Language

د معاصر اقتصاد پلار اډم سمت ویلي وچې پيوستول يا نښلول (Connectivity)ګټنې او بهره‌ورۍ (Productivity) ته لاره پرانيزي. د هغه دا خبره په سیمه کې د افغانستان جیو- ستراتیژیک اهمیت ښه خلاصه کوي. په وچه کې ایسار افغانستان په وچه کې د ایسارې مرکزي اسیاله درې هیوادونو سره پوله لري. په ۱۹۹۲ م کال کې د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته د مرکزي اسیا هیوادونو له خپلو سرچينو په تیره بيا تېلو او ګازو نه په ښې ګټنې او استفادې نه دي بريالي شوي.  له خپلواکۍ وروسته هم د تېلو او ګازو د لېږد نل‌لیکې د روسیې په ولکه کې پاتې شوې چې په انحصاري ډول يې يوازې د خپلو سرچينو د لېږد لپاره کارولې. بل خوا افغانستان د جګړو او کړکېچ له کبله ونشواى کولای چې له نړيوالو بازارونو سره د مرکزي اسيا تړاو وساتي او دا د هغوی د لا منزوي کېدو لامل شو. خو له ۲۰۰۱ م کال راوروسته کله چې په افغانستان کې نوی نظام جوړ شو، ورېښمو د لرغونې لارې په وسيله د سيمې د بيا نښلېدو هڅې پیل شوې. دغې چارې افغانستان ته یو ځل بيا دا فرصت په لاس ورکړ چې د مرکزي اسیا، سوېلي اسيا، منځني ختیځ او چین د بازارونو په تړلو سره د سوداګرۍ او لېږدراليږد د يوه مرکز په توګه خپل رول بيا راژوندی کړي.

 د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان ترمنځ درې اړخیزه رېل ګاډي پټلۍ د ۲۰۱۳ زيږېدي کال په جون میاشت کې پرانېستل شوه. د پروژې عمومي موخه د اورګاډي داسې دهلیز رامنځته کول و چې د مرکزي اسيا هېوادونه له نړيوالو بازارونو سره د هند سمندرګي له لارې ونښلوي. د ۶۳۵ کیلومیتره ریل پټلۍ درې برخې لري چې اوله برخه یې د ترکمنستان ده کوم چې عطامراد او امام‌نظر نه آقینې ته رسیږي، دوهمه برخه یې د افغانستان له پینځو شمالي ولایتونو اقینې، اندخوی، شبرغان، مزار شریف، خلم او کندوز نقطو نه تیریږي او درېیمه برخه یې له کندوز څخه د تاجکستان پنج پایان او کولخوزاباد ته رسیږي چې ټول لګښت یې ۲ میلیارده ډالر دی. د ۲۰۱۶م کال د نومبر په ۲۸ مې نیټې ترکمنستان خپله بشپړه شوې برخه د یوې لويې غونډې په ترڅ کې پرانېستله چې په کې افغان ولسمشر محمداشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدف (GurbangulyBerdymukhamedov) ګډون کړی و.

یاده پروژه د درېواړو هیوادونو لپاره د اهمیت وړ ده. د افغانستان او تاجکستان اقتصاد کمزوری ترانسپورټي بنسټ، ورو اقتصادي وده او په وچه کې ایسار او منزوي وضیعت له کبله ډیرو ستونزو سره مخ ده. د افغانستان ترانسپورټي بنسټونه د څو لسیزو جګړو له کبله تقریبا له منځه تلى ده. اوس ډیره اړتیا ده چې دغه زیربنا بیا ورغول شي او همدا راز نوې زیربنا رمنځته شي. که وګورو نو افغانستان ترکمنستان او تاجکستان په ترتيب سره ۷۴۴ او ۱۲۰۶ کلومتره پوله لري. خو له دې دومره اوږدې پولې سره سره، د ترانسپوړټي زیربنا د نشتون له کبله دریواړو هیوادونو تر منځ د تجارت کچه ډیره ټیټه ده. د اور ګاډي پټلۍ غځیدل به په هیواد کې ترانسپورټي زیربنا پیاوړې کړي، د سوداګرۍ له پراختیا سره به مرسته وکړي او له نړيوالو بازارونو سره دمرکزي اسیا په نښلولو کې د پله رول لوبولو ته افغانستان چمتو کولای شي.    

بل خوا ته که وګورو تاجکستان له نړۍ سره د سوداګرۍ لپاره په ازبکستان تکیه کوي. خو د پولې او د اوبو د سرچينو پر سر شخړو له کبله د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې خرابې دي. کله چې دواړو هیوادونو تر مینځ اړیکې ترینګلې شي نو ازبکستان تاجکستان ته ستونزې جوړوي او د توکو ترانزیټ اخلالوي. د دې بندیزونو له کبله تاجکستان نه دی توانیدلی چې خپل مهم تولید یعني المونیم او مالوچ په ازاد او پراخ ډول صادر کړي. همدا راز د دې په خاطر چې د خپلو د اوبو له سرچينو نه په بشپړ توګه ګټه پورته کړي، تاجکستان روګون او سنګتوده د برق بندونه (Hydropower Plants) جوړول غواړي خو د ازبکستان له خوا رامنځته شوي بندیزونو له کبله نه دی توانیدلی چې ماشینونه ولېږدوي او دا بندونه بشپړ کړي. د اور ګاډي  پروژې تکمیل به تاجکستان لپاره د تجارت او ترانزیټ لپاره بدیله لار پیدا کړي او ازبکستان سره  ټرانزیټي شخړو نه به یې خلاص کړي.    

