<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې د شهید سردار محمد داوود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې په لومړي ځل د زړه جراحي څانګه پرانیستل شوه.</p>
<p style="text-align: justify;">د ملي دفاع وزارت پر خپله اېکسپاڼه د ياد مطلب ترڅنګ ليکلي: «الحمدالله د ویاړ ځای دی چې د شهید سردار محمد داوود خان روغتون په څانګو کې د نورو هېوادونو په کچه ډېر پېچلي عملیات په بریالیتوب سره ترسره کېږي.»</p>
<p style="text-align: justify;">سرچينه زیاتوي، د دغه وزارت چارواکو د یاد روغتون له مسوولینو او ډاکټرانو د مننې کولو ترڅنګ ژمنه وکړه چې وړاندیزونو او ستونزو ته به یې رسېدنه وشي.</p>