منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۲ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

روغتیا

۴،۲۵۷ راپورونه

راپورونه

د کونړ سهیل‌تنګي سیمې خلک له حکومته د دې سیمې روغتیايي مرکز ته د امکاناتو غوښتنه کوي

د کونړ په نورګل ولسوالي کې د مزار درې سهیل تنګي سیمې اوسېدونکي وایي چې د دې سیمې روغتیایي مرکز له تېرو دوو میاشتو راهیسې د امکاناتو نشتوالي له امله تړل شوی او له حکومته ورته د پاملرنې غوښتنه کوي.

غړي

د پروان چارواکي: د خوندي خوراکي توکو او درملو بازار درلودو لپاره هڅې چټکې کوو

چارواکو په پروان کې د شل ټنه بې‌کیفیته، تقلبي او تاریخ‌تېرو توکو د له منځه وړو پر مهال وویل، د خوندي خوراکي توکو او درملو بازار درلودو لپاره د دغه ډول توکو د له منځه وړل د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.

غړي

بې‌پولې ډاکټران: افغانستان کې د شري ناروغۍ خپرېدو د مخنیوي لپاره پیاوړو اقداماتو ته اړتیا ده

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان وایی، تېرو څلورو میاشتو کې بلخ، هرات او هلمند ولایتونو کې د شري ناروغۍ زیاتوالی د اندېښنې وړ دی او د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې پیاوړو اقدماتو ته اړتیا ده.

غړي

عباد: د هېواد په کچه څه باندې درې زره روغتیایي مرکزونو کې میندو او ماشومانو ته ۱۳ ډوله واکسین تطبیقېږي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر وایي چې دمګړۍ په هېواد کې د لسو ناروغیو وقایې لپاره ۱۳ ډوله واکسین موجود دي چې د ۳۰۴۹ روغتیایي مرکزونو له لارې میندو او له یو کال کم‌عمره ماشومانو ته په وړیا ډول تطبیقیږي.

«طبیعي مستې سرطاني ناروغانو ته ګټه لري خو په پلاستیکي لوښو کې تومنه مستې روغتیا ته ضرر لري»

«په پلاستیکي لوښو کې د شیدو تومنه کول د سرطان لامل ګرځي او روغتیا ته زیان رسوي.»، دا هغه مطلب دی چې په ټولنیزو پاڼو کې لاس په لاس کېږي خو روغتیایي سرچینې په دې اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کوي، وايي تر اوسه پر سرطان د اخته کېدو اصلي لاملونه نه دي ثابت شوي.

مسوولین: هلمند کې لږ تر لږه ۳۷ نوو روغتیایي مرکزونو جوړېدو ته اړتیا ده

د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، لا هم د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې داسې سیمې شته چې خلک یې هیڅ ډول روغتیایي خدماتو لاسرسی نه‌لري او زیاتوي چې باید لږ تر لږه ۳۷ نوي روغتیایي مرکزونو ورته جوړ شي.

نور راپورونه