منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۸ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

روغتیا

۴،۲۵۷ راپورونه

راپورونه

روغتیا وزارت: دا مهال ټول هېواد کې د ۳۲۰۰ سایټونو له لارې پر خوارځواکۍ اخته کسانو ته خدمات وړاندې کېږي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې واک ته د ا.ا له رسېدو مخکې په هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو لپاره د خدماتو وړاندې کولو یوازې ۸۰۰ سایټونه موجود وو، خو اوس دغه شمېر ۳۲۰۰ سایټونو ته رسېدلی چې له لارې یې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو او میندو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.

غړي

د عامې روغتیا وزارت ویاند: موږ د کولرا ناروغۍ مثبته پېښه نه لرو

د عامې روغتیا وزارت وایي، ځینو رسنیو د روغتیا نړۍوال سازمان راپور ناسم خپور کړی؛ ځکه راپور کې افغانستان کې د ارقامو اړوند د حادو اسهالاتو (AWD) کلمه استفاده شوې چې د کولرا له یقیني او تثبیت شوو شمېرو سره ربط نه لري.

ډاکټران: د څارویو حلالولو پر مهال دې له دست‌کش، ماسک او ځانګړو جامو استفاده وشي

د لوی اختر په رارسېدو سره ډاکټران د کانګو ناروغۍ پېښو پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي او سپارښتنه کوي چې د مخنیوي لپاره یې باید د څارویو حلالولو پر مهال له دست‌کش، ماسک‌، عینکو او اوږدو جامو استفاده وشي.

کارپوهان: خوراکي توکي په ځانګړې توګه ګرم خواړه باید پلاستیکي کڅوړو کې ونه لېږدول شي

کارپوهان د پلاستیکي کڅوړو کارول روغتیا، چاپېریال او کرنې لپاره مضر بولي او وايي، کارول یې نورو هېوادونو کې محدوده شوي، افغانستان کې هم باید محدود شي او د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي څو د هغو پر ځای له تکه‌یي یا کاغذي کڅوړو کار واخلي.

نور راپورونه