ راپورونه

راپورونه

لوګر کې د کرومایټ ډبرو د پروسس کارخونه جوړه شوه

د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د یوه خصوصي شرکت له‌خوا د ۱۴ میلیون افغانیو په پانګونې د کرومایټ ډبرو د پروسس یوه کارخونه جوړه شوه.

د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د برېښنا برخه کې د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د ۲۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به افغانستان له اوزبیکستانه له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ مېګاواټه…

اقتصادي معاونیت: په هېواد کې د ۲۰۴ کانونو د اکتشاف او استخراج چارې روانې دي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې اوسمهال په هېواد کې د لوی مقیاس ۲۹ او د کوچني مقیاس ۱۷۵ کانونو د اکتشاف او استخراج چارې روانې دي چې شاوخوا ۱۷۰ زره کسانو ته په‌کې د کار زمینه برابره شوې ده.

هرات کې د اوسپنې ویلې کولو کارخونو مالکان: که د برېښنا ستونزه حل شي، ډېر راستانه شوي په کار ګومارلی شو

هرات کې د اوسپنې ویلې کولو کارخونو یو شمېر مالکین وايي چې د ځوانانو له بیا کډوال کېدو د مخنیوي او تازه راستانه شوو کډوالو ته د کاري فرصتونو برابرېدو لپاره ځیني پلانونه لري؛ هغوی د برېښنا او لومړنیو توکو کمښت د خپلو کارخونو له عمده ستونزو بولي او له حکومته په دې برخه کې د ملاتړ غوښتنه کوي.

افغانستان کې د پانګونې پر جلبولو د اسلامي هېوادونو د علماوو او پانګه‌والو ټینګار

د پنجشېر ولایت مقام وايي چې د شاوخوا لسو اسلامي هېوادونو یوې ډلې دیني علماوو او پانګه‌والو د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې په افغانستان، په ځانګړې توګه پنجشېر کې د پانګونې پر جلبولو ټینګار کړی او د داسې یوې طرحې د تدوین خبر یې ورکړی چې پر بنسټ به یې د اسلامي هېوادونو ۲۵۰ شرکتونه په افغانستان کې نهه نهه سوه زره امریکايي ډالر پانګونه کوي.

کابل ښار کې د اوړو بیه ټیټه شوې

نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د قزاقي اوړو بیه ټیټه خو د سرو‌زرو بیه لوړه شوې ده. کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي…

د افغانستان او تاتارستان خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۱۸۳ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د ۱۸۳ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت په نفتي او ساختماني برخو کې سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

د سوداګرۍ وزارت سرپرست د اندونیزیا له سفیر سره د سوداکریزو اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلی

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په کابل کې د اندونیزیا سفارت له شارژدافیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او د خصوصي سکټور د غړو د همغږۍ او پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.

فرزانه مراد: په هڅو او باور سره کولای شو ستونزې هم په فرصت بدلې کړو

د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې ۲۳ کلنه فرزانه مراد چې د خیاطۍ او لاسي صنایعو د یوې کارګاه په رامنځته کولو یې  یو شمېر نورو ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او‌ کار زمینه برابره کړې، پر دې باور ده چې د هڅو، زغم او نوښت له لارې کولای شو محدویتونه د ځان لپاره په فرصت بدل کړو.

په محفلي کیکونو کې د زیان رسوونکو رنګونو کارول؛ د خلکو د روغتیا لپاره ګواښ

د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو معینیت څېړنې ښيي چې د ډېری محفلي کېکونو په تزیین او ډیزاین کې فلزي رنګونه کارول کېږي او د دغو کېکونو له حده ډېره استفاده کولای شي د حساسیت، مزمنو ناروغیو او ان د سرطان لامل شي.

نور راپورونه