ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې یوه هټۍوال ۶۵۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې ده

په اروزګان کې یوه هټۍوال ۶۵۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې ده

author avatar
17 Apr 2022 - 13:43
په اروزګان کې یوه هټۍوال ۶۵۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې ده
author avatar
17 Apr 2022 - 13:43

ترینکوټ (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۱): د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې یوه ځايي هټۍوال ۶۵۰ مېرمنو ته- چې ډېرې یې کونډې دي- د کار زمینه برابره کړې او هرې یوې ته د میاشتې له ۴ تر ۱۰ زره افغانۍ ورکوي.

دغه کس اغا شیرین نومېږي چې له شاوخوا پنځو کلونو راهیسې يې په ترینکوټ ښار کې د غاړو، څادرونو او نورو لاسي صنایعو دوکان پرانیستی دی.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، په پيل کې دوو مېرمنو ورسره کار کاوه؛ خو اوس دا شمېر ۶۵۰ تنو ته رسېدلی دی.

دی زیاتوي، له دغو مېرمنو ډېرې یې کونډې او بې وزلې مېرمنې دي چې په تېرو جګړو کې یې خپل سرپرستان له لاسه ورکړي او دا مهال د خپلو کورنیو سرپرستي ور ترغاړې ده.

د ده په خبره، دا سلګونه مېرمنې په خپلو کورونو کې د ده له خوا په ورکړل شوي ټوکر د خامک کار کوي چې تر بشپړولو وروسته یې ده ته سپاري او دی یې بیا په خپله هټۍ کې پلوري.

هغه وايي، داسې کورنۍ هم شته چې تر لسو ښځینه غړي یې د ده له خوا په کار ګومارل شوي او د میاشتې تر ۲۰ زره افغانۍ عاید تر لاسه کوي.

د ده په خبره، د اروزګانۍ مېرمنو په لاس جوړې شوې خامکي غاړې، څادرونه او نور توکي په کور دننه او بهر تود بازار لري؛ د کابل او نورو ولایتونو تر څنګ امریکا، اسټرالیا، متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو ته د ډالیو په توګه وړل کېږي.

دغه اروزګانی هټۍوال وايي، په دغه کار کې ورسره هیڅ دولتي او شخصي ارګان مرسته نه ده کړې؛ بلکې دا یې خپل نوښت دی او په خپلو اړیکو یې په کور دننه او بهر مشتریان موندلي دي.

خو دی وايي، که همکاري ورسره وشي، چمتو دی چې د اروزګانیو مېرمنو په لاس جوړو شوو صنایعو ته جلا مرکز جوړ کړي او لا ډېرې مېرمنې په کار وګماري.

اغاشیرین وویل، ده ته تر ډېره په بهر کې مېشت افغانان د غاړو او څادرونو جوړولو فرمایشونه رالېږي.

دی وايي، دلته د یوې کندهارۍ غاړې جوړولو بیه له ۴ تر ۸ زره افغانیو ده؛ خو په بهر کې بیا تر ۲۰ زره افغانیو پلورل کېږي.

هغه خوشحاله دی چې په یوازې توګه یې ۶۵۰ کونډې، بې وزلې او بې سرپرسته مېرمنې په کار ګومارلې دي.

دی وايي، که توان یې ورسېږي نو ټولې هغه مېرمنې به- چې سوال کولو ته اړې شوې- له سوالګرۍ راوګرځوي او په کار به یې وګوماري.

په کار ګومارل شوې مېرمنې خوشحاله دي چې په خپلو کورونو کې د کار زمینه ورته برابره شوې او اولادونو ته نفقه پيدا کوي.

بي بي صبرګله چې کلونه کېږي په خپل کور کې د اغا شیرین له خوا ورکړل شوي ګنډونه جوړوي، پژواک اژانس ته وویل، په کور کې يې د دې تر څنګ ۴ نورې ښځې هم په کار ګومارل شوي چې هره میاشت د قناعت وړ عاید تر لاسه کوي.

نوموړې وايي، خوشحاله ده چې په خپل کور کې کار کوي او اولادونو ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوي.

دا زیاتوي، خاوند یې د مخکېني نظام افسر و او څو کاله مخکې د جګړې پر مهال ووژل شو.

د نوموړې په خبره، د دې په څېر ګڼې نورې کونډې شته چې د اغا شیرین له دکان څخه کالي او څادران وړي او په کور کې یې جوړوي.

دوی پر هغو مېرمنو- چې سوال کوي- غږ کوي چې همت وکړي او د سوال کولو پر ځای ورکړي.

که څه هم لاسي خامک د ډېر ظرافت له مخې تر ټولو سخت کار دی خو اروزګانۍ مېرمنو ځکه دغه کار ته اوږه ورکړې چې د ژوند چارې پرمخ یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شلو کلونو کې په وار وار ښځو پر حکومت غږ وکړ څو د دوی لاسي صنایعو ته مناسب بازار پیدا کړي؛ خو دا غوښتنه یې تر پایه عملي نه شوه.

Visits: 447

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.