ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عمران خان نیول، د اساسي قانون پلي کول که سیاسي انتقام؟
د عمران خان نیول، د اساسي قانون پلي کول که سیاسي انتقام؟

ليکنه: عزیزاحمد فضلي

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان نیول چې له واکه د هغه له لرې کېدو څه موده وروسته وشو، ځینې پوښتنې راولاړې کړې چې ایا هغه رښتیا هم مجرم دی او اساسي قانون به د هغه پر ضد عملي کېږي او که حکومت هڅه کوي خپل اصلي سیال له میدانه وباسي او په دې توګه یې د سیاسي انتقام لپاره یوه بهانه جوړه کړې ده.

د دې پوښتنې د ځواب لپاره غوره ده چې د پاکستان د ځینو مشهورو سیاستوالو تېر ته وګورو.

  • بې نظیر بوټو، چې دوه ځله د پاکستان لومړۍ وزیره هم پاتې شوې، زندان ته د تللو تجربه لري. هغه حتی د مالي فساد په جرم د یو څه مودې لپاره جلاوطنه شوه.
  • د پیپلز ګوند مشهور شخصیت “اصف علي زرداري”څه موده د مالي فساد په جرم په زندان کې تېره کړې او پر مېرمنې یې د جرمونو تورونه هم لګول شوي دي.
  • نواز شریف هغه څوک دی، چې د پاکستان د صدراعظمۍ څوکۍ ته د رسېدو ریکارډ لري، د خپل ژوند ډېره موده یې په زندان کې تېره کړې او پر ضد یې د فساد دوسیې هم شته.
  • پروېز مشرف، چې لومړی یې په پاکستان کې د کودتا له لارې واک تر لاسه کړ او بیا د ټاکنو په ترسره کولو سره د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې د خیانت په تور په اعدام محکوم شو، که څه هم په دوبۍ کې د هغه حضور د سزا د عملي کېدو مخه ونیوله.
  • د پاکستان پخوانی ولسمشر او لومړی وزیر ذوالفقار علي بوټو چې د پیپلز ګوند بنسټګر ګڼل کېږي، نه یوازې دا چې د یوه وګړي په وژنه کې د لاس لرلو په تور زنداني نه شو، بلکې اعدام شو.

نو په پاکستان کې د مشهورو سیاستوالو نیول او زنداني کول کومه نوې خبره نه ده، چې یوازې عمران خان یې تجربه کوي.

خو اوس ولې عمران خان؟

زما په اند تر ټولو مهمه ستونزه چې عمران خان له پیپلز ګوند او نواز ګوند سره لري، دا دی چې له دوی سره جوړجاړي او همکارۍ ته زړه نه ښه کوي؛ هغه په ​​اسانۍ سره له زرداري سره یوې هوکړې ته رسېدلی شي او حتی د حزب نواز د مشرانو د فساد دوسیو په نظر کې نیولو سره کولای شي چې په اسانۍ سره د خپل حکومت دوره بشپړه کړي، د سیاسي او قضايي بریدونو له سخت فشار څخه چې دوی د خپل حکومت پر مهال پر ده پیل کړي، مخنیوی وکړي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر په دې وروستیو کې د پوځ، په ځانګړې توګه د پاکستان د پوځ پر پخواني قوماندان توندې نیوکې وکړې، چې ښاغلي خان له واکه د هغه د لرې کېدو اصلي لامل «جنرال قمر جاوېد باجوه» یاد کړی.

د پاکستان د دوو سترو کورنیو له اقتصادي فساد سره د مبارزې په برخه کې د عمران خان هڅې د دې لامل شوې چې د هغه پر ضد شاوخوا ۲۰ قانوني قضیې ثبت شي؛ په دې قضیو کې عمران خان په ځینو کې بریمن شوی، خو ځینې یې لا پاتې دي، د دغو قضیو له ډلې د محکمې قاضيانو ته سپکاوی، د پولیسو سپکاوی، د لومړي وزیر د ماڼۍ او د هغې د خزانې له ملکیتونو څخه غیرقانوني ګټه اخیستنه، د لومړي وزیر په وخت کې د چورلکې غیرقانوني کارول او داسې نور.

ډېری دا قضیې یوازې د عمران خان د ګوښه کولو او د دایمي یا لنډمهاله لرې کولو لپاره یوه بهانه ده.

عمران خان ولې ونیول شو؟

هغه څه چې د محکمې په بهرنۍ سیمه کې د پولیسو ځواکونو له خوا د پاکستان د پخواني لومړي وزیر د نیولو لامل شوي، د «القادر ټرسټ» په نوم دوسیه ده؛ القادر د هغه پوهنتون نوم دی چې عمران خان یې د مدیره هیئت غړی و او لکه څنګه چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله ادعا کړې وه چې د دغه پوهنتون ځمکه عمران خان ته د پاکستان د مشهور سیاستوال ملک ریاض له خوا په رشوت کې ورکړل شوې، د دې رشوت په بدل کې ښاغلی ریاض د پیسو مینځلو او غصب له تورونو ځان وژغوري.

د عمران خان د نیولو پایلې څه وې؟

د عمران خان له ناڅاپه نیول کېدو سره په پاکستان کې وضعیت ترینګلی حالت ته رسېدلی او ډېری لوی ښارونه د عمران خان د پلویانو له پراخو غونډو سره مخ شوي دي. هغه څه چې حتی د حزب نواز او حزب مردم مشران هم نه شي پټولی، هغه دا چې عمران خان ډېر ملاتړي لري او دا په حقیقت کې د دغو پلویانو د زیات شمېر وېره ده، چې حکومت ټاکنو ته راضي نه شي او خپلې ټولې هڅې په کار واچوي، تر څو د ټاکنو مخه ونیسي.

د عمران خان پلویانو نه یوازې د پاکستان د پوځ ځیني مرکزونه محاصره کړي او په سیاسي چارو کې یې د پوځ د لاسوهنې پر ضد لاریونونه کړي، بلکې د دغه هېواد د لویو لارو په بندولو سره یې د پاکستان اقتصاد په عملي توګه فلج کړی.

همدارنګه د لویو لارو او عامه ځایونو د سوځولو انځورونه هم خپاره شوي، چې بالاخره یې حکومت اړ کړ چې په موقت ډول په پاکستان کې فېسبوک، ټویټر او نور بند کړي.

خو داسې نه ښکاري چې د تحریک انصاف د مشرانو پرله پسې نیول کېدل به په خلکو کې د دوی محبوبیت کم کړي؛ په راتلونکو ټاکنو کې به ولس پرېکړه کوي او حکومت به ټاکي، همدارنګه د عمران خان پر وړاندې شته دوسیې دومره درنې نه دي چې موږ د هغه پر ضد د ځانګړې پرېکړې تمه لرو.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.