منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۰ غ.م
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ښوونه او روزنه

۳،۰۵۱ راپورونه

راپورونه

غړي

محصلین: د مونوګراف چمتو کولو لپاره دې کافي وخت راکړل شي

د هېواد له پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو موسسو ځیني فارغان، د مونوګراف لیکنې په برخه کې د لارښود استادانو له خوا د سمې لارښوونې نه کولو له امله شکایت لري وايي، د مونوګراف چمتو کولو لپاره کم وخت ورکول کېږي او له همدې کبله نه شي کولای مسلکي مونوګراف اماده کړي.

د نجونو له شپږم پورته ټولګیو نه پیل؛ ناهیلې بهشته یې ژر پیلېدو ته شېبې شمېرې 

له شاوخوا اووه میاشتني ځنډ وروسته بېرته ښوونځي ته ځي؛ خو ورته ویل کېږي چې تر امر ثاني په کور کې اووسئ. بهشته سره له دې چې د حکومت لخوا د ژمنو نه عملي کولو له امله شکایت کوي او ناهیلې ده، لا هم د ښوونځي د پيل اعلان ته په بې صبرۍ انتظار کوي. 

غړي

مفتي تقي عثماني په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پرانيستل کېدو غوښتنه کړې ده

د پاکستان د کراچۍ دارالعلوم مهتمم او د دغه هېواد د دیني مدرسو اتحادیې (وفاق المدارس) مشر مفتي محمد تقي عثماني د اسلامي امارات مشر شیخ هبت الله اخندزاده ته په یوه لیک کې د نجونو ښوونځیو پرانيستل کېدو غوښتنه کړې ده.

نور راپورونه