Language

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په یوه رسمي سفر قطر ته ولار

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد نن د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته روان شو.

د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست به په دې سفر کې له تخنيکي مشورتي ګروپ سره په دوحه کې د څلور ورځو لپاره مجلس ولري.

خبرپاڼه کاږي، په ياد مجلس کې به د روغتيا نړۍوال سازمان، يونيسف، د افغانستان ملي عملياتي بېړني مرکز تخنيکي ټيم، د ساري ناروغيو د کنټرول مرکز، روټری انټرنېشنل اود ګاوي ادارې استازي شتون ولري.

د خبرپاڼې په حواله، د ياد مجلس موخه په افغانستان او پاکستان کې د ماشومانو ګوزڼ یا پوليو ناروغۍ د له منځه وړلو پر څرنګوالي او لارو چارو خبرې کول دي چې د راتلونکي لپاره به په دوامداره توګه تخنيکي مشورتي ګروپ د پوليو محوه کولو پر څرنګوالي او حل لارو کار کوي.