ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولتونو ترمنځ د اوبو په وېش کې د فزیکي زېربنا رول: د قوش تېپې کانال قضیه
د دولتونو ترمنځ د اوبو په وېش کې د فزیکي زېربنا رول: د قوش تېپې کانال قضیه

لیکوال: نظیم سمون

+++++++++++++++++

د اوبو فزیکي زېربنا او تأسیسات ددې ترڅنګ چې په ملي سطحه د اوبو د مدیریت، تنظیم او مهار لپاره مهم دي؛ د دولتونو ترمنځ په هایدروپولیټیکي مناسباتو کې هم اساسي نقش لري. په دې معنا چې د اوبو د ډېرو بندونو، کانالونو او نورو اړینو اوبیزو تأسیساتو لرل د بین المللي سیندونو د اوبو د وېش او حقابې په تړاو راتلونکي هر ډول مذاکرات او شخړې نېغ په نېغه متأثره کولای شي.

که د قوش تېپې کانال پروژه د شوې سروې او ډیزاین سره سم په رښتینې مانا او په بشپړه توګه پلې شي، زما په نظر دا به په پنج-آمو حوزه کې د ګېم چینجر یا لوبې بدلوونکې پروژې رول ولوبوي. د پروژې قوت په دې کې دی چې افغانستان به په لومړي ځل وتوانېږي چې د آمو سیند د اوبو د تولید او مصرف اوسنی وضعیت د نسبتاً لوړ مصرف په لور بیلانس کړي او په راتلونکي کې به د اوبو پر سر مذاکراتو کې له ښه موقف څخه برخمن وي.

د آمو سیند ټولټال ۵۳۴۷۴۰ کیلومتره مربع ځمکه تر پوښښ لاندې نیسي چې افغانستان، تاجکستان، ترکمنستان، قرغېزستان او ازبکستان هېوادونه پکې شاملېږي. آمو د څو لویو او وړو سیندونو ټولګه ده چې د افغانستان په شمال ختیځ کې د پامیر او هندوکش له لوړو څوکو څخه سرچینه اخلي او بالاخره د ازبکستان په خاوره کې د اورال جهیل کې پای مومي. د دې سیند مهم مرستیالان پنج، وخش، کافرنیګان، کوکچه او د کندوز سیندونه دي چې همدغه سیندونه په ټوله کې د پنج-آمو سیندیزه حوزه جوړوي او له پامیره تر اورال جهیل پورې ۲۵۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې له دې جملې ۱۲۵۰ کیلومتره د افغانستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ترمنځ ګډه پوله جوړوي.

د مساحت له پلوه د آمو (٪۲۵) جغرافیه د افغانستان په خاوره کې پرته ده او د اوبو د تولید له اړخه د سیند (۲۸٪) اوبه افغانستان تولیدوي؛ خو د نورو شریکانو لکه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان په پرتله له اوبو څخه ډېره لږه ګټه اخلي. افغانستان دا مهال د پنج-آمو سیند د ټولو شاوخوا ۶۷ میلیارده مترمکعبه اوبو څخه یوازې ٪۶.۲۵ چې نږدې ۵ میلیارده متر مکعبه کېږي، مصرفوي. تر ټولو زیاتې اوبه ازبکستان (٪۴۱.۲۵) او ترکمنستان (٪۲۸.۷۵) مصرفوي. همدارنګه تاجکستان (٪۹.۴) مصرفوي چې تر ډېره د برېښنا د تولید لپاره ترې کار اخلي. ازبکستان او ترکمنستان بیا د امو سیند له اوبو څخه د څښاک او کرنې لپاره استفاده کوي چې همدا یې د اوبو د تأمین عمده سرچینه ده او ډېره اتکا پرې لري.

پنج-آمو له اقتصادي، سیاسي او ټولنیز پلوه د افغانستان او مرکزي اسیا لپاره خورا مهمه حوزه ګڼل کېږي. شاوخوا ۸۰ میلیون نفوس د پنج-آمو پر اوبو متکي دی. په افغانستان کې بیا ٪۲۵ نفوس د آمو سیند له اوبو ګټه اخلي چې دا د افغانستان د نورو سیندیزو حوزو په پرتله لوی رقم دی. دېته ټکي ته په پام سره چې شاوخوا ۸۰ میلیونه انسانان د آمو سیند پر اوبو متکي دي او له بلې خوا د ۴ هېوادونو ترمنځ شریک بهېږي؛ یاده سیندیزه حوزه له سیاسي پلوه په ډېر حساس وضعیت کې ده. د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) یو وخت په خپل تحلیل کې مرکزي اسیا د اوبو د شخړو له اړخه زیانمنونکې سیمه ګڼلې وه. که څه هم د آمو سیندیزې حوزې د شریکو هېوادونو ترمنځ د اوبو پر سر فزیکي شخړې نه دي شوي، خو په خپلو کې د اوبو د مصرف پر سر اختلاف لري چې د تاجکستان د برېښنا بندونو له پروژو سره د ازبکستان مخالفت یې ښه بېلګه ده.

د افغانستان حکومت په لومړي ځل په اتیایمه میلادي لسیزه کې د شهید محمد داوود خان د واکمنۍ په وخت کې د امو سیند له اوبو څخه د ګټې اخیستنې او هلته د زېربنا جوړونې لپاره مټې بډ وهلې. په شمال کې د قوش تېپې کانال په اصل کې د شهید داوود خان د اووه کلن ملي پراختیايي پلان برخه و. کله چې ارواښاد داوود خان د خپل پراختیايي پلان د تطبیق لپاره د مالي مرستو د راټولولو لپاره یو شمېر هېوادونو ته سفرونه پیل کړل، مسکو ته د سفر پرمهال یې د شوروي اتحاد له مشرانو سره د خوش تېپې کانال په اړه هم خبرې کړې وې. د پترویچ یژوف په نامه یو روسی چې د داوود خان په جمهوریت کې د پلان وزارت کې اقتصادي سلاکار و، مسکو ته د شهید داوود خان د سفر او د هغه د اقتصادي برنامو په اړه په خپلو یادښتونه لیکلي چې داوود خان پلان درلود چې د آمو سیند اوبه د واټرپمپونو له لارې د افغانستان د شمالي ولایتونو کرنیزو ځمکو ته ولېږدوي. ټاکل شوې وه چې دغه واټرپمپونه به په هره ثانیه کې ۱۱۰ متره مکعبه اوبه د ۱۳۰ کیلومتره کانال له لارې د افغانستان په شمال کې ۱۰۰،۰۰۰ هکتاره ځمکې ته لېږدوي. د پترویچ په وینا د شوروي اتحاد سوېلي جمهوریتونه په ځانګړې توګه ازبکستان د افغانستان د دې پلان مخالف و ځکه چې ازبکستان د آمو سیند اوبه د پنبې د کښت لپاره کارولې او یاد هېواد هغه مهال په نړۍ کې د پنبې ستر تولیدوونکی هېواد و. خو داوود خان د ازبکستان له مخالفتونو سره سره دغه موضوع د شوروي اتحاد له رهبر او د کمونېست ګوند منشي برژنیف سره شریکه کړه او په دې اړه د دواړو هېوادونو (افغانستان او شوروي) ترمنځ لیکلې هوکړه هم وشوه. شوروي اتحاد د دغې پروژې د سروې او ډیزاین لپاره د شاوخوا ۴ میلیونه روبل ژمنه وکړه، خو د پترویچ په قول داوود خان له برژنیف څخه وغوښتل چې د پروژې پر سروې او ډیزاین سربېره، د شوروي اتحاد حکومت باید د پروژې رغنیزې چارې هم پر غاړه واخلي او کانال په خپله جوړ کