منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۲ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ښځې

۹۸۹ راپورونه

راپورونه

غړي

فاریابۍ ښځې د بیو له لوړوالي شکایت کوي

د اختر له رارسېدو سره، په مېمنه ښار کې پېرېدونکي چې ډېری یې ښځې دي، شکایت کوي چې د مناسب اقتصادي حالت نه لرلو له امله د اړتیا وړ توکو پېرېدلو توان نه لري؛ او له حکومته غواړي چې د دغه ښار اوسېدونکو ته د کار پراخه زمینه برابره کړي.

د نجونو له شپږم پورته ټولګیو نه پیل؛ ناهیلې بهشته یې ژر پیلېدو ته شېبې شمېرې 

له شاوخوا اووه میاشتني ځنډ وروسته بېرته ښوونځي ته ځي؛ خو ورته ویل کېږي چې تر امر ثاني په کور کې اووسئ. بهشته سره له دې چې د حکومت لخوا د ژمنو نه عملي کولو له امله شکایت کوي او ناهیلې ده، لا هم د ښوونځي د پيل اعلان ته په بې صبرۍ انتظار کوي. 

غړي

«ښځې د افغان ښځو لپاره» موسسې پخوانیو کارکوونکو د موسسې د بیا فعالېدو غوښتنه وکړه

«د افغان ښځو لپاره د ښځو موسسې» پخوانيو کارکوونکو د دغې موسسې له مسوولینو وغوښتل چې په افغانستان کې خپل فعالیت بېرته پيل کړي او هغه ۱۱ میلیونه ډالر چې مخکې په امریکا کې له مېرمنو سره د مرستې لپاره راټول شوي وو، افغانستان ته راولېږي.

غړي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د افغان ښځو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد نه شي کولای ښځې او نجونې له پامه وغورځوي.

غړي

راپور: له کابله د ځينو ښځو د هوايي سفر مخنيوی شوی، خو اريانا شرکت وايي ستونزه نشته

اسوشيتد پريس د کابل د هوايي ډګر د مسوولینو له خوا لسګونو مېرمنو ته د محرم نه لرلو له امله بهر ته د تګ اجازې نه ورکولو خبر ورکوي، خو اریانا شرکت وايي چې د دوی په پروازونو کې د ښځو لپاره کومه ستونزه نشته او نه يې هم په دې اړه کوم مکتوب ترلاسه کړی دی.

غړي

پوهان: له شنډو ښځو سره تاوتریخوالی مه کوئ

ځينې بې اولاده مېرمنې په داسې حال کې له کورني تاوتریخوالي شکایت لري چې دیني عالمان له دې ډول ښځو سره تاوتریخوالی ناروا بولي او ډاکټران وايي چې بې اولادي یوازې د ښځې ستونزه نه ده.

نور راپورونه