ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او په اړه یې د اقبال لاهوري لیدلوری
افغانستان او په اړه یې د اقبال لاهوري لیدلوری

لیکوال او راټولوونکی : م‌.س احمدزی

هزار مرتبه کابل نکوتر ز دهلی است — که آن عجوزه عروس هزار داماد است

دا لیکنه چې تر ډېره یوې راټولوونې ته پاتې کېږي، نږدې شپږ کاله مخکې مې د علامه محمداقبال په اړه کړې وه، له دې لیکنې مې هدف دا و چې د اقبال په اړه دغه ناسم تصور چې هغه د یوه ګاونډي هېواد شاعر، لیکونکی، مفکر او حکیم دی، سم کړای شي او لوستونکي پر دې پوه شي چې هغه تر دې ډېر ستر انسان و چې یوازې د یوه هېواد په جغرافیه کې خپل شخصیت، لیدلوری او سیاسي فکر خلاصه کړي.

دلته ضروري ګڼم چې یادونه وکړم، نوموړی د ۱۸۷۷ زېږدیز کال د نومبر میاشتې پر نهمه نېټه د بریتانوي هند په سیالکوټ ښار کې د نورمحمد په کور کې وزېږیده او د ۱۹۳۸ کال د اپرېل میاشتې په ۲۱مه د بریتانوي هند په لاهور ښار کې وفات شو نو لومړۍ خبره چې باید پرې پوه شو دا ده چې نوموړي ټول ژوند د اوسني ګاونډي هېواد له جوړېدو مخکې بشپړ کړی او د بریتانوي هند د زبرځواکۍ پر مهال یې ژوند کړی دی.

اقبال له فکري او عقیدوي پلوه د کوم خاص هېواد اوسېدونکی نه و او نه یې هم فکر او خیال دومره کوچنی و چې په کومه مشخصه جغرافیوي سیمه کې ځان محصور کړي؛ هغه ستر انسان و او ستر انساني فکر یې درلود. اقبال د تاریخ جبر په بر صغیر کې وزېږاوه او د تاریخ جبر په لاهور ښار کې په ګور کړ؛ هغه لاهور چې استاد خلیلي یې د فراز، کامیابۍ او توطن په نوم داسې یادوي:

ز غزنی بود تا لاهور از لاهور تا دهلی

علم‌های سپاه من چو شاهین در پر افشانی

دا خاوره او ښار د غزنویانو د خلافت په دایره کې د غزنه او ډیلي ترمنځ د غزنوي تر حاکمیت او یوغ لاندې یوه سیمه او ښار و.

د هېواد د ډېرو خلکو له خوا پاکستان سره تربګني کول او د دښمن په سترګه ورته کتل په دې معنا نه دي چې موږ له اقبال سره د پاکستان له امله دښمني وکړو او یا هم ورته د دښمن په سترګه وګورو؛ د دغه تصور اساسي او عمده دلیل دا دی چې ډېری افغانان چې هلته اوسېدلي دا یې لیدلي چې د هغوی د تعلیمي نصاب په کتابونو کې د اقبال انځور د علي جناح سره یو ځای چاپ شوی او د مصور پاکستان نوم یې ورته لیکلی چې هیڅ کره تاریخي سند نه لري او یا یې هم د هغه اشعار د پاکستاني ټلوېزیون پر پرده لیدلي او دا تصور یې غښتلی شوی چې اقبال د پاکستان دی، په داسې حال کې چې هغه د وخت جبر او د وخت د استعماري انګلیستان پلانونو او جغرافیوي وېش له مخې د بر صغیر په سیمه کې ژوند وکړ، نور که یو څوک د نوموړي اشعار وګوري، نو ورته به جوته شي چې هغه له دې ډېر ستر او وسیع فکر درلود چې یوازې یوې جغرافیې پورې اړه ولري.

د دې ښه مثال به دا وي چې موږ د عربو شیخانو عیاشۍ نه باید پر حرمینو د نیوکې او پر دیني شعایرو دلیل ونیسو؛ ځکه د عرب شیخانو د ژوند طرز او طریقه د هغوی شخصي اعمال دي او له دیني ارزښتونو سره کوم تړاو نه لري، همداسې له پاکستان سره دښمني د دې باعث نه شي کېدای چې موږ ستر تاریخي واقعیتونو ته د نفي په سترګه وګورو، کنه خوشحال خټک، حمید ماشوخېل، خان عبدالغفار خان، رحمان بابا او داسې ډېر نور هم په کوزه پښتونخوا کې زېږدلي، ستر شوي او هم هلته وفات شوي دي. نو ایا دا په دې معنا ده چې موږ هغوی له خپلو ټبرونو، خېلونو، پرګنو او ورسره د معنوي او ارزښتي اړیکو له لیکو وباسو؟‎

دغه راز، له هند سره د سیاسي اړیکو شتون، نه شتون، دوستي یا دښمني د ستر احمدشاه بابا او ستر محمود غزنوي له کړنو، نیکیو، جنګونو او نورو ارزښتي اقداماتو نه څه کمولای شي او نه هم د دې لامل کېدای شي چې موږ له تاریخي واقعیتونو سترګې پټې کړو او یا یې تغییر کړو.

اقبال د افغان خاورې او ملت په جیوپولیټیک او جیوستراتیژیک ارزښت له ډېرو سیاسونو څخه ډېر پوه او خبیر انسان و او پر دې پوهيده چې دا ملت او خاوره نه یوازې د سیمې د ټیکاو، مشرتابه او زعامت وړتیا لري، بلکې دلته د ټیکاو او ثبات نه شتون د ټولې سیمې لپاره خورا ستر خطر او تاوان دی، دغه شعر ته یې ستاسو توجه را اړول غواړم چې وایي:

آسیا یک پیکر آب و گل است

ملت افغان در آن پیکر دل است

از فساد او فساد آسیا

در گشاد او گشاد آسیا

اقبال د افغان ملت او د افغان قوم د سیاسي مشرتابه ډېر لېوال او علاقمند و او دا باور یې درلود چې د عثماني ترکیې له زوال وروسته دا سیادت او رهبري افغان پاچا شاه امان‌الله خان ترسره کولای شي چې د همدې لیکنې په یوه برخه کې به د نومړي هغه اشعار چې د امان‌الله خان او نادرخان په اړه یې لیکلي، له تاسو سره شریک کړم.

هغه له دې مخکې ځي او د افغان ستر امپراتور احمدشاه بابا پر مزار دغه مرثیه وایي چې:

بر مزار حضرت احمدشاه بابا علیه الرحمه

موسس ملت افغانیه:

تربت آن خسرو روشن ضمیر – از ضمیر ملتی صورت پذیر

گنبد او را حرم داند سپهر – با فروغ از طوف او سیمای مهر

مثل فاتح آن امیر صف شکن – سکه ای زد هم به اقلیم سخن

یا د شعر دغه برخه چې وایي:

از دل و دستِ گهرریزی که داشت

سلطنت‌ها برد و بی‌پروا گذاشت

نکته‌سنج و عارف و شمشیرزن

روح پاکش با من آمد در سخن

اقبال د پان اسلامیزم سترې مفکورې لاروی و او انسانیت ته خدمت کول یې د ژوند ستر ارمان و، د مسلمان ملت او د خپلو اسلافو د برم او شوکت بیا راژوندي کولو مخکښ او د دې داعیې ارمانجن انسان و. خو د توکمیزو او سیمه‌ییزو افکارو متعصبین او په فکري امراضو مبتلا ځیني کسان اقبال یوازې د خپل کوچني قومي لید پر اساس ګوري او د ژوند د ځینو تېروتنو اړخ ته یې د نیوکې ګوته نیسي، خو د مثبت او نېک فکر خاوندان یې بیا له ستر انساني او اسلامي فکر او لیدلوري الهام اخلي او د تعالی او ترقي دغه ستر انسان ته د درناوي په سترګه ګوري.

د اردو ژبې دغه شعر یې چې وایي:

يه راز کسی کو نهی معلوم که مومن – قاری نظر اتا هی حقیقت می هی قران

دا شعر یې د یوه ستر کتاب لپاره یو عنوان دی او اهل علم و فن کولای شي پر دغه یوه شعر کتابونه ولیکی دا شعر دومره وایي چې د مومن راز همدا دی چې خپله باید یو قران واوسي معنی یې دا ده چې د یوه ریښتیني مومن او مسلمان ځانګړنه دا ده چې د هغه ټول اعمال، کرکترونه او کړه وړه د قران د تعلمیاتو په رڼا کې واوسي او د قران د احکامو تعمیل یو ګرځنده نمونه وي. یو مومن د صداقت، مهربانۍ، درناوۍ، ترحم، عاطفې، اخلاص، اخلاق، انسان دوستۍ، خواخوګۍ، مینې او پیرزوینې نمونه او مثال وي.

