Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټاپي پروژه د چاپېریال ساتنې او کرنیز سکټور د ودې او پراختیا لپاره لوی فرصت

ټاپي هغه حیاتي او مهمه پروژه ده چې پر پلي کېدو به یې افغانستان نه یوازې په اقتصادي برخه کې؛ بلکې د چاپېریال ساتنې، کرنې، مالدراۍ امنیتي او نورو برخو کې هم مهمې لاسته راوړنې ولري.

ټاپي پروژه له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له طریقه هر کال کابو ۳۳ میلیون متر مکعب ګاز هند ته انتقالوي، د ټاپي ګازو پایپ‎لاین به ۱۸۰۰کیلومتره واټن ولري چې ۱۴۷کیلومتره به د ترکمنستان په خاوره کې او ۷۳۵ کیلومتره به یې افغانستان کې چې له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو تېریږي او ترڅنګ یې ۸۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي له پاکستان څخه لیږدول کېږي.

افغانستان به د دې پروژې له درکه هر کال ۵۰۰میلیون ډالر د ترانزیټ او کله چې د ټاپي پروژه بشپړه شوه، نو تر لسو کلونو۵۰۰ میلیون متر مکعب ګاز او تر شلو کلونو پورې به یو میلیارد متر مکعب ګاز ترلاسه کوي.

د چاپېریال ساتنې برخه کې د ټاپي پروژې ارزښت:

د ټاپي پروژې اقتصادي ارزښت روښانه او په دې اړه حکومتي مسؤولینو او اقتصاد پوهانو هېوادوالو ته کافي معلومات وړاندې کړي په دې خاطر زه نه غواړم په دې لیکنې کې پرې تکراري څه ولیکم.

پوښتنه داده چې ایا د ټاپي پروژې بشپړېدل او تطبیق به د چاپېریال ساتنې برخه کې هم افغانستان ته ګتې ولري؟ او څنګه کولای شو له دې پروژې د چاپېریال ساتنې، کرنې او مالدارۍ سکټور چې د افغانستان د اقتصاد یوه لویه او د پام وړ برخه جوړوي تقویه او غني کړو؟

د یادو پوښتنو په ځواب کې لیکلای شم چې له شک پرته ټاپي پروژه د نورو برخو په څېر د چاپېریال ساتنې او زراعتي سکټور د تقویې برخه کې هم د پام وړ ارزښت لري؛ ځکه چې د دې پروژې تر بشپړېدو وروسته به افغانستان کې د ګازو بیه د پام وړ ښکته شي، په دې سره به هېوادوال د تودوخې د تولید لپاره د لرګیو (افغانستان د ځنګلونو د قطعه کېدو) پر ځای له ګازو استفاده پیل کړي او د لرګو د سوځولو ځای به ګازو ونیسي.

د معلوماتو له مخې له ۱۹۷۸ څخه تر ۲۰۰۲ میلادي کال پورې د افغانستان د طبیعي ځنګلونو نیمايي برخه خلکو قطعه کړي، د ځنګلونو د قطعه کېدو یو مهم عامل د ژمي یا یخنۍ پر مهال د کورونو د ګرمولو، پخلي او نورو مواردو لپاره د هېوادوالو لخوا د لرګیو سوځول دي.

کله چې د یادې پروژې تر بشپړېدو وروسته افغانستان کې د ګازو بیه ټیټه شي خلک به په ډېره لېوالتیا د لرګیو د مصرف پر ځای د ګازو سوځولو ته مخه کړي او ګاز به د لرګیو بدیل وګرځي، همدغه د ځنګلونو د قطعه کېدو مخنیوی او د ځنګلي سیمو پراختیا د چاپېریال ساتنې برخه کې ډېره لویه لاسته راوړنه ده.

دغه راز د ګازو د بیې په ټیټېدو سره د هوا د الودګۍ برخه کې د ډېرو مضرو فوسیلي توکو (ډبرو سکرو او تېلو) د مصرف مخه نیول کېږي او هېودوال به د ډبرو سکرو او تېلو د سوځولو پر ځای د ګازو مصرف ته مخه کړي، په دې برخه به د هوا د ډېرې ککړتیا مخه ونیول شي.

په دې سربېره که حکومتي مسؤولین د ټاپي پروژې کلنۍ عاید چې شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالر ښودل شوی هېواد کې د روانو اوبو د منابعو د مدیریت (بندونو د جوړولو) او پر لویو بندونو د برېښنا د تولید د توربینونو پر جوړولو مصرف کړي، ګټه به یې دا وي چې له یوې خوا به خپلې روانې اوبه چې د ځینو شمېرو له مخې ــ روانې اوبه د افغانستان د اوبو د منابعو ۷۵ سلنه جوړوي ــ مهار او په دې ډول به د هېواد شاړې ځمکې په کرنیو ځمکو بدلې او خپل کرنیز تولیدات او صادرات به د پام وړ لوړ کړای شو.

د کرونیزو تولیداتو لوړوالی به په مستقیم ډول د هېواد ۸۵ سلنه وګړو ــ چې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي ــ د ژوند سطحه لوړه کړي؛ بلکې د هېواد پر اقتصادي وده به هم د پام وړ اغېز وکړي.

بلخوا که د ټاپي کلنۍ بودجه د برېښنا پر تولید مصرف شي او هېواد زیاته برخه برېښنا موږ خپله تولیدو کړو نو د برېښنا د تولید برخه کې په ډېره اسانۍ د ګاونډیو هېوادونو د برېښنا د مجبوریت هم خلاصېږو ان شاءالله.

په دې سره به ثابته شي چې افغانستان له هره اړخه پر ځان تکیه او یو پر ځای بسیا هېواد دی، داسې هېواد چې نه به یې وګړي بهرنیو هېوادونو ته د کار په موخه سفر ته مجبور وي، نه به لوږه وي، نه به ناامني وي او زرګونه سیلانیان به د دغه جنت وطن لیدو ته راځي.

Views: 13

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.