ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسلام د عدل او انصاف دین دی او د هر ډول تبعیض ضد دی، خو داسې څرګندېږي چې دا دیني اصل له پامه غورځول شوی دی، په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو د زده کړو پر وړاندې د خنډونو جوړولو په برخه کې چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له زمانې راهیسې تر ننه پورې یې سابقه نه در لوده، د بي عدالتي او تبعیض ښکاره بیلګه ګڼل کېږي. دا ښکاره او روښانه خبره ده چې زده کړه په مسلمان نر او ښځه باندې فرض ده، لکه څرنګه چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي: «طلب العلم فریضة علی کل مسلم»، زده کړه د ځمکې پر سر د انساني رسالت یو له سترو اهدافو څخه ګڼل کېږي، زده کړه د بشر له اساسي او لومړنیو حقونو څخه ګڼل کېږي، چې پرته له هغه د خپل ځان، خالق او د هغه د مخلوق پېژندنه ورته ممکنه نده، زده کړه په حقیقت کې د ټولو دیني او دنیوي حقوقو او واجباتو بنسټ او تهداب جوړوي، علم له زده کړې او ښوونې پرته نه شي تر لاسه کېدای، له دې کبله انسان د هغه په زده کړه باندې مکلف دی. دا په داسې حال کې چې ستاسو ادارې د بېلابېلو مذهبي، کلتوري او تخنیکي بهانو له مخې د افغان ښځو لپاره د زده کړو ساحې ورځ تر بلې محدودې کړې دي، لکه څرنګه مو چې له شپږم ټولګي څخه لوړ د ښوونځيو له تړلو وروسته اوس په نوي اقدام کې د افغان مېرمنو پر مخ د پوهنتونونو او لوړو زده کړو د موسسو دروازې هم و تړلې او افغان ملت په ځانګړي ډول ښځوته چې د ټولنې نیم بدن جوړوي د قبول وړ دلیل نه دي وړاندې کړي، چې د هغو د قناعت وړ وګرځی او راتلونکي ناوړه پایلې جبران کړاي شي.

په دیني لحاظ د خدای جل جلاله لومړۍ وینا خپل مخلوق ته په زده کړه باندې امر کول دي، لکه څرنګه چې فرمایی: «اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ».(العلق:۳) ژباړه: “ولوله په داسې حال كې چې ستا رب تر ټولو لوى كریم دى، هغه ذات دی چې په قلم سره يې ښوونه كړې ده.” د عالمانو او پوهانو د پرتلې په اړه له هغه چاسره چې علم نلري داسې فرمایې: «قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لا يَعْلَمُونَ…».(الزمر:۹) ژباړه: ” ووایه: ایا سره برابرېدلى شي هغه كسان چې پوهېږي او هغه كسان چې نه پوهېږي؟ په داسې حال کې چې هیڅکله هم برابر ندي”، ځکه عالمان او پوهان د علم او معرفت په رڼاکې د دنیا او اخرت خوښي تر لاسه کولای شي او هغه کسان چې نه پوهېږي څرنګه د جهالت په تیاروکې په دې دنیا او له مرګه وروسته د خوښي لاره وموندي. د سورة فاطر په ۲۸ آيت کي د الله تعالی څخه وېره پوهانو ته سپارل شوي ده او وايي: «إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ». ژباړه: “یوازې عالمان او پوه بندګان له الله جل جلاله څخه ویریږي.” د سورت عنکبوت په ٤٣ آيت کي الله جل جلاله د خلکو له جملې څخه علماء د عقل، پوهی او علم په صفتونو تعريفوي، لکه څرنګه چي فرمايي: «وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ». ژباړه: “او دا هغه مثالونه دي چې موږ یې د خلکو لپاره بیانوو او په دې نه پوهېږي مګر پوهان.” او همدارنګه مشهور حدیث د هغو اعمالو په اړه وضاحت کوي چې له مرګ وروسته انسان ته ګټه رسوي چې یو له هغو څخه د علم زده کړه ده، لکه څرنګه چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي: «إِذَا مَاتَ الإنْسَانُ انْقَطَعَ عنْه عَمَلُهُ إِلَّا مِن ثَلَاثَةٍ: صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو له». (صحیح مسلم: شماره حدیث ۱۹۱) ژباړه: ” کله چې انسان مري اعمال یې قطع کېږي مګر دري شیان: صدقه جاریه، هغه علم چې نوروته یې ګټه ورسېږي او صالح اولاد چې د مور او پلار لپاره د دعا لامل وګرځي.”ټول شرعي نصوص چې د علم او پوهانو، ښوونې او روزنې په رابطه یاد شول بې له شکه نارينه او ښځينه دواړوته شاملېږي، هيڅ دليل نشته چې ښځې دې له دې څخه مستثنی وي، تر اوسه چا دا ادعا هم نه ده کړې چې دا شرعي نصوص یوازې تر نارینه ووپورې ځانګړي شوي دي. له بلې خوا د نبوت، صحابه کرامو او تابعینو زمانې یاد نصوص په عملي ډول تفسیر او تشریح کړي دي، چې د بحث لپاره هیڅ ځای نه پاتېږېږي، د حضرت عایشې رضی الله عنها علمي شخصیت چې له ۲۰۰۰ څخه زیات احادیث یې روایت کړي دي او په مختلفو فقهي مسايلو کې یې فتواګاني صادرې کړي دي زموږ د ادعا لوی ثبوت دی. د شرعي نصوصو له څېړنې، د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم، صحابه کرامو او تابعینو له عملي کړنو، د سترو اسلامي مذهبونو د مشرانو، پوهانو او علماؤ له نظرونو څخه دا ثابته شوه چې ښځه د سړي په شان د یو مکلف انسان په توګه حقونه او مکلفیتونه لري، د انساني رسالت د سترې دندې پرمخ بیوولو په خاطر زده کړې ته اړتیا لري او زده کول یې مکلفیت دي.

کله ستاسو له خوا د دودونو او رواجونو مسأله له تعلیم څخه د ښځو د بې برخې کیدو دلیل بلل کیږي، که د دودونو او رواجونو څخه مو هدف د ځینو محدودو خلکو فکر او مخالف دریځ وي چې له دین څخه ناخبره دي، له علم او پوهې څخه په وروسته پاتې سیمو کې میشت دي، په داسې حال کې چې له ټولو ذکر شویو ایاتونو او احادیثو سره په ښکاره مخالفت کې دي، نو دا ستاسو مکلفیت دی چې په شرعي موقف سره دا ناروا دودونه او رواجونه اصلاح کړئ، اما د افغانستان ملت د تاریخ په اوږدوکې د ښځو د زده کړې پلوي کړې ده او کوی یې، ښځو د تاریخ په اوږدوکې د زده کړې او ښوونې په برخه کې فعاله ونډه لرله چې نشو کولای د مېرمن زینب، نازو انا، زرغونه انا، لوی ادی، غازی ادی، میرمن عینو، گوهر شاد بیگم،‌ سلطان رضیه، رابعه بلخی، زرغونه، عایشه درانی او داسې نورو ونډه یوازې په شعر، ادبیاتو او لیکوالی کې نه، بلکې په سیاست او د ټولنې په رهبري کې له یاده و باسو. له بلې خوا د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت د ډیټابیس له مخې، د هېواد په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د میلیونونو نارینه او ښځینه محصلینو د نومونو شتون د افغانستان د خلکو د پرېکړې څرګندويي کوي. د یادونې وړ ده چې په افغاني دودونو او رواجونو کې ښځو ته ځانګړى درناوى شوی دی، ان تر دې چې د ښځو د پلو په غوړلو سره په قومونو کې د غچ اخستنې او وينې تويېدنې مخه نيول شوې، اما تاسو هغوی په وهلو او ډبولو سره زنداني او بی عزته کوئ چې د ټولو اخلاقي او شرعي کړنو خلاف عمل ده او زموږ په دودونو او رواجونو کې ځای نلري؟ نو ویلای شو چې د افغانانو عامه غوښتنه داده چې ماشومان یې له شرعي معیارونو سره سم له زده کړو بې برخې پاتې نه شي. دوی ته د رڼا لار خلاصه شي او د جهالت له تیارو څخه دې وژغورل شي، ځکه زموږ ټولې اوسنۍ ستونزې له بې سوادۍ څخه سرچینه اخلي. خوكه ستاسو درې وهل دوام پیدا کړي نو وېره دا ده چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د هماغو خبرو مصداق وګرځۍ چې فرمايي د دوزخ له اهله يوه ډله شته چې په لاسونوکې د غواګانو د لکۍ په څېر دري لري او په بل روایت کې راغلي چې خلک به پرې وهي او ډبوي یې، (صحيح مسلم، حدیث: 2875).

ستاسو د ادارې بل دليل تخنيکي ستونزې یادې شوي چې د نجونو د زده کړه او تحصیل یې تر امر ثانی پورې ځنډولی، چې هیڅکله یې د افغانستان د خلکو قناعت نه دی حاصل کړي، لومړی داچې په افغانستان کې د ښځو تعلیم په ځانګړي ډول تر دولسم ټولګۍ پوري له پخوا راهیسې په غیر مختلط شکل دوام در لود چې هیڅ راز شرعي او عرفي ستونزې یې نه در لودې او نه یې لري، دویم دا چې عالی او نیمه عالي تحصیلات هم په دې وروستیوکې ستاسو په خوښه په بېلابېلو صنفونوکې تنظیم شوي دي، د امنیت او مصؤنیت موضوع چې کورنیو ته هم یوه جدي ستونزه بلل کېده، ستاسو په حاکمیت کې نه باید د تشویش وړ وي، ځکه تاسو مدعی یاست چې پوره امنیت مو راوړي. که بشپړ امنیت وي او د خلکو لپاره له خدای پرته د بل هیڅ شی ویره نه وي، نو ښځې باید د ژوند په ټولو چارو او په ځانګړې توګه د زده کړې لپاره بهر ووځي او د محرم د نه شتون په اړه باید حتی له لرې واټن څخه هم اندیښنه ونلري. لکه څرنګه چې د عدي بن حاتم مشهور حدیث په ۳۵۹۵ شمېرې سره د امنیت او مصؤنیت په اړه کاملا څرګند ده، څرنګه چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ښځه به له حیرې نه مکې ته سفر کوي چې له الله جل جلاله پرته به له هیچا نه وېرېږي. عدي وويل: يوه ښځه مې وليده چې له حیرې نه کعبې ته د طواف لپاره راغله او له الله جل جلاله پرته له هيچا نه وېرېده. د امام احمد په روايت کې راغلي دي چې له هغه سره محرم هم نه و، په داسې حال کې چې حیره له مکې څخه څه د پاسه ۱۰۰۰ کيلومتره واټن لري. نو که د امنیت ستونزه هم نوي، نور په ښځو پورې ځانګړي څه تخنیکي ستونزې شتون لري چې تر اوسه د حل لاره ورته نه ده پیدا شوي!؟ که چېري په رښتیا کومه داسې تخنیکي ستونزه شتون ولري چې تر اوسه نه ده حل شوي او د کار لاندې وي، نو ښه به داوي چې د افغانستان له خلکو سره شریکه شي.

په دې غیر مشروع او غیر اسلامي دریځ مو نه یوازې داچې د ښځو او نجونو په راتلونکي لویه ضربه وارده کړې بلکې د سړیو روزنکي مو هم د جهالت په تیاره قفس کې بندي کړي دي، مشهوره وینا ده چې ښځې د ټولنې نیم بدن ده او نیم نور روزي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان د اقتصادي ودی وروسته پاتې کېدو لامل هم ګرځي، ځکه چې ښځې د اسلام له لومړیو څخه تر ننه پورې د مال او دارایې څښتنانې وي او دا د دې لامل کېده چې هغوی د حج او زکات فریضه اداء کړي او له خپل مال څخه نفقه او خیرات ور کړي آن تر دې چې خدای جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوې مالداره ښځې په واسطه شتمن کړ(سوره الضحی). نو تاسو د ښځو او نجونو د زده کړې په بندولو سره نه یوازې دا چې ټولنه د جهالت په تورو تیارو کې اچولې ده، بلکې د فقر او بدبختۍ لور ته مو هم سوق کړې ده.

پوه شئ! له (شرعي، عنعنوي او تخنيکي) کوم ځانکړي دليل څخه پرته چې تاسو یې مدعی یاست له تعلیم او تحصیل څخه د ښځو بې برخې کول خطرناکې پايلې به ولري، چې تاريخي مسووليت به يې ستاسو پر غاړه وي. ځکه چې له تعلیم څخه د ښځو محرومیت د دې سبب کیږي چې د دې هیواد راتلونکي نسلونه د خپلو اولادونو له لومړني ښوونځي څخه یعنې با سواده مور، فقیه، داکتر او ښوونکي، کارمندان او متخصصین بی برخې شي، او تردې بده دا چې د ټولنې لوی اکثریت به د دین او دنیا له علم څخه بې برخې وي. ځکه علم دی چې انسان له تیارو څخه ژغوری او انسان ته یې په دنیا او آخرت کې د هوسا او سوکاله ژوند کولو روښانه لار پرانیستې ده. داهم پوه شئ چې پیاوړي لاس له ضعیف څخه غوره ده، او څوک چې په دې دنیا کې ړوند (بی علمه) وي په اخرت کې به هم ړوند وي، نو د شرعي، عرفي او وظیفوي مسؤلیت په احساس سره له خپلو میندو او لوڼو سره له انصاف او عدالت څخه کار واخلئ، ښځې د خپلو سیاسي اهدافو لپاره مه قرباني کوي او هرڅه عاجل د ټولو علمي مرکزونو دروازې د انجونو پر وړاندې پرانېزي ترڅو مو خپل دیني او دنیوي مسؤلیت سره ته رسولي وي. خبردار ووسئ! چې د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د دې هېواد د نجونو او ښځو د دیني او دنیوي زده کړو د مخنيوي جرم حمل نه کړی ترڅو په دنیا او آخرت کې مؤاخذه نشي.

په درناوي

د افغان ښځو له لوري

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

 

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.