د تشویش وړ خبره دا ده چې تاجکستان ویلي چې هغه به خپله برخه پټلۍ نه جوړوي، په داسې حال کې افغانستان په شمالي ولایتونو کې د خراب امنیتي وضیعت له کبله نه دی توانیدلی چې خپلې برخې پټلۍ باندې کار پیل او بشپړ کړي. د تاجکستان له خوا د پروژې برخه نه بشپړولو خبره حیرانوونکې نه ده ځکه دا وضیعت د ځينو دلایلو پر بنسټ اټکل شوی و. اول خو دا چې په پروژې کې ګډون په اړه هوکړه د تاجکستان  ولسمشر امام علي رحمان (ٍEmomaliRahmon) د ټاکنيز کمپاین برخه وه چې موخه یې په انتخاباتو کې د خلکو ملا تړ ترلاسه کول وو. دوهمه دا چې د اورګاډي پټلۍ د تاجکستان د سویلي سیمې نه تیریږي کومه چې غرنيزه سيمه او هلته د ریل پټلۍ جوړول هم ننګوونکې او هم قیمته تمامیږي.

٫١خو سره له دې چې په پروژې کې د تاجکستان له خوا خپله برخه بشپړولو کې علاقه کمه ده، د پروژې ګټې او مناسبتوب پر خپل ځای دی. ترکمنستان په دې وروستیو کې خپلې ترانسپورټي زیربنا پیاوړې کولو او د غوره پيوستون (Increased Connectivity) له لارې سوداګرۍ پراختیا په برخه کې ډیر په فعاله ډول خپلې چارې ترسره کړې دي. د هیواد په غربي او شمالي سیمه کې د اورګاډي زیربنا لري کوم چې د خزر سمندرګي (Caspian Sea) له لارې سوداګري اسانوي. د درې اړخیزه اورګاډي پروژې په ترڅ کې د اورګاډي د پټلۍ اوسنۍ برخه بشپړیدل  د هیواد سویلي سیمه د هیواد نورو سیمو سره د اورګاډي له لارې وصل کړه او بل خوا ته یې نوو بازارونو ته د رسیدو لپاره بدیله لاره پیدا کړه.

همدا راز د ترکمنستان له خوا د خپلې برخې پټلۍ بشپړولو له کبله افغانستان د اورګاډي یوې نړیوالې شبکې سره وصل شو چې دا به لومړي قدم کې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري اسانه او پراخه کړي. په اوږد مهال کې که چیرې افغانستان په دې وتوانیږي چې خپله برخه پټلۍ بشپړه کړي نو دا به په هیواد کې د ترانسپورټي زیربنا پیاوړي کولو په برخه کې ډیر لوی پرمختګ وي چې ګټه به یې ټولې سیمې ته رسیږي. تر هر څه د مخې دا به نورو هیوادونو لکه ایران، قزاقستان، او چین  لپاره لاره هواره کړي چې په پروژې کې ګډون وکړي کوم به چې د سیمه‌يیز تجارت او پيوستون (Integration) په برخه کې د پراختیا لامل ګرځي. دوهم دا چې افغانستان د نړیوالو دهلیزونو په څلور لارې کې قرار لري او د داسې پروژو بشپړیدل به نورو دهلیزونو لپاره د ضمیموي (Supplementary) او یا هم بشپړوونکي (Complementary) رول ولري. د اسیايي پرمختیايي بانګ (Asian Development Bank) اټکل څرګندوي چې که د افغانستان او مرکزي اسیا د نښلولو لپاره ترانسپورټي زیربنا  کې اساسي ښه والی رامنځته شي نو ټولټال تجارت به ۱۲ میلیارده ډالرو ته ورسیږي، چې دا به شاوخوا ۸۰ سلنه زیاتوالی وي. د هغوئ یوه بله څیړنه څرګندوي چې د نوو لارو بشپړول به د افغانستان ګاونډیانو ترمنځ ټولټال تجارت ۱۶۰ سلنه زیات کړي او له کبله به یې د افغانستان له لارې ترانزیټ ۱۱۳ سلنه زیات شي.   

سترو اقتصادي ګټو ترڅنګ، په بیلا بیلو هیوادونو  د داسې لویو سیمه ييزو پروژو لوی اغیز له کبله د هغوي سیاسي اړخ  له پامه نه شي لرې کیدای. یاده پروژه د امریکا د وریښمو نوې لارې ستراتیژۍ (New Silk Road Strategy) سره په موافقې کې ده کوم چې په افغانستان باندې اقتصادي بشپړتیا (Economic Integration) او د ترانسپورټ مرکز په حیث تمرکز کوي او پام کې نیسي چې د مرکزي اسیا هیوادونو سره د سیمې اقتصادي پرمختیا لپاره لازمه زیربنا او پيوستون (Connectivity) پیاوړی کولو په برخه کې مرسته وشي ترڅو هغوى د اقتصادي اړخ نه په خپله د ودې وړ شي. بل خوا ته چین هم دا چمتوالی ښودلی چې په راتلونکي کې به له دغې پروژې سره یوځای شي. دا د مرکزي اسیا له لارې اروپايي بازارونو ته د رسیدلو لپاره د چین یو کمربند یو سړک (One Belt, One Road) ستراتیژۍ سره سمون خوري.  همدا راز سره له دې چې روسیه به یقینا په سیمه کې د امریکا حرکتونو ته د شک په سترګو ګوري، خو په سیمه کې د نوو دهلیزونو بشپړیدل او پرمختیا به د هغوی لپاره د تجارت او درنې پانګې اچونې نوي امکانات رامنځته کولو فرصت ورکړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه