Language

author avatar
30 May 2020 - 15:28
author avatar
30 May 2020 - 15:28

مخکې له دې چې په اقتصادي پرمختګ خبرې وکړو، باید وپوهېږو چې اقتصادي پرمختګ څه ته ویل کېږي؟ اقتصادي پرمختګ په یو معین وخت کې په یو هېواد یا ټولنه کې د ارامه ژوند کولو لپاره د تولیداتو او خدمتونو د کچې د لوړوالي په مانا دی. دا پرمختګ د یو هېواد د سیاسي او امنیتي حالت، په دې هیواد کې د طبيعي زیرمو او کاري قوې د شتون او سمندر ته د لارې درلودلو سره نېغ په نېغه اړیکې لري. همدارنګه د سیمې هېوادونه او له نورې نړۍ سره اړیکې هم د یو هېواد په پرمختګ اغېزې لري.

افغانستان چې د اسیا په لویه وچه کې پروت او د زیاتو طبيعي زیرمو او روانو اوبو لرونکی هېواد دی، اقتصاد یې بیا هم کمزوری او تر ‌‌‌‌‌‌ډېره بریده په بهرنیو مرستو تکیه لري. د 2001 زیږدیز کال راپدیخوا د هېواد اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ته په وار وار زمینه برابره شوه. په لویدیځه نړۍ کې د مالي بحران سره سره افغانستان کې د تیرو دوو لسیزو راپدېخوا د نظام په جوړښت، ټولنیز ژوند، تعلیم او اقتصادي پرمختګ کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شول. په 2009 زیږدیز کال کې نړۍ د مالي بحران سره لاس په ګریوان وه، خو د نړیوال بانک د راپور له مخې بیا د افغانستان د کورني ناخالص تولید پرمختګ 21.3 سلنه و؛ هیره دې نه وي چې دا پرمختګ په 2019 زیږدیز کال کې یوازې 2.9 سلنه و.

د تادیاتو په بیلانس کې د ستر کسر سره په خوا کې د افغانستان اقتصاد تر زیاتې کچې په نړیوالو مرستو تکیه دی. یواځې امریکا دا ادعا کوي چې په افغانستان کې د کال تر څلور بیلیونو ‌‌‌‌‌‌ډالر په نظامي برخه کې او تر پينځه سوه میلیونو ‌‌‌‌‌‌ډالرو په انکشافي او ټولنیزو برخو کې مصـرفوي. دا په داسې حال کې ده چې سږ کال امریکا د افغان سیاسونو ترمنځ د لانجو په دلیل له افغانستان سره د یو میلیارد ‌‌‌‌‌‌ډالرو مرسته لغوه کړه.

له دويم نړیوال جنګ وروسته امریکا د اروپا شپاړس(16) هېوادونو سره 13 بیلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالر چې ارزښت یې اوس تقریباً 105 بیلیونو ‌‌‌‌‌‌ډالرو سره برابر دي، مرسته وکړه. اوس اروپا د نړۍ ترټولو پرمختللې برخه بلل کېږي. له بل پلوه د 2001 زیږدیز کال راهیسي امریکا په افغانستان کې د 135 بیلیونو ‌‌‌‌‌‌ډالرو څخه د زیاتو مالي مرستو ادعا کوي.

په دې وروستیو کې د کرونا ویروس بحران یو ځل بیا د نړۍ اقتصاد وځاپه؛ خو په عین وخت کې د نړۍ مخ یو ځل بیا افغانستان ته راواوخت. بېلابېلو هېوادونو او معتبرو ادارو له افغانستان سره خپلې مرستې اعلان کړې. نړیوال بانک له افغانستان سره په لومړي سر کې د 100.4 میلیونو ‌‌‌‌‌‌ډالرو او بیا د 400 میلیونو ‌‌‌‌‌‌ډالرو مرستې اعلان کړې. د پیسو نړیوال صندق (IMF) بیا د 220 میلیونو ‌‌‌‌‌‌ډالرو د پور وعده وکړه. امریکا د 18 میلیونو ‌‌‌‌‌‌ډالرو مرسته اعلان کړه. اروپایي اتحادیې بیا سږ کال 5.3 میلیونه ایرو د نړیوال صحي سازمان له لارې افغانستان سره مرسته کړې. هندوستان هم په ټنونو ټنونو غله- دانه افغانستان راولېږله.

اوس له ډېرو خلکو سره دا پوښتنه راولاړېږي چې ولې د افغانستان اقتصاد د دومره طبيعي زیرمو او نړیوالو مرستو سره بیا هم لکه څرنګه چې لازم و؛ هغسې پرمختک ونه کړ؟ اوس مهال په افغانستان کې د بیکارۍ کچه خورا لوړه ده. تر 54 سلنې زیات افغانان د غربت د کرښې لاندې ژوند کوي. د کورني ناخالص تولید وده یې تل ټیټه او سږ کال حتا منفي اټکل شوې. د ترانسپورت سکتور یې پیچلی دی، له ټکنالوژۍ ‌‌‌‌‌‌ډیر لرې پاتې دی. د وارداتو په پرتله یې کورنی تولید په نشت حساب دی او اقتصاد یې تر ‌‌‌‌‌‌ډېره بریده عنعوي شکل لري. اوس هم په ځینو سیمو کې د جنس په جنس تبادله یا Barter System  کاروي. ښه بېلګه یې د ژرنده‌ ګړي، نجار او بزګر ترمنځ معامله ده. د پورتنۍ پوښتنې د ځواب لپاره لومړی باید د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پر وړاندې مهمې ستونزې په نښه او وڅېړل شي. په ټوله کې د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې تر ټولو لوی خنډونه په لاندې ډول دي:

لومړی: د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د امنیت نشتون او د سیاسیونو ترمنځ بې اتفاقي ده. جنګ او بد امني د یوې ټولنې د هرې بدبختۍ ستر لامل دی او دا ستر لامل له کلونو راهیسي د افغانستان میلمه دی. په بد امنۍ کې پانګوال په اسانۍ پانګه اچونې ته زړه نه ښه کوي؛ ځکه د دوی پانګه او شتمني خوندي نه ده. جنګ او بد امني نه یواځې دا چې د پانګوالو او سوداګرو پانګې او شتمنۍ ته ستر ګواښ دی، بلکې په افغانستان او نړۍ یو ستر مالي بوج هم دی. د پیسو د نړیوال صندق د یو راپور په اساس، افغانستان د کورني ناخاصل تولید 30 سلنه برابرې پیسې په امنیتي سکتور مصرفوي.

دويم: ښکاره خبره ده چې افغانستان د زیاتو طبيعي زیرمو او اوبو لرونکی هېواد دی. څیړنې ښيي چې د افغانستان د زیرمو ارزښت له درې ټریلیونو ‌‌‌‌‌‌ډالرو څخه هم زیات دی. له بل پلوه، د دنګو غرونو درلودلو سره دا هېواد له 130 څخه زیات کوچني او لوی سیندونه لري او تقریباً 75 میلیارد متره معکبه د اوبو کلنی جریان لري؛ خو له بده مرغه افغانستان د خپلو اوبو یواځې د 30 سلنې څخه په خپل هېواد کې ګټه پورته کوي. همدارنګه، افغانستان د خپل ستراتیژیک موقیعت او تاریخي قدامت په دلیل تل د نړۍ د سترو قوتونو د سیاسي لانجو په میدان بدل شوی. د دې سره په خوا کې د افغانستان پرمختګ د ځینو هېوادونو په صادراتو منفي اغیزې لري. هغه ځکه چې په افغانستان کې د نوموړو هېوادونو توکو او خدماتو ته تقاضا کمېږي. نو ویلی شو چې زیاتې طبيعي زیرمې، پراخه روانې اوبه، بهرنیو توکو ته د تقاضا کموالی او ستراتیژیک موقیعت په افغانستان کې د ګاونډیو او نورو هېوادونو د لاسوهنې عمده دلایل دي او د نورو هېوادونو لاسوهنه د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پر وړاندې له سترو خنډونو څخه دي.

درېیم: د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې بل خنډ جغرافیایي موقعیت دی. که څه هم افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت په دردلو سره د نړۍ په اقتصادي او سیاسي نظام کې تل اساسي رول لوبولی دی؛ په خاصه توګه د نولسمې پیړۍ ترمخه نوموړي هېواد د نړۍ په اقتصاد کې ستر ارزښت درلود. دلیل یې دا و چې نوموړې سیمې د نړۍ لر او بر سره نښلولې. د ورېښمو تاریخي لار یې ښه بېلګه ده. خو کله چې د نړۍ سیاسي او اقتصادي وضیعت بدلون وموند، د کرنې او صنعت سکتورونو پرمختګ وکړ، د ترانسپورت په برخه کې د اورګاډو، لویو بېړیو او هوایي دهلیزونو استعمال رامنځته شو، نو افغانستان په اقتصادي لحاظ خپل ارزښت یوه څه د لاسه ورکړ. له دې سره په خوا کې، افغانستان یو له هغو 49 هیوادونو څخه دی، چې په وچه کې ایسار دی. د ترانسپورټ لوړ مصارف، سمندري منابعو ته لاسرسی نه درلودل، په نورو هېوادونو تکیه کول او په نظامي لحاظ کمزورتیا هغه ستونزې دي چې په وچه کې را ایسار هېوادونه یې لري. همدا دلایل دی چې په نسبي ‌‌‌‌‌‌ډول هغه هېوادونه چې له سمندر سره نښتي دي، زیات پرمختللي دي.

څلورم: د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې بل خنډ فساد دی. د شفافیت نړیوالې ادارې له خوا د نړۍ د لږو فاسدو هیوادونو په تازه درجه بندۍ کې د افغانستان نوم په لسو زیاتو فساد کونکو هېوادونو کې راغلی. فساد د نورو فعالیتونو په شمول د هر اقتصادي فعالیت پر وړاندې یو خنډ دی. ښه بېلګه یې زموږ په هېواد کې په ګمرکونو د فساد شتون دی چې د سواګرۍ پر وړاندې ستونزې راولاړوي او سوداګر بیا د دغو ستونزو زور له عام ولس څخه اوباسي. کله چې په یو هیواد کې د فساد کچه لوړه وي، پانګوال او سوداګر دې ته زړه نه ښه کوي چې په نوموړي هېواد کې پانګونه وکړي؛ چې دا عمل بیا د خصوصي سکتور د کمزورتیا لامل ګرځي.

پنځم: جنګ، بد امنۍ، د بهرنیو هېوادونو لاسوهنې، فساد، غربت او بیکارۍ د افغانستان د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې بل ستر خنډ زیږولی؛ چې بې سوادي او د تعلیم د کچې ټیټوالی دی. د یونیسف ادارې راپور له مخې همدا اوس شا او خوا 3.7 افغان ماشومان په ښونځیو کې شامل نه دي؛ چې 60 سلنه یې انجوني دي. ټولو ته دا جوته ده، چې د اقتصاد علم په اړه د افغانانو پوهه محدوده ده. حتا په زیاتو سیمو ‌‌‌‌‌‌ډیر کارونه شرم ګڼل کیږي. د بیلګې په توګه: نایتوب، ندافي، د ژرندې چلول او ترکاڼي هغه کارونه دي چې اکثره افغانان یې شرم ګڼي؛ په داسې حال کې چې دا کارونه د یوې ټولنې لپاره خورا اړین دی. د تعلیم د کچې په ټیټوالي سره د افغانستان په ځینو سیمو کې اوس هم عنعنوي اقتصاد شتون لري. نو ویلای شو چې بې تعلیمي او د پوهې نشتوالی د افغانستان د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې یو له خنډونو څخه دی.

څه باید وشي ترڅو د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پر وړاندې دا ستر خنډونه لمنځه یوړل شي او ددې هیواد پرمختګ ته لار هواره شي؟ ‎څه باید وشي؟

لومړی: تر هر څه د مخه باید افغان حکومت او ټولې ښکیلې غاړې دې هېواد ته سوله راولي. د سیاسیون ترمنځ جوړجاړی تر بل هر وخت او ډېر اړین دی. د سولې په راتګ نه یواځې دا چې په افغان حکومت مالي بوج کمېږي، بلکې په دې هېواد کې پانګه اچونې ته لیوالتیا هم پیدا کیږي؛ هغه ځکهچې د دې هېواد اقتصاد اوس نوی نوی راغوړیږي. نږدې ډول توکو ته په کې تقاضا زیاته ده. همدارنګه ارزانه کاري قوه او د خامو موادو شتون پانګوالو ته دا زمینه برابروي چې ارزانه توکي تولید کړي.

دويم: فساد باید لمنځه ولاړ شي. افغان حکومت باید د فساد پر ضد اداره غښتلې کړي، ترڅو د فساد کچه راکمه او په اقتصادي راکړه ورکړه کې شفافیت رامنځ ته شي.

درېیم: د نړۍ او په خاصه توګه د سیمې د هیوادونو سره باید متعادله سیاسي تګلاره غوره شي. د بیلګې په توګه؛ د هند لپاره باید پاکستان، د پاکستان لپاره ایران او د ایران لپاره تاجکستان او یا کوم بل هېواد خفه نشي. لکه څرنګه چې یادونه وشوه چې افغانستان په وچه کې را ایسار او په نورو هېوادونو تکیه لري؛ نو متعادل سیاست کولی شي چې په دې هېواد هر فشار را کم کړي. په اوسني وخت کې افغانستان باید تر اخیري بریده کوښښ وکړي ترڅو د نړیوالې سوداګرۍ په برخه کې د ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې وساتي.

څلورم: د خصوصي سکتور تقویه کولو ته باید خاصه پاملرنه وشي. که چېرې موږ نورې نړۍ ته نظر واچو، نو دا به راته جوته شي چې په هر پرمختللي هېواد کې خصوصي سکتور خورا زیات غښتلی دی. په افغانستان کې د څو لسیزو جنګ څخه وروسته خصوصي سکتور یو ځل بیا را په ټوکیدو دی. له بده مرغه د کرونا ویروس دغه سکتور ته یو ستر خطر دی، ځکه د دې سکتور زیاتې برخې نوې دي او نشي کولای چې د کرونا ویروس د بحران څخه راولاړ شوی مالي بوج په خپلو اوږو یوسي؛ نو حکومت باید د دې سکتور تقویه کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د دې سره په خوا کې کورنیو تولیداتو ته په بازار موندنه کې باید هم هر راز همکاري وشي. یو غښتلی خصوصي سکتور به د دولت عواید لوړ کړي، د بیکارۍ کچه به کمه کړي او په ټوله کې به د افغانستان اقتصاد په پښو درولو کې مرسته وکړي. د دې سره په خوا کې باید ترانسپورت او ترانزیت برخې ته لازمه پاملرنه وشي. که افغانستان د بحر سره نېغ په نېغه نه دی نښتی، نو د وچې ترانسپورت یې هم ‌‌‌‌‌‌ډیر پیچلی دی. تر ننه پورې کابل لا د ریل د پټلۍ له لارې کوم بل هېواد سره نه دی نښتي.

پينځم: د افغانستان د ابادۍ لپاره باید منظم پلانونه او طرحې جوړې شي. موږ اوس هم د سردار محمد داود خان د یو کلن او پينځه کلن پلانونه پلي کوو. د غوره او بریالیو اقتصادي پالېسیو او پلانونو جوړولو لپاره باید د سیمې په کچه د اقتصاد پوهانو غونډه راوبلل شي او د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په کتو سره باید د دې هېواد پرمختګ لپاره یو کلن، دوه کلن او پينځه کلن پلانونه جوړ شي. بهتره به دا وي، چې د اقتصاد پوهانو او پلان جوړونکو دا کنفرانس دې هر کال راوبلل شي.

شپږم: لکه څرنګه چې مخکې یادونه وشوه، د افغانستان اقتصاد تر ‌‌‌‌‌‌ډېره بریده په بهرنیو مرستو تکیه لري او مرستې او پورونه بې له قید او شرط څخه نه وي. د قید شرطونو سره سره بیا هم باید نړیوالې مرستې په بنیادي پروژو کې ولګول شي؛ نه دا چې افغان حکومت دې د یو خیریه بنسټ په شکل دا مرستې مصرف کړي. خیریه بنسټونه له شتمنو څخه په شکل د اشکالو پیسې راټولوي او په هغې د غریبو کورنیو ورځنۍ ستونزې حل کوي چې د څو ورځو په تېرېدو همدا کورنۍ ور سره بیا لاس او ګریوان وي. همدې ته ورته عمل د ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ ویشلو دی؛ چې په دې وروستیو کې افغان حکومت ترسره کړ. دا جوته خبره ده چې په افغانستان کې تر 54 سلنې زیات وګړي د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي او خلک د ولږې مري؛ خو هغه تګلاره چې افغان حکومت د مرستو د لګښت لپاره غوره کړې، په اوږد وخت کې د افغانستان اقتصاد ته زیاته ګټه نه رسوي.

پورتنیو ستونزو او حل لارو ته پاملرنه د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پر وړاندې ستر خنډونه له منځه وړلای شي. که چیرته دغو ټکو ته پام وشي، نو لرې نده چې د افغانستان اقتصاد به ډېر ژر پخپلو پښو ودریږي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه