ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند اوبه؛ د ایران سیاسي مانورونه
د هلمند اوبه؛ د ایران سیاسي مانورونه

لیکوال: نظیم سمون

د ایران د ولسمشر له ګواښه ډکې وروستۍ څرګندونې ښيي چې له شاوخوا ۷۵ کلونو وروسته د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند د اوبو پر سر اړیکې یو ځل بیا د تاریخ تر ټولو ترینګلي حد ته رسېدلي دي. ایران په ۱۹۴۷ کال کې هم چې د یوې سختې وچکالۍ له امله په هلمند سیند کې اوبه کمې شوې وې، په یو قهرجن سیاسي مانور کې موضوع د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړه چې وروسته بیا امریکا د دواړو هېوادونو ترمنځ منځګړیتوب وکړ. د دې منځګړیتوب نتیجه د یو بېطرفه تخنیکي کمېسیون جوړېدل و، چې د هلمند ټوله حوزه یې مطالعه کړه او په ۱۹۵۱ کال کې یې خپلې موندنې او سپارښتنې له دواړو هېوادونو سره شریکې کړې. د همدې کمېسیون موندنې وروسته د ۱۹۷۳ کال تړون لپاره اساس وګرځېد.

Writer

لیکوال: نظیم سمون

ایران تر دې مخکې هم په ۱۸۷۲، ۱۸۹۸، ۱۹۰۲ او ۱۹۳۵ کلونو کې له افغانستان سره لانجې کړې وې. که په تېره یوه نیمه پېړۍ کې د ټولو شخړو ریښې راوسپړو، عوامل یې طبیعي پېښې دي او دا ټیک هماغه کلونه دي چې هلمند سیند د شدیدې دوره يي وچکالۍ تر ګوزار لاندې راغلی. دا وروستي دوه کلونه هم عین وضعیت دی. موږ او تاسو ټولو ولیدل چې تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې تر نورمال کچې ښکته کم اورښتونه وشول چې د هلمند دلتا ته کافي اوبه نه رسېږي. خو ایران وارخطا دی چې ګنې کیسه ټوله کمال خان بند خرابه کړې او افغانستان پرې قصداً اوبه وچې کړي دي.
ما د هلمند په اړه ډېره مطالعه کړې ځکه هلمند د افغانستان یو له هغو څلورو پوله تېرېدونکو سیندونو دی چې د هایدروپولټیکي مطالعاتو له نظره ډېر پېچلی او لانجمن تاریخ لري. که تاریخي شواهد او واقعیتونه وګورو، په حقیقت کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو په اړه اختلاف او منازعه آن له هماغه پیله د اوبو د کمیت یا قلت پر سر نه وه، بلکې اصلي ستونزه د ایران د اوبو په ناسم مدیریت کې ده. دا هغه واقعیت دی چې په تېر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ منځګړو هم پرې اعتراف کړی. مثلاً، کله چې په ۱۸۹۸ کې شخړه رامنځته شوه، قضیه یو ځل بیا انګرېزانو ته وړاندې شوه او کلونل مکمهان د حَکم په توګه وټاکل شو. مکمهان د موضوع تر دقیقې او ژورې څېړنې وروسته وایي «د ایران سیستان د اوبو د قلت پر ځای تر ډېره د اوبو له ضایعاتو څخه کړېږي او هغه اوبه چې ضایع کېږي، د هغو اوبو په پرتله زیاتې دي چې د کښت لپاره ورته اړتیا ده.»
همدارنګه د ۱۹۴۷ کال تر شخړې وروسته چې د هلمند دلتا ناپېیلی کمېسیون وټاکل شو، کمېسیون هم په خپل راپور کې تاییدوي چې د هلمند دلتا کې د اوبو د وېش پر سر اختلاف لزوماً د اوبو له نشتوالي یا کمښت سره هېڅ تړاو نه لري. کمېسیون زیاتوي چې د هلمند سیند ۵۰ سلنه اوبه په دلتا او په ځانګړې توګه په سیستان کې ضایع او هوا ته تبخیر کېږي.
له بده مرغه د یوې نیمې پېړۍ له تېرېدو وروسته دا ستونزه لا هم پر ځای ده. د هلمند سیند هغه اوبه چې د ایران سرحد ته رسېږي، د ایران له لوري خپل طبیعي مسیر ته نه پرېښودل کېږي او په سرحدي نقطه کې د سیستان سیند څخه د چاه نیمه په نامه لویو ذخیروي بندونو ته سوق کېږي چې له هغه ځایه بیا د پایپلاین په وسیله زاهدان او زابل ولایتونو ته لېږدول کېږي. همدغه اوبه چې چاه نیمه ته اړول کېږي، په اصل کې د سیستان د خلکو او د هامون جهیلونو حق دی. پر دې سربېره، ایران د هلمند د سیند کیڼ لور ته په خپله خاوره کې کانالونه کیندلي او واټرپمپونه یې نصب کړي چې دا کار له تړون څخه سرغړونه ده او هم یې د افغانستان کنګ او چخانسور ولسوالیو باندې اوبه وچې کړي دي.
د ایران حکومت د سیستان خلکو ته داسې ذهنیت ورکړی چې ګنې افغانستان د یوې نړیوالې توطیې له مخې غواړي چې د بندونو جوړولو له لارې پر سیستان ټولې اوبه بندې کړي. ما څلور کاله مخکې کې یوه ډاکومنټري کتله چې د سیستان کروندګرو ویل «پشت این همه دست امریکایی‌ها اند.» د «میرآب» په نامه یوه ډاکومنټري چې تېرکال د ایران حکومت سره تړلې یو ژورنالېست په افغانستان کې جوړه کړې، هلمند ته سفر کوي او د کجکي بند په اړه وايي چې دا بند د سړې جګړې پرمهال د امریکایانو له خوا ددې لپاره جوړ شو چې د هلمند په ځمکو کې د کوکنارو کښت ته زمینه برابره او بیا له دې ځایه مخدره مواد روسیې او ایران ته ولېږدوي. د سړي ماغزه ورته په درد شي. د کجکي بند د پاچا ظاهر خان له خوا د دې ملت په پیسو جوړ شو او پیسې یې هم د وخت د حکومت له خزانې ورکول شوې. دا چې قراردادي شرکت یو امریکايي خصوصي شرکت (موریسن کودسن) و، نو زیاتره خلک په دې باور دي چې کجکي امریکایانو جوړ کړی.
کیسه به رالنډه کړو. اوسنۍ لانجه باید تر دې زیاته تشدید نه شي، ځکه دا د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نورو مناسباتو منفي اغېز پرېباسي. د ستونزې حل لپاره ډېر ساده فورمول شته چې هغه د هلمند تړون دی. ګاونډی باید د فشار سیاست او مطبوعاتي جګړې پر ځای د ډیالوګ لار غوره کړي. دا چې ایران ادعا کوي حقابه یې نه ده ترلاسه کړې، دا یوه تخنیکي موضوع ده او یوازې د کمېسارانو په غونډو کې د فعالو هایدرولوجیکي ستېشنونو د ارقامو او معلوماتو د وړاندې کولو له لارې سلامت او ملامت معلومېدای شي. موږ هم خپلې کارخانګیانې لرو او د هلمند سیند د اوبو جریان د تنظیم لپاره باید جدي ګامونه واخیستل شي. د کمال خان بند نیمګړي کارونه باید بشپړ او ایران ته په حساب برابرې اوبه تنظیم شي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 437

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.