ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند اوبو معاهدې په اړه د خان محمد تکل لیکنې ته د ډاکټر فاروق اعظم ځواب
د هلمند اوبو معاهدې په اړه د خان محمد تکل لیکنې ته د ډاکټر فاروق اعظم ځواب

لیکنه: ډاکټر فاروق اعظم

يو شمېر کسانو ماته د ښاغلي خان‌محمد تکل ليکنه را استولې ده چې عنوان یې دی: «د هلمند معاهدې په اړه ایران سره هر ډول سیاسي ناسته مردوده او ملي خیانت دی»

‎معلومېږي چې مقاله د وطندوستۍ په احساس لیکل شوې ده، که څه هم عنوان يي ظاهراً غېر مسلکي او له موضوع څخه مبهم فهم افاده کوي. څوک فکر کوي چې مقاله د تبلیغاتو لپاره لیکل شوې ده. په داسې حال کې چې زما یقین دی، د تکل صاحب هدف منفي تبلیغات نه بلکې غوښتي یې دي چې خپله پوهه او درد له وطنوالو سره شریک کړي. د ده دغه نیت باید وستایل شي، موږ بايد خپل ځوان نسل تشويق کړو چې د هېواد په حياتي مسائلو کې خپل رغنده نظر وړاندې کړي.

‎باید عرض وشي چې موږ له ایران سره د هلمند د اوبو د وېش رسمي تړون لرو. دا یوازینی رسمي تړون دی چې د اوبو په مورد کې یې موږ له یو ګاونډي سره لرو. ایران د هلمند د رود په اوبو کې د ۱۳۵۱ ش کال د تړون مطابق معینه حقابه لري. نو ځکه هغوی باید له موږ او موږ له هغوی سره د اوبو پر مسائلو وقتاً فوقتاً خبرې وکړو. دلته زموږ ګټې سره شریکې دي، دغسې خبرې نه یوازې خیانت نه دی بلکې ضرورت او مصلحت دی. په داسې حال کې چې رسمي تړون شته او د هر طرف مسئوولیتونه او مکلفیتونه پکې مشخص دي، له خبرو تېښته په حقیقت کې په مسلکي لحاظ د ځان کمزوری ښوول او په حقوقي لحاظ ځان ملامتول دي چې په ملي زیان تمامېږي. په داسې حال کې چې موږ اوس نسبتاً په ښه موقف کې یو، نو تېښته ولې وکړو؟ اوبه علم دی او د اوبو پر سر مذاکرات يو مهم فن دی چې الحمدلله موږ دواړه لرو.

‎تکل صاحب لیکی: «ایران د معاهدې له لاسلیک څخه وړاندې او وروسته له ۲.۵ څخه تر ۳ میلیارد مترمکعبه اوبه په اوسط ډول په کال کې ترلاسه کړې دي. ایران یې باید پر دې قانع واوسي چې تل یې له خپل حق څخه زیاتې اوبه اخیستې او د افغان ملت منندوې واوسي.»، خو په بل ځای کې پخپله بیا ځواب وایي چې ایرانیان ځکه زموږ احسان نه مني چې وایي دا اضافي اوبه د سېلاب وې او افغانانو نه شو مهارولای او د اوبو د مدیریت توان یې نه درلود.

‎محترم تکل صاحب لیکي: «ایران په وروستي ځل یو جګپوړی هيئت ما سره له مشورې خلاف کابل ته را واستوه او غوښتل یې چې یو ځل بیا له خپل نفوذ څخه په استفادې د هلمند د معاهدې د تطبیق مخه ونیسي. خو ما په ټول قوت سره دغه ناسته ناکامه کړه او اجازه مې ورنه کړه چې د هېواد په ارزښتونو معامله وشي. له ډېرو فشارونو سره سره مې ورسره ناسته ونه کړه او د ایران هيئت بېرته ستون شو او دا زما د ماموریت تر ټولو لوی ویاړمنه او درنه پرېکړه وه، چې وروسته بیا د داخلي جاسوسانو له خوا په مرګ او له دندې څخه په لرې کولو وګواښل شوم.»

موږ د تکل صاحب د وطندوستۍ احساس ستایو. څه وخت مخکې عين پېښه زموږ سره وشوه. یو ایرانی هیئت زموږ له مشورې پرته کابل ته راغی، د اوبو او انرژۍ د وزارت مسؤولینو ورسره ونه کتل. سره له دې چې اوس د امارت مجبوریتونه نسبت پخوا ته ډېر دي، خو موږ په دغه ورته عمل نه چا وګواښلو او نه یې د دندی د لرې کولو تهدید وکړ؛ بلکې دا یې زموږ په مسلکي داېره کې زموږ صلاحیت وباله.

‎یوه موضوع باید ټولو وطنوالو ته واضحه وي چې موږ د هلمند د رود د ۱۳۵۱ ش کال پر تړون او د هغه پر کیف و کان هیڅ خبرې نه کوو. یوازې د تړون پر سم تطبیق خبرې کوو. دا زموږ موقف دی او ډېر واضح دی. د تړون مطابق موږ مکلف یو چې ایران ته د دوی حقابه په درېیو سرحدي نکتو کې ورکړو. تکل صاحب د مقالې په سر کې لیکلي چې: «د دغو درېیو نقطو ټاکلو (تعین) پروسه زموږ د ماموریت پر وخت تر ډېره بشپړه شوې ده»، خو د مقالې په پای کې لیکي چې دغه درې نکتې لا تعیین شوې نه دي او وايي: «د هلمند د معاهدې په اړه دې ایران سره صرف د درېیو نقطو د تعین په اړه  خبرې وشي.»

موږ د دغو درېیو نکتو د جوړېدو موضوع کوم چې تکل صاحب تشویش لري، په جدیت راپورته کړې ده. کاشکې تېر شل کاله چې کافي امکانات او نړۍوال ملاتړ هم و، دغه درې د اوبو د تحویلي ځایونه جوړ شوي وای. اوس به دا مشکل موږ ته په میراث نه وای پاتې.

‎تکل صاحب دا هم لیکي: «زما د معلوماتو له مخې به په نږدې راتلونکي کې ایراني چارواکو سره په کابل کې ناسته تر سره کېږي چې طالبانو ورسره منلې هم ده. دا ناسته یوه نمایشي ناسته ده چې د معاهدې د تطبیق لپاره نه بلکې د نقض لپاره یې د اسنادو پرېښودل دي.»

د دوستانو د معلوماتو لپاره باید عرض وکړم چې د تړون د اتمې مادې د حکم پر اساس د دواړو خواوو کمیساران د تړون د تطبیق په منظور منظمې لیدنې لري او خبرې کوي. تر اوسه د دواړو خواوو د کميسارانو ۲۵ نوبتي غونډې شوې دي چې وروستۍ یې په تېره جون میاشت کې په ایران کې وه. تر هغه دمخه غونډه په زرنج کې وه. درویشت نورې غونډې په تېرو حکومتونو کی شوې دي. دا وار بیا د افغانستان نوبت دی او بله غونډه به بیا په ایران کې کېږي. دا نوبتي غونډې به د معمول په شان ادامه لري، دلته د معاهدې د نقض موضوع بلکل مطرح نه ده.

‎تکل صاحب له ایران سره د افغانانو له مذاکراتو مایوس دی او وایي: «مړ هم زه او پړ هم زه»، باید عرض وکړم چې موږ نه مړه یو او نه پړه. په مسلکي لحاظ په موږ کې بالکل دا توان شته چې له خپلو ملي منافعو په کلکه دفاع وکړو او کړې مو هم ده؛ ايران هم زموږ پر مسلکي کفايت پوه دی.

‎د ایران د هایدورپالیتک د انجمن رئیس (د ایران د اوبو د سیاست د ادارې مشر) زما له شاګردانو څخه دی.

‎تکل صاحب لیکي: «بغېر د درېیو نقطو د ټاکلو چې ایران هېڅکله ورته نه حاضرېږي، له دې ور هاخوا له ایران سره پر نورو مسائلو بحث او ناستې، معامله او ملي خیانت دی.»

‎دوستانو! که تړون په غور او مسلکي فهم ولوستل شي، موږ له ایران سره تر دغو درېیو نکتو هاخوا ډېرې نورې خبرې د هلمند د رود د اوبو د تړون د ښه تطبیق په اړه لرو. یوه یې دا ده چې موږ د تړون مطابق ۴ مترمکعب في ثانیه اوبه ایران ته د حق په خاطر نه بلکې د حسن همجوارۍ د مراعاتولو په شرط ورکوو. اوس دغه حسن همجواري جریحه داره شوې ده. ایران د افغانستان حکومت په رسمیت نه پېژني، له افغان مهاجرینو سره ښه وضعیت نه کوي، په تجارت او ټرانزیټ کې زموږ تجارانو ته لازم سهولتونه نه برابروي، …. دا مسئله موږ په تهران کې په لازم حد کې راپورته هم کړه. سربېره پر دې د تړون روح د ایران له خوا نه دی تطبیق شوی چې دا بل لوی بحث دی. ايران موږ ته په ۱۹۷۷م د دوه زره میليون ډالرو د راکړې تعهد کړی و، هغه بايد عملي شي. د ايران په پيسو بايد درې بنده په شمول د کمال خان د هلمند پر رود جوړ شي، چابهار کې مفت بندر او ټرانزيټي اسانتياوې راکول سي او له چابهاره تر دلارام د اورګاډي پټلۍ د ايران په مصرف جوړه سي. ډېر موضوعات شته چې موږ یې له ایران سره لرو. که فرصت ميسر شي، موږ له ټولو ګاونډيانو سره خبرې لرو. موږ له ټولو ګاونډيانو سره د متقابل احترام پر بنياد د اړيکو ټينګول غواړو. موږ غواړو د سيمې هېوادونه خپل طبيعي منابع د سيمې د خلکو په ګټه عادلانه داسې وکاروي چې د سيمې د ثبات او د خلکو د رفا، ترقۍ او ازدهار سبب شي. موږ له خبرو باید ونه تښتو، خبرې ملي خیانت ونه ګڼو، خپل ځانونه د مسلک او علمي فهم په لحاظ حقیر و فقير، مړ او پړ احساس نکړو او خپلو مسلکي او مجربو وطندوستو کادرونو ته په شک او بې باورۍ ونه ګورو.

‎له ایران سره د هلمند د رود د اوبو د تړون په مورد کې لطفا زما هغه کتاب ولولئ چې په انګلیسي زما د لکچرونو برخه او پښتو ژباړه یې د علومو اکاډمۍ چاپ کړې ده (اوبه د تېلو او سمندري بندر په مقابل کې).

درناوی.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 12196

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.