بل ځای داسې وایي چې:

همسایه جبریل امین بنده هی خاکی – هی اس کا نشمین نه بخارا نه بدخشان

دلته یې له شعره دوې موخې دي، لومړۍ دا چې د سرورو کاینات فخر موجودات ستروالی او زعامت وړاندې کړی چې هغه د جبرئیل همسایه دی او دومره لوړ او عالي انسان دی چې جوړ له خاورې دی او عظمت او ستروالی یې له فرشتو او ملایکو هم لوړ دی، خو په عجز او خاکسارۍ کې بیا خاکي بنده او په هیڅ کومې سیمې پورې متعلق نه دی، بلکې د ټول انسانیت لپاره خیر او رحمت للعلمین رالېږل شوی دی. دغه خاکي بنده چې په مرتبه او عظمت کې تر ملایکو ستر دی خو د کومې ځانګړې سیمې او قبیلې لپاره نه دی رالېږل شوی، بلکې د هغوی منشور او هدف د ټول انسانیت فلاح او کامیابي ده.

د هند ملا چې د انګلیس استعمار تر یوغ لاندې معاش خور دی او فکر کوي چې اسلام د څو عبادتونو مجموعه ده، دا شعر یې ویلی دی او همدا شعر د سیکولریزم پر مخ ستره څپېړه هم ده:

ملا کو جو هی هند می سجدی کې اجازت – نادان یه سمجهتا هی که اسلام هی ازاد

وایي، ملا ته په هند کې بریتانوي هندي حکومت د لمانځه اجازه ورکړې نو دا خوارکی فکر کوي چې اسلام ازاد دی او خلک کولای شي خپل لمونځونه وکړي، په داسې حال کې چې اقبال پر دې باور دی چې اسلام د ژوند کولو لپاره یو بشپړ، کامل او شامل نظام دی چې د ژوند ټول سیاسي، اقتصادي او اجتماعي ابعاد تر پوښښ لاندې راولي؛ یعنې اسلام یو بشپړ نظام دی، یوازې د څو عباداتو مجموعه نه ده. اعتقادات، عبادات، اخلاقیات او معاملات ټول د اسلام مبارک دین ستنې دي او دا ټول مراودات ترتیبوي او تنظیموي.

اقبال امیر امان‌الله خان ته وایي:

ای امیر کامگار ای شهریار — نوجوان و مثل پیران پخته کار

چشم تو از پرده‌گی‌ها محرم است — دل میان سینه‌ات جام جم است

عزم تو پاینده چون کهسار تو — حزم تو آسان کند دشوار تو

همت تو چون خیال من بلند — ملت صدپاره را شیرازه بند

نوموړي باور درلود چې د اسلامي امت لپاره له عثماني امپراتور سلطان عبدالحمید پاچا وروسته شاه امان‌الله خان د دې وړتیا لري چې د ټول امت زعامت او قیادت په لاس کې واخلي، نوموړي په دې اړه خپلې هڅې هم وکړې چې دلته یې له لیکلو ډډه کوم؛ ځکه د لیکنې تر موضوع او بحث بهر خبره ده.

تا ز صد یـقان ایـن امـت شـوی    بهـر دین ســــرمـایه قـوت شـوی

باد هـمیــــشه به فـــرشـــــهی    بــنــده د رگا ه امــا ن الـــهی

شـا ه شجـا سـت و بـسالـت پـناه    ســـایه حـــق غــا زی ظـــل الله

را یــت اقــبال تـرا بر جبـیـن    ا نا فـتحـنا لک فــتــــحاً مبـیـن

ثـبـت لـوا یـت ز قـریـب مجـیـب    نـصر مـن الله و فــتح قــریــب

اشـهـب ایــام بکام تـو باد     خــطـبه اســـلام بـــنام تـو باد

د ل که بـتــو بــســته امیــدها     مــی طـلــبـــد رفــعـت جـا ویـد ها

دیـن نـبی از سـر تـو زنـده باد     دولــت تـو دائـم و پایـنــده باد

زنــد گـی جهــد اسـت استـحقاق نیـست     جــز به عــلم ا نفــس و آ فـاق نیــــــست

اقبال لاهوري د افغان سرزمین د اکابرینو معنوي شاګرد، مرید او لاروی و او تر دې ور اخوا چې څوک پرې د درباري مداح تهمت پورې کړي دا شعر دې ولولي چې د مولانا رومي بلخي په اړه یې څه ښکلی ویلی دی:

باز بـر خـوانـم ز فـیـض پــیـر روم — د فـتــر سـر بـســتهء ا سـرار عـلـوم

جا ن او از شـعله‌هــا ســرمایه دار  — مـن فــروغ یک نـفس مثـل شـرار

شـمع سـوزان تاخـت بر پـروانه ام — با ده شبـخون ریخـت بر پـیمانه ام

پـــیـر رومی خـا ک را ا کـسیر کـرد — از غـبارم جـلوه‌هـا تعـــمیـر کـرد

اقبال په ۱۹۳۳ زېږدیز کال کې افغانستان ته یو سفر درلود چې په مسافر نومي دیوان کې یې په منظوم ډول ترسیم کړی چې یوازې د افغانستان او افغانانو په اړه دی. د همدغه سفر په دوران کې اقبال د مغلو د امپراتورۍ بنسټ اېښودونکی ظهیرالدین محمد بابر مقبرې ته ورغی او دا شعر یې په اړه ولوست چې:

خوشا نصیب که خاک تو آرمید این‌‌جا

که این زمین ز طلسم فرنگ آزاد است

هزار مرتبه کابل نکوتر ز دلی است

که آن عجوزه عروس هزار داماد است

د همدغه سفر په ترڅ کې چې ویل کېږي مولانا سیدسلیمان ندوي او د سر سید احمدخان لمسی راس مسعود هم ورسره مل وو، د افغان حکومت په رسمي بلنه کابل ته د خیبر درې له لارې راغلل. وایي چې اقبال د کابل په لیدلو دغه ښار د جنت په څېر یوه ټوټه وبلله او د کابل هوا یې د شام شریف او روم له هوا هم خوندوره یاده کړی ده. وایي چې د همدغه سفر په ترڅ کې اقبال له افغان واکمن محمدنادر خان سره هم د دلګشا په ماڼی کې ولیدل- ویل کېږي چې د همدغه سفر په ترڅ کې د اقبال دا خوب چې د یوه مستقل او خپلواک اسلامی هېواد په امامت کې لمونځ ادا کړي، هم ترسره شو او هغه داسې چې د محمدنادر خان سره د لیدلو په بهیر کې د مازیګر د لمانځه اذان وشو او خپله اعلیحضرت محمدنادر خان د لمانځه امامت او اقبال ورپسې اقتدا وکړه – دا چې اقبال اعلیحضرت محمدنادرخان ته د یوه ریښتیني او متدین مسلمان مشر په عنوان ډېر درناوی درلود، نو د اعلیحضرت محمدنادرخان لاسونه یې ښکل کړل او داسې یې وویل:

جانم از سوزِ کلامش در گداز

دست او بوسیدم از راه نیاز

د همدې ناستې په پای کې علامه اقبال محمدنادر خان ته د ډالۍ په توګه د قران‌کریم یوه نسخه ورکړه او ورته یې د قران‌کریم د تعلیماتو او لارښوونو د پیروی پر محاسنو او نیکیو مشورې ورکړې چې د اعلیحضرت محمدنادرخان سره دا ناسته د علامه اقبال لپاره ډېره الهام بښونکې وه او داسې یادونه یې کوي:

رازهایی آن قیام و آن سجود

جز ببزم محرمان نتوان کشود

کندهار کې یې چې د خرقه مبارک دیدار حاصل شو، داسې یې وویل:

سنا است که فاران است؟ یا رب چه مقام است این؟

هر زره خاک من چشمی است تماشا مست

خرقه آن برزخ لا یبغیان

دیدمش درنکته لی خرقتان

دین او آیین او تفسیر کل

در جبین او خط تقدیر کل

دا شعر یې وار له مخکې هغه چا ته بیا هم د رد دلیل دی چې نوموړی یوازې د پښتون ټبر پر خلکو مین وبولي، بلکې نوموړی د علم او عرفان د سرلارو په ارزښت او درناوي ډېر ښه پوهېده او هغوی یې خپل معنوي پلاران شمېرل. دلته د حضرت ابوالمجد مجدود سنای غزنوي په اړه یې په نم‌جنو سترګو داسې توري وکاږل چې:

ا ی حکـیم غـیــب امــام عارفا ن  —  پـخـته از فـیـض تـو خام عارفا ن

آنـچه در پــرده غــیب اسـت گـوی — بـو کـه آب رفــته باز ا یــد بجــو

بیا د دغه شعر ځواب هم د ابوالمجد مجدود حضرت سنایي له لوری خپله کاږي چې:

باش تا بـیــــنی بــــهار د یگــری   —   از بـهار پاستــــان رنگیـن‌تری

هــر زما ن تـدبــیرهـا دا رد رقـیـب —   تا نگــیری از بهار خـود نصیـب

اقبال لاهوري د کابل ښکلي ښار په توصیف داسې لیکي چې:

شـهــر کابل خـــطه جـنـــت نـظــــیـر    —  آ ب حیـوا ن از رگ تاکـش بگـیر

چـشم صائـب از سـوادش ســرمه چـین  — روشن و پایــنده باد آن سـرزمین

د اقبال دا شعر نو بیا هیڅ تشریح او وضاحت ته اړتیا نلري:

سـرزمیـنی کـبک او شاهـین مـزاج — آ هـوی او گـیرد از شـیران خــراج

در فـضایـش جـره بازان تـیز چـنگ — لــرزه بـر تـن از نهـیـب شان پـلـنگ

د اقبال مینه یوازې له افغان خاورې او افغان ملت سره یو اړخیزه نه وه، بلکې افغان ملت یې پر ژوند او مرګ د خپلې مینې لورینه کړې. وایي چې کله علامه اقبال ناروغ و او رنځپوهانو ورته خربوزه او پسته تجویز کړل نو د افغانستان پاچا اعلیحضرت محمدظاهر شاه له لوري پرې دا پېرزوینه وشوه چې دغه افغاني مېوې اقبال لاهوري ته ورسېږي او چې کله نوموړی وفات شو، بیا هم د افغانستان پاچا د هغه د درناوي په خاطر د هغه د مقبرې لپاره ډېرې ارزښتمنې لاجوردو تیګې ورولېږلې چې مقبره یې پرې مزینه کړای شي. د دغو قیمتي ډبرو لیکې پر مخ یې دغه مشهور زمانه شعر لیکل شوی دی:

نه افغانیم و نه ترک و تتاریم

چمن زادیم و از یک شاخساریم

تمیز رنگ و بو بر ما حرام است

که ما پرورده‌ی یک نو بهاریم

په پای کې د اقبال دغه پیغام افغان زلمو ته بسنه کوي چې وایي:

پـیام اقـبال به جوانان افـغان

چـون چـراغ لاله سـوزم در خـیابان شــما

ای جـوانان عــجم جان مـن و جان شــما

غــوطه‌هـا زد در ضـمیـر زندگی اندیشه ام

تا بدسـت آورده ام افـکار پـنهان شــما

مهـرو مه دیدم نگاهـم بـر تر از پروین گذشـت

ریخـــتـم طـرح حـرم در کافـرستان ( 1 ) شـما

فکـر رنگـینم کـند نـذر تـهی دسـتان شــرق

پارۀ لعـلی کــه دارم از بدخـشان شــما

می‌رسد مـردی که زنجـیـر غـلامـان بشکــنـد

د یـده ام از روزن د یـوار زنــدان شـــــما

حـلقه گـرد مـن زنـید ای پیکران آب و گـل

آتـشی در سـیـنه دارم از نـیاکان شـما

باید ووایم چې له تمهید وروسته ما یوازې د مختلفو مقالو او مستندو ماخذونو راټولونه کړې هڅه مې یوازې دا وه چې له اقبال سره د پاکستاني سیاست له درشل ونه کتل شي، بلکې نوموړی تر ډېرو هغو کسانو چې اوس د افغان خاورې د وېش باور او اراده لري، ډېر غښتلی افغان و او د دې خاورې پر نیکونو یې ویاړ د خپل ویاړلي ژوند یوه برخه ګڼله، وایي چې:

حـلقه گـرد مـن زنـید ای پیکران آب و گـل — آتـشی در سـیـنه دارم از نـیاکان شـما

اقبال ته له دې ورستي شعر څخه چې افغان زلمیانو ته یې ډالی کړی، بدې ردې ویل جایز نه ګڼم، خو دا منم چې اقبال انسان و او ګناه، خطا، اشتباه او غلطي به ترې شوې وي، ولې هغه ستر انسان و او د انسانیت خیر و فلاح یې د ژوند هیله وه. اسلامي امت بیا رابیدارول او خپل تېر برم ته رسول یې د ژوند ستر هدف او موخه وه. افغان خاوره یې د دغو ټولو ارمانونو ټاټوبی ټاکلی و چې دا زعامت او قیادت د دې خاورې شایسته دی. ارواح یې ښاده

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 77

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.