د رسنيو د معلوماتو له مخې له بده مرغه په هېواد کې د نوي کرونا ويروس څلور مثبتې پېښې ثبت شوې او په دې سره زموږ بې وزله او په سلو ستونزو کې را ګير هېواد اوس د نوي کرونا له پېچلې او نا انډولې جګړې سره مخ شو خو روغتيا وزارت وايي له ياد ويروس سره د مبارزې لپار پوره چمتوالی لري.
دا چې د روغتيا وزارت دغه خبره څومره پر حقيقت ولاړه ده، په دې ليکنه کې په افغانستان کې له کوويد ۱۹ يا نوي کرونا ويروس سره د مبارزې او وقايې په اړه ددغه وزارت او په ټول کې د افغان دولت له خوا عملي اقداماتو، د طبي کارپوهانو له لارښوونو او په نورو هېوادونو کې له دې ويروس سره د مبارزې تدبيرونو سره پرتله شوي.
خو مخکې له مخکې د هېوادوالو د ډاډ لپاره د عفوني ناروغيو د متخصص خبره را نقلوم چې وايي د کوويد ۱۹ ويروس خطر په نړۍ کې د نورو ويروسونو په پرتله ډېر ټيټ دی او پر ياد ويروس ۸۰سلنه ککړ کسان له درملنې پرته ښه کېږي او پاتې شل سلنه کسانو کې ۱۷ تر ۱۸ سلنه يې د درملنې په نتيجه کې ښه شوي او ۲ تر ۳ سلنه کسان چې سابقه او دايمي ناروغۍ ولري، احتمال شته چې متاسفانه ددې ويروس له امله مړه شي، مطلب ددغه ويروس خطر ډېر په لوړه کچه نه دی.
ايا د روغتيا وزارت اوسني اقدامات کافي دي؟
که دې ته پام وکړو چې کوويد ۱۹ ويروس اوس له استثنا پرته د ټول بشر ضد بلا ده، نو ځکه يې د مخنيوي او وقايې لارې چارې هم په ټولو هېوادونو کې مشترکې دي، خو يوه خبره ده چې زموږ د هېواد د ښارونو صحي او روغتيايي سيستم او چاپېريال د نورې نړۍ له ښاري چاپېريال سره توپير لري، نو ځکه زموږ روغتيا وزارت بايد د وقايې په برخه کې د نورو هېوادونو په پرتله ډېر مسووليت ته متوجه شي.
په دې معنا چې يوازې پردې بسنه ونه کړي چې خلکو ته ووايي لاسونه مينځئ، له چاسره نږدې کېږئ مه نور خير او خيرت دی.
که زموږ ښارونو ته پام وکړو نو متاسفانه په هره کوڅه، سړک، وياليو، ميدانونو، پارکونو او هر ځای کې دلۍ دلۍ کثافات پراته دي، ککړ او اضافي پلاستيکونه، کاغذ او خځلې باد په اسانۍ سره له يوه ځای څخه بل ځای ته په مخه کوي، د هر کور د تشناب اوبه کوڅې ته راوځي او دا هغه څه دي چې ښايي د نړۍ په بل هېڅ هېواد کې ښارونه په دې اندازه نه وي ککړ، نو زموږ د عامې روغتيا وزارت بايد دې ټکي ته پام وکړي او که په لومړي قدم کې ښارونه له دې شيانو څخه پاک نه شي، له ويروس سره مبارزه نيمګړې ده.
د روغتيا وزارت بايد د عامو خلکو د پوهاوي تر څنګ، دولت هم خپل مسووليت ته متوجه کړي، له دولت څخه دې وغواړي چې ښارونه دې له هر ډول کثافاتو په ځانګړې توګه هغو ککړو شيانو څخه پاک کړي چې باد يې له يوه ځای څخه بل ځای ته انتقالولای شي.
ښايي د نړۍ په کچه افغانستان يوازينی هېواد وي چې خلک يې په ښار کې هر ځای چې زړه يې وغواړي متيازې کوي، په کوټه، کور، هوټل، رسټورانټ او ان روغتونونو کې نصوار او لاړې تف کوي.
که پر کوويد ۱۹ يا نوي کرونا ويروس اخته کسان پر لارو او کوڅو کې لاړې يا نصوار تف کړي، يا يې د پرنجي او ټوخي پرمهال د خولې او پوزې ذرات بهرکېږي او پر سړک، کوڅو او لارو کې پرتو خځلو او پلاستيکونو پرېوځي نو د طبي کار پوهانو په وينا دغه ويروس له ۹ تر ۱۴ ورځو پورې فعال پاتې کېږي او لمس کېدو په صورت کې نورو ته د انتقال ډېره زياته وړتيا لري.
د انتاني ناروغيو متخصص ډاکټر محمد نبي احمدي وايي، که څه هم د دغه ويروس په وجه د مړينې کچه د انفلونزا او نورو ويروسونو په نسبت ډېره ټيټه ده خو په نړيواله کچه يې په اړه ځکه دومره وېره او چمتوالی اعلان شوی او خلک يې اندېښمن کړي چې د دې ويروس يوه ځانګړتيا داده چې په چټکۍ او فوق العاده توانمنۍ سره نورو انسانانو ته انتقالېږي او د سرايت قدرت يې د انفلونزا او نورو هغو ويروسونو په نسبت ډېر لوړ او چټک دی چې د انسان د زکام، پوزې بهېدو او تنفسي سيستم د ککړتيا لامل ګرځي.
احمدي وايي چې دغه ويروس له ناروغو کسانو سره پر مستقيم تماس سربېره، د کور، کوڅو، بازار، موټر په محيط کې موجودو بېلا بېلو شيانو او اجسامو د ناروغ د تنفس پرمهال د ذراتو، پرنجي، ټوخي او لاړو تف کولو سره د ناروغ له بدن څخه ويروس خپرېږي او د ځينو علمي تحقيقاتو له مخې دغه ويروس پر يادو شيانو تر ۹ ورځو او ځينې پوهان وايي چې ان تر ۱۴ ورځو فعال او ژوندی پاتې کېدای شي او که ياد شيان روغو کسانو لمس کړل نو په ډېرې چټکۍ سره پر ويروس اخته کېږي.
د هېواد د عامې روغتيا وزير فیروزالدین فیروز د تېرې شنبې په ورځ په هرات کې د کرونا ويروس درې نورې مثبتې پېښې تاييد کړې، خو ډاډ يې څرګند کړ چې لا تر اوسه دغه ناروغي په افغانستان کې ټولنې ته نه ده دننه شوې او که خلک د عامه پوهاوي په برخه کې لازمه همکاري وکړي نو د اوس په څېر به یې پر کنټرول برلاسي وي.
د وزير دا خبره پرځای ده چې خلک بايد دعامه پوهاوي په برخه کې همکاري وکړي او د روغتيا وزارت سپارښتنې په جدي توګه په پام کې ونيسي، خو حقيقت دادی چې که همدا اوس خدای مه کړه د ناروغانو شمېر زرګونو ته ورسېږي، نو ايا عامې روغتيا وزارت يې د درملنې لپاره امکانات لري؟
معلومه خبره ده چې ځواب منفي دی، موږ بايد پر حقيقت سترګې پټې نه کړو، همدا اوس کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته د امبولانسونو کتارونه ولاړ وي، دا ځکه چې په هېواد کې د د درملنې امکانات کم دي او يا د درملو کيفيت خراب دی.
خدای دې وکړي چې زموږ د روغتيا وزارت د خدماتو کچه او امکانات همدومره وي لکه وزير يې چې وايي، خو تر اوسه له ايران څخه د راغلو يا راتلونکو افغانانو د قرنطين او له نوروکسانو سره د هغوی د تماس د مخنيوي پر ځای، يوازې پردې کار بسنه شوې چې په سرحد کې د هغوی تبه او د بدن تودوخه معاينه کړي او نور دغه کسان هر ځای چې زړه يې وغوړي تلاس شي، په داسې حال کې چې د طبي کارپوهانو په باور دغه کسان که تبه هم ونه لري بايد شکمن ناروغان وګڼل شي او تر ۱۴ روځو پورې هغوی له نورو کسانو سره له تماس څخه منع شي.
که دولت دوی ته په سرحدي سيمو کې د قرنطين لپاره ځای او امکانات نه لري، نو دې کسانو ته دې ځانګړي بسونه چمتو کړي او هر شکمن کس دې تر خپل کوره په همدې موټرو کې ورسول شي، دا چې افغانستان کې د کسانو د کنټرول لپاره د نورو هېوادونو په شان دقيق او منظم سيستم شتون نه لري، نو غوره ده چې د يادو کسانو ګوته دې په داسې رنګ ککړه کړي چې لږ تر لږه تر ۱۵ ورځو پاک نه شي تر څو نور خلک دغه کس وپېژني او ورسره له تماس نيولو څخه ډه ډه وکړي او له بلې خوا له روغتون يا قرنطين له ځای څخه د هغوی د احتمالي تېښتې چانس کم شي.
دولت دې دغه راز د هرات ښار واټونو او د ګڼې ګوڼې مرکزونو کې د نورو هېوادونو په شان د ويروس د احتمالي خپرېدو د مخنيوي په موخه عفونت ضد مواد و شيندي.
ډاکټر محمد نبي احمدي وايي، د علمي تحقيقاتو پر اساس د کوويد ۱۹ ويروس يوه ځانګړنه داده چې پر ويروس ککړ اتيا سلنه کسانو کې د ناروغۍ علامې يا نه څرګندېږي او يا ډېرې خفيفې علامې لري او ناروغ خپل په خپله رغېږي، خو همدا اتيا سلنه کسان روغو کسانو ته د ويروس منتقلين هم دي.
په نړيواله کچه د کوويد ۱۹ ويروس وقايه څه ده؟
د ناروغيو او افتونو د پيدا کېدو عوامل که هر څه وي، خو دې کې شک نشته چې زيانونه يې عام وي، دا سې چې ټول بشر په نښه کوي او رنګ، قوم او نژاد ورته توپير نه لري، د داسې بلاګانو پر وړاندې بشر هم په ګډه هڅه کوي، دوست او دښمن مطرح نه وي، هرچا چې واکسين يا درمل جوړ کړ، هغه عام کېږي او ټول بشر ګټه ترې پورته کوي، نو ځکه اوس د نړۍ له هر ګوټ څخه خلک دې ته په تمه دي چې څه وخت به د دې نوي رامنځ ته شوي ويروس ضد واکسين يا درمل جوړ شي.
کوويد ۱۹ ويروس له بشر سره خپله مبارزه شاوخوا درې مياشتې وړاندې د چين له ووهان ښار څخه پيل کړه، دا چې په دې هېواد کې پر ويروس د ککړو کسانو شمېر په چټکۍ سره زيات شو، طبي کار پوهان يې يو لامل دا ګڼي چې دغه افت نوی و او تر څو چې ډاکټران متوجه کېدل نو ويروس ډېر خپور شوی و.
چيني ډاکټرانو دغه ويروس بالاخره تشخيص کړ او د وقايې لارې چارې يې ورته وټاکلې، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ډاکټران او پوهان هڅې کوي چې واکسين او درمل يې هم جوړ کړي خو متاسفانه تر اوسه يې درمل يا واکسين نشته او د وقايې په اړه يې د چيني ډاکټرانو له خوا ټاکل شويو لارو چارو څخه کار اخيستل کېږي.
په نورو هېوادونو کې له ياد ويروس سره څه ډول مبارزه کېږي:
که په لنډو ټکيو کې يې بيان کړو، همدا اوس د چين ټول خلک له خپلو روزمره کارونو سره سره، داسې کنټرول دي چې هر وکړی چې له خپل کور څخه بهر ځي، نو په مترو، بازار، دفتر او بل هر ځای کې معاينه کېږي او بېرته کور ته د ننولو پرمهال بيا معاينه کېږي.
ټول عامه ځايونه او د ښار واټونه د عفونيت ضد موادو په وسيله پاکېږي.
هر څوک چې هر ځای اوسېږي، د هماغه ځای د اوسېدو لپاره يو کارت ورکول کېږي او د کارت نه لرلو په صورت کې داخلېدو اجازه نه لري، يعنې هېڅوک د بل چا کور يا سيمې ته د مېلمستيا يا بل کار لپاره نه شي تلای.
دا چې په چين کې ګڼ شمېر پوست رساني يا اکسپرس شرکتونه شتون لري او تقريبا ټول چينايان د اړتيا وړ ډېری شيان په انلاين ډول اخلي او د همدې اکسپرس شرکتونو له خوا رسول کېږي، دولت د دغو شيانو د پاکوالي د تضمين لپاره اقدام کړی او د تعقیم لپاره يې ځانګړي ځايونه ټاکل او ټول توکي مخکې له دې چې انتقال شي، لږ تر لږه د شپږو ساعتونو لپاره په داسې محيط کې اېښودل کېږي چې عفونت ضد مواد په کې شيندل شوي وي تر څو له دې شيانو سره ويروس انتقال نه شي.
هغه کسان چې قرنطين شوي، د رضا کارانو لخوا ورته له بازار څخه د اړتيا وړ شيان ور وړل کېږي، البته يوازې د شيانو وړل وړيا دي او د شيانو بيه خپله پرې کوي، يعنې شيان وړيا نه دي
په ښار کې لوڅ سر يا له سرپوښ پرته کثافت داني نه ليدل کېږي،ځکه د کثافاتو په وسيله د ويروس د خپرېدو مخه نيول شوې.
سربېره پردې، د کورونو، دفترونو او بازار کې د سوداګريزو مرکزونو په لفت يا اسانسورونو کې بټنې پر پلاستيک پوښل شوې ځکه ويل کېږي چې دغه ويروس پر شيشه او فلزي اجسامو نسبت پلاستيک ته د ډېر وخت لپاره پاتې کېږي، خلک په لفت يا اسانسور کې د بټنو وهلو لپاره له دستمال کاغذونو څخه استفاده کوي او کوښښ کوي چې لاسونه يې په مستقيم ډول له هغو شيانو سره لمس نه شي چې عام خلک ترې استفاده کوي، لکه دروازې دستګير، د لفت بڼې او داسې نور.
په ايران کې د کوويد ۱۹ ويروس سره څرنګه مبارزه کېږي؟
ايران هغه هېواد دی چې په ميليونونه افغان کډوال په کې مېشت دي او تر پاکستان وروسته دويم هېواد دی چې موږ ورسره ډېره اوږده ځمکنۍ ګډه پوله لرو، هره ورځ په زرګونو کسان تګ راتګ کوي، چې له شک پرته په ايران کې په دومره زياته اندازه د کوويد ۱۹ ساري ناروغۍ شتون زموږ هېواد او خلکو ته سل په سلو کې خطر دی، چې مخکې مو اشاره ورته وکړه.
د ايران روغتيايي او صحي سيستم تر موږ ډېر په لوړه کچه دی، داسې چې ښارونه يې زموږ د ښارونو په نسبت پاک، د خلکود اګاهۍ او سواد کچه لوړه او ښاري ژوند يې تر موږ پرمختللی دی، نو ځکه زموږ روغتيايي مسوولين بايد دې ته پام وکړي چې که دغه ويروس په ايران کې دومره په چټکۍ سره خپرېږي او د دومره خلکو ژوند اخلي، نو که زموږ هېواد ته راشي خدای مه کړه له امله به يې د رامنځ ته شوې مړينې کچه ډېره لوړه وي.
له افغانستان پرته ټولو ګاونډيو هېوادونو يې خپلې پولې ورسره تړلې، اروپايي هېوادونو ورسره هوايي تګ راتګ هم بند کړی.
دا د افغانستان لپاره هم د خطر يو زنګ دی چې همدا اوس ځينو ګاونډيو هېوادونو پولې راسره تړلې خو که خدای مه کړه ناروغي شدت پيدا کړي، د لوږې او خوراکو موادو له سخت کمښت سره به مخ شوو.
په ايران کې د مېشتو افغانانو په وينا، په ټول ايران په ځانګړې توګه تهران کې که څه هم په بازارونو کې د ويروس د مخنيوي او وقايې مواد کم دي خو بيا هم دولت هره شپه د اور وژنې موټرو او هم د افرادو په وسيله د ښار په ټولو برخو کې د عفونت ضد مواد شيندي، مترو، بس او نور عامه ټراسپورټي وسيلې تعقيموي، مترو، دفترونو او لويو سوداګريزو مرکزونو ته د ننوتلو پرمهال د خلکو معاينه کېږي.
دغه راز په ايټاليا، جاپان، سويلي کوريا او نورو ټولو هغو هېوادونو کې چې کوويد ۱۹ ويروس په کې خپور شوی له همدې لارو چارو کار اخيستل کېږي، ان ځينې ښارونه په بشپړ ډول قرنطين شوي.
له نېکه مرغه چې زموږ په هېواد کې تر اوسه خطر دومره لوړې کچې ته نه دی رسېدلی، خو بيا هم دولت بايد د احتمالي خطر د مخنيوي لپاره همدا اوس له ايران سره سرحد کې پرتو ولايتونو کې وضعيت ته پام وکړي، که اړتيا وي نو دغه ولايتونه دې قرنطين کړي او يا لږ تر لږه له ايران څخه د راغلو يا راتلوونکي مسافر دې حتما قرنطين کړي.
اوس به د مسافرو قرنطين په دومره لوړه بيه تمام نه شي لکه خدای مه کړه چې ناروغي ښارونو ته سرايت وکړي، د هېواد امکاناتو ته په کتو سره د يوې لويې غميزې رامنځ ته کېدو خطر موجود دی.
د ياد ويروس د وقايې په اړه لنډه يادونه:
ويروس تر ډېره د خولې، پوزې او سترګو له لارې او دغه راز که تر متيازو او استنجا وهلو مخکې مو لاسونه پاک نه وي هم د ويروس د انتقال امکان شته نو په لنډ ډول مو له ځان سره فکر وکړئ او په ممکنه طريقه ددې ځايونو ساتنه وکړئ، دا د وقايې لنډه طريقه ده.
ډاکتر محمد نبي احمدي په دې اړه وايي، دا چې کوويد ۱۹ ويروس نوی دی نو تر اوسه يې واکسين يا درمل نشته، تر ټولو مهمه لار يې وقايه ده نو هېڅ شی د لاسونو له مينځلو څخه مخکې مه خورئ، ژر ژر مو خپل لاسونه په ښه طريقه او په حوصلې سره په صابون و مينځئ او هره ورځ لږ تر لږه شل يا دېرش ځله دا کار وکړئ او هر ځل مو لږ تر لږه نيمه دقيقه پر منځلو مصرف کړئ.
د امکان تر حده کوښښ وکړئ چې بازار او ګڼې ګوڼې ځايونو ته لاړ نه شئ، خو بيا هم ژوند بايد وکړو نو په بازار، دفتر، مترو، بس، ټاکسي او بل هر ځای کې کوښښ وکړئ، چې شيان لمس نه کړئ، ځکه ښايي پر همدې شيانو د نورو کسانو د تنفس، پرنجي او ټوخي له لارې ويروس لوېدلی وي او که تاسو يې لمس کړئ او بيا خپل لاسونه په پوزه او سترګو کې ووهئ نو ويروس مو بدن ته داخلېږي.
که تاسو په خپل بدن کې د دې ويروس علامې پيدا کړئ نو له نورو کسانو څخه ځان جلا کړئ او د ټوخي يا پرنجني پرمهال مو خپله خوله او پوزه د دستمال، پټو، پګړۍ يا لنګوټې د شملې په وسيله پټه کړئ.
پر لارو، کوڅو او سړکونو لاړې مه تف کوئ، په دې ځايونو کې شيان مه خورئ.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.