د ریاستالوزراء اداري مرستیال د پلچرخي له زندان څخه د ليدنې پر مهال ټینګار کړی چې اړوند مسوولین دې د اصولو په چوکاټ کې د بنديانو وضعیت ته رسېدنه وکړي، د هغوی حقونه دې په پام کې ونیسي او هڅه دې وکړي چې بندیانو ته زدهکړو، روزنې او بېلابېلو مسلکونو د زدهکړې زمینه برابره کړي.