ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونیسف اروزګان کې له درېیو روغتیایي مرکزونو سره د درملو او طبي وسایلو مرسته وکړه

یونیسف اروزګان کې له درېیو روغتیایي مرکزونو سره د درملو او طبي وسایلو مرسته وکړه

author avatar
23 May 2024 - 13:03
یونیسف اروزګان کې له درېیو روغتیایي مرکزونو سره د درملو او طبي وسایلو مرسته وکړه
author avatar
23 May 2024 - 13:03

ترینکوټ (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د اروزګان په درېیو ولسوالیو کې له درېیو روغتیایي مرکزونو سره د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د اروزګان په چنارتو، ګيزاب او خاص اروزګان ولسوالیو له درېیو کلینیکونو سره د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د شل قلمه درملو او طبي وسایلو مرسته کړې ده.

د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ کې په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته د سوېلي ولایتونو لپاره د (یونیسف) مشر فرانسس بوسیکوبوټیچي Francis) (Busiku Butichi وویل، یاده مرسته یې د عامې روغتیا ریاست اړوند له درېیو کلینیکونو سره کړې ده.

هغه دغه راز زیاته کړه چې دوی په دغه ولایت کې له روغتیایي برخې سره همکارۍ ته ژمن دي.

ورته مهال، د اروزګان ځایي مسوولین د یونیسف له تازه مرستې هرکلی او په دې برخه کې د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه کوي.

د دغه ولایت د والي مرستیال ملا باري‌ګل وویل، له دې مرستې سره به په روغتیایي برخه کې د خلکو ستونزې تر یوه بریده هوارې شي.

هغه له نورو مرستندویه ادارو هم غوښتنه وکړه چې مرستې ورسره وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.