کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۱): ترکیې د افغانستان د روزنتونونو له ماشومانو سره د زر ټنه خوراکي توکو او ۷۰۰ غالیو مرسته وکړه.
د روزنتونو عمومي رییس الحاج فیض الاحمد کاکړ نن ( د غويي ۱۵مه) په تهیه مسکن روزنتون کې د دغو توکو د سپارلو په مراسمو کې وویل، په افغانستان ۶۷ روزنتونونه شته چې له ډلې یې ۳۵ دولتي او پاتې نور یې نادولتي دي.
نوموړي وويل، د ترکيې هېواد دا مرستې به پر مستحقینو ووېشل شي.
هغه د ترکيې له مرستو مننه وکړه، وویل چې دغه هېواد له افغانستان سره د پوهنې، روغتیا او په نورو مختلفو برخو کې مرستې کړې چې د قدرونې وړ دي.
په همدې حال کې، په کابل کې د ترکيې سفیر جهاد ارګینای د یادو توکو د سپارلو پر مهال وویل: «د ترکیې هېواد په افغانستان کې له نوي بدلون وروسته تر اوسه، د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د هلال احمر افغاني او د ترکیې تیکای بنسټ له لارې د ۵ زره ټنه خوراکي توکو، البسې او نورو موادو مرستې کړې دي.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست عبدالولي څارنوال هم د دغو توکو د سپارلو پر مهال وویل: «امریکا د افغانستان شل کلن اقتصادي، سوداګریز او کرنیز تاسیسات او زیربناوې له منځه وړي دي. د دغو تاسیساتو د بیا احیا کولو لپاره ضروري ده چې هڅې وکړو او د ترکیې هېواد په سختو شرایطو کې موږ سره مرسته کړې او کوي.»
په ورته مهال، سمیع الله هغه ماشوم چې شپږ کاله کېږي په روزنتون کې اوسېږي؛ ورسره له شویو مرستو خوښي ښيي او وايي: «اصلا د تخار ولایت یم، په اووم ټولګي کې یم، شکر کووم چې خوراکي توکي لرو او وږي نه یو، شکر داسې کسان شته چې له موږ سره مرستې کوي او زموږ په فکر کې دي.»
هغه له سرپرست حکومته غواړي چې له بې سرپرسته او یتیمو ماشومانو سره مرسته وکړي او هره میاشت یې ليدلو ته راشي څو دغه ماشومان د پلار او مور نشتوالي یا یوازیتوب احساس ونکړي.
  . . .










