لیکوال: مشتاق رحیم
کرکټ په هېواد کې یواځینې لوبه ده چې د افغانستان ډیری وګړي پرې راټولیږي او ورته یو شان اهمیت قایل دي. همدا لامل دی چې که ښه لوبه کیږي؛ نو ټول وطن هر ډول اختلاف شاته پریږدي او نمانځي یې او په خرابه لوبه بیا هر یو د غوسې ویستلو لپاره ادرسونه لټوي. کله چې یوه کیسه دومره مهمه شي، اړینه ده چې چارواکي او د لوبې چلونکي هم لوبې سره خپل برخوردونه اصلاح کړي.
له بده مرغه، سره له دې چې زمونږ کرکټ په تېرو پنځلسو کلونو کې د نړیوال کرکټ برخه دی، د بورډ او لوبډلې چلول اوس هم په کلاسیکه بڼه باندې روان دی. مونږ په اوسني پیر کې هم د نولس کلنو ځوانانو لوبډله د (اوپن ټرایل) له لارې ټاکو. ملي لوبډله په نومونو او د سترو نومونو خاوندانو په طبعه او خوښه ټاکو. دا وروستۍ خبره که تر څو اونیو مخکې یوزاې آوازه وه، د غورواي کمېټې پخواني مشر اسد الله خان دا خبره په رڼا ورځ په ډاګه کړه.
بلخوا انګریزانو د هندوستان په څېر لوبډلې په مقابل کې د ټیسټ لوبو لپاره د تجربې خاوند لیام ډاسن په ځای تنکی ځوان شعیب بشیر په لوبډله کې غوره کړ. بشیر په کورني کرکټ کې هېڅ ډول غوره ریکارډ یا کارکړنې نه لري او بله خوا هغه هندي توپوهونکي دي چې سپن لوبولو کې نامي او نامتو دي.
پوهیږئ، د کشر شعیب بشیر او ورسره کم تجربې ټام هارټلي غوره کولو منطق څه وو؟
انګریزان په کورني کرکټ کې آی-هاک (IHwak) په نوم ټکنالوجي خپلو لوبڅارانو ته ورکوي. هغوی د لوبې پر مهال د لوبغاړو لوبه په تخنیکي بڼه ریکارډ کوي. ټاکونکې ډله بیا د هغه برخې لوبغاړي چې ورته اړتیا لري په اړه د دغه سیسټم معلومات ګوري او ارزوي او حالاتو د اړتیا سره سم لوبغاړي خپلې لوبډلې ته ټاکي.
د شعیب بشیر د ګوتو په شمار لوبې هم آی-هاک له لارې و ارزول شوې. هلته وکتل شول چې آف سپنر شعیب د لوړ قد خاوند دی، توپ له پورته خوشې کوي چې دې سره توپ پرواز یا ښه فلایټ پیدا کوي. بله خوا ډاسن بال ټیله کوي (push) کوي چې دا ډول بالنګ په تېزو پیچونو ګټور دی. د هند په پچونو د شعیب بشیر او د ډاسن د ارقامو د پرتلې په ځای سلیکټرانو د دواړو د ځانګړتیاوو ارزونه وکړه او د هند د ویشتنځایونو د اړتیا سره سم یې د تجربه لرونکي ډاسن پر ځای په بې تجربې شعیب بشیر تکیه وکړه. که تیره لوبه چا کتلي وي، شعیب بشیر خوندوره لومړۍ لوبه ولوبوله. او په لومړۍ لوبه کې یې څلور هندي لوبغاړي وسوځول.
د هندوستان کمزورو لوبډلو خلاف د خپلو ځوانو لوبغاړو د لوبولو نندارې خو مو ډیرې کړي.
موږ بیا څه کوو؟
د عمان خلاف مو ټول ایکسپایر او زاړه لوبغاړي په دې هیله ولوبول چې ګوره که تپڼي او غونډسکې یې کار ورکړي او په همدې پلمه یې نړیوال جام ته برابر کړو. د اماراتو خلاف مو خپل غوره ولوبول ترڅو ورڅخه بایلاد نه وژغورل شو او بیا مو هم د یوې لوبې په بایللو بس ګزاره وکړه. او تر ټولو غوره یې بیا دا چې ټیسټ لوبه کې مو له کلونو کلونو له لوبډلې لرې نورعلي د کورني کرکټ غوره لوبغاړي عبدالمالک پر ځای ولوبولو!
زه نه وایم آی-هاک وکاروئ، زه دا هم نه وایم چې لکه د انګریزانو راډیکالې پریکړې وکړئ. مونږ د کرکټ کوونکي ملت په توګه لا هغه مرحلې ته نه یو رسیدلي. خو کم تر کمه منطق خو وپالئ! منطق دا دی چې د کورني کرکټ کارکړنو یا پرفارمنس ته خو قدر قایل شئ. که مو زړه غټولی نه شئ او ښو لوبډلو خلاف ځوانان نه شئ لوبولی، په کمزورو لوبډلو خو نوي لوبغاړي امتحان کړئ. د تنکیو ځوانانو له پنځلسو کم عمرو یا له شپاړلسو کم عمرو کرکټ نظم خو رامنځ ته کړئ، کورني کرکټ کې مو ویشتنځایونو معیار خو لوړ کړئ، د کورني کرکټ معیار څارلو لپاره خو هڅه وکړئ.
زه شخصاً په قضایو کې د بورډ ملاتړی پاتې شوی یم، او بورډ مې تل له لوبغاړي معتبره ګنلی، آن له راشد خان او نبي خان نه هم غوره. خو که حق خبره وکړو، زمونږ کرکټ د لوبډلې د کمال نه زیات د لوبغاړو په کمال مخ ته روان دی، او لوبغاړي مو بیا د بورډ سیسټم ډیر کم تراشلي او جوړ کړي، دغه لوبغاړي تر ډیره د خپلو فوق العاده وړتیاو په زور میدان ته راغلي او ځلیدلي.
چارې به اصلاح کول غواړي، تخنیکي کول غواړي. محافظه کاري، جوړ جاړی، انډیوالي او په کلاسیکه بڼه د بورډ چلولو په مرسته به وخت ناوخت ۲۳ اکتوبر (پاکستان ته ماتې) کیږي، خو د یو ورلډ کلاس لوبډلې جوړیدو په لور تکل او خوځښت به همداسې ټکنۍ وي. کرکټ سره زموږ د ځوان نسل مینې ته په کتو، زمونږ لوبډله د ورلډ کلاس لوبډلې جوړیدو پوره وړتیا لري.
دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
Views: 581
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP