ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان اقلیمي بدلون او وړاندیزونه
د افغانستان اقلیمي بدلون او وړاندیزونه

لیکنه: ضیاالدین ساپی، د کابل د ښووني او روزنې پوهنتون محصل

هره جغرافیه، هېواد او په عموم کې ټوله نړۍ د کال په مختلفو موسمونو کې خپل ځانګړي متمادي (اوږدمهال او پر شرایطو برابر) موسمونه لري، په دې خاصه/ اټکل شوې اب و هوا او تودوخه کې غیر اټکلیز تغییر اقلیمي بدلون ګڼل کېږي. اقلیمي بدلون تل په نړۍ کې بې سارې ستونزې زېږولې چې نه يوازې ژوند، بلکې د ‌زیست ټول اړخونه (اقتصادي، امنیتي، ټولنیز او..) ننګوي او د طبیعي منابعو مدیریت ترڅنګ یې د حیواناتو ژوند هم له ګواښ سره مخ کړی دی.

اقلیمي بدلون د طبیعي حادثاتو او لاسي ناورینونو له کبله نړۍ ګواښي او ټول مسوول ملتونه د حل لارو چارو موندلو په لټه کې دي چې دغه هڅې کرار کرار د اقلیمي بدلون بدې اغېزې کمولای او یا ټولنیز توافق ته برابرولی شي.

موندنې ښیي چې په افغانستان کې غیرمعیاري محدود صنعت، د سون‌توکو او د تودخې په موخه کارېدونکې فوسلي عناصرو او ګازونو د کابل په شمول د هېواد لوی ښارونه د چاپېریالیزې ککړتیا له ګواښ سره مخ کړي او دا ککړتیا د اوړي په پرتله په ژمي کې په مراتبو لوړېږي چې د روغتیا ترڅنګ یې بې شمېره ستونزې زېږولې دي.

تر دې مهمه دا ده چې چاپېریال ساتنې پر وړاندې ننګونو ته هیڅ افغان دولت اغېزناکه پاملرنه نه ده کړې او نه یی ملي او دولتي اولویت ګڼلی، شین پوښښ ورځ په ورځ محدودیږي، طبیعي منابعو مدیریت ته پام نه کېږي، د سون توکو لپاره د لرګیو/ خاشاکو/ زغال/ ټایرونو (دود لرونکي توکو) پر ځای هیڅ بدیل نشته، همدارنګه د ککړتیا د کنټرول او مخنیوي په موخه هم اغېزناکه ستراتیژي شتون نه لري او له دې چارو سره مقطعي او سطحي چلند کېږي.

د یادونې ده، پر یادو داخلي ستونزو سربېره د ګاونډیو له خوا د بې ساري او غیر عادلانه صنعت، اټومي پاتې شونو ساتنې په اړه نه شفافیت او د بېلابېلو کیمیاوي او پیولوژیکي موادو/ وسلو تولید او کارونې د افغانستان چاپېریال له ستونزو سره مخ کړی چې په دې اړه په راتلونکي کې د افغانستان له لوري د چاپېریالیز غرامت بحث راوچتېدای شي.

راځو اساسي بحث ته!

په ټول هېواد کې طبیعي ناورینونه – سېلابونه، زلزلې، بې وخته بارانونه، د یخنۍ او ګرمۍ ناڅاپي څپو ژوند له کړاو او ستونزو سره مخ کړی، له بده مرغه نه یوازې دا وروستی پېښې نه دي، بلکې د افغانستان اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې ډېرې خطرناکې تمامېدای شي. تجربو ښودلې ده چې غریب هېوادونه د دغه اغېز په زغمولو کې پاتې راځي؛ ځکه له دغه بحران سره د مبارزې لپاره له یوې خوا د امکاناتو اړتیا ده او له بلې خوا د اقلیمي بدلونونه په خپل ذات کې اقتصادي بحران رامنځته کوي.

له بلې خوا اقلیمي تغییرات په لومړۍ درجه کې تل کرنیزه حوزه تر اغېز لاندې نیسي چې دا د افغانستان او وروسته پاتې نړۍ لپاره لوی اقتصادي زیان دی. د تودوخې درجې په لوړېدو سره په ځینو سیمو کې د وچکالۍ او ځینو سیمو کې د شدیدو بارانونو له امله کرنيزې سیمې له منځه ځي، د سکونت امکانات محدودیږي او ځايي اوسېدونکي کډوالۍ ته اړ کېږي چې بدبختانه موږ د دغه څه شاهدان یو.

له جغرافیایي اړخه افغانستان څومره متضرر هېواد دی؟

دا چې افغانستان د طبیعي منابعو له اړخه یو غني هېواد دی خو په عین حالت کې يو له ځپلو هېوادونو شمېرل کېږي، د نورو لاملونو ترڅنګ یې ستر لامل جګړه ده.

دا مهال افغانستان له طبیعي حوادثو د متضررو هېوادونو په لړ کې په څلورم او د زلزلو له اړخه په یوولسم ځای کې قرار لري. له جغرافیوي پلوه افغانستان غرنی او په وچه پورې تړلی هېواد دی او د نړۍ زلزلې په یو فعال کمربند کې د هند او اورآسیا د تکتونیکي پليټونو د اتصال په نقطه کې واقع دی چې له همدې امله د هېواد ۱۰ میلیونه جمعیت په ۱۹ ولایتونو کې د متوسطې تر لوړې درجې زلزلې له تهدیدونو سره مخ دی؛ تر ډېره دا ولایتونه د افغانستان شمال، شمال شرق او جنوب شرقي ولایتونه دي.

د اقلیمي بدلون اغېزې:

د اقلیمي بدلون اغېزې لکه د ټولې نړۍ په افغانستان کې هم ډېرې محسوسې دي او موږ یې په ځانګړي ډول په دې درېیو ساحو کې له ناوړه پایلو/ اغېزو سره مخ کړي یو:

  • د اوبو سرچینې
  • ځمکې (potential landscapes)
  • بشري ژوند

د راپورونو له مخې، یوازې د کابل ښار اوبه د تېرو څو کلونو په ترڅ کې ۱۲ متره مکعبه لاندې تللې، د تروو او خوږو اوبو ګډېدا، د تودوخې له امله د اوبو کچې لوړېدا، د ځنګلونو له تخریب سره د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو کمېدل او د سېلابونو له امله د اوبو کیفیت له منځه تګ د اقلیمي تغییر ناوړه اغېزې دي چې ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دي. همدارنګه د اقلیم تغییر (سېلابونه، وچکالي) له امله ځمکې د حاصلاتو له کموالي او ځینې سیمې یې حتا د له منځه تلو له ګواښ سره مخ کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اقتصاد تر ۷۰ سلنه پر کرنه ولاړ دی.

مساعد بشري ژوند د ټولنې د پایښت اساسي بنسټ تشکیلوي؛ د بشري خوندیتوب په تعریف کې نسبتاً پراخه اجماع شتون لري- د ګډو ګواښونو پر وړاندې د ټولو انسانانو د حیاتي بنسټ ساتنه شامله ده، هغه خطرونه چې بشري خوندیتوب ګواښي، لکه د ځنګلونو وهل، د خاورې تخزیب، تر ځمکې لاندې د اوبو سرچینو کمښت، سېلابونه، غیرمنظم بارانونه، وچکالي او په عموم کې ټول د اقلیمي بدلون ناوړه تاثیرات انساني خونديتوب له ګواښ سره مخ کوي.

د محنیوي په موخه وړاندیزونه:

د هېواد په توګه (دولت او خلک) مسوولیت لري، د خوندي چاپېریال او مساعد بشري ژوند رامنځته کولو په موخه د خپل اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو په رڼا کې لنډمهالي او اوږدمهالي کړنلارې او عمل پلانونه ترسیم او تصویب کړي، لازمه ګڼم ځیني مهم او اساسي نقاط د وړاندیزونو په توګه وړاندې کړم:

۱- د چاپېریال او طبیعي منابعو ساتنه او پالنه د ملي اولویت په توګه منل او رعایتول.

۲- د اړوند قوانینو، کړنلارو او ستراتیژیو تدوین، تصویب او تطبیق.

۳- په اړوند برخه کې افغانستان د نړۍوالو تعاملاتو، هوکړو او قراردادونو د فعال غړي په توګه مطرح کېدل او له نړۍوالو تجربو ګټه اخیستنه.

۴- عامه پوهاوی او د اړوندو اداراتو ظرفیت او امکانات لوړونه. 

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 389

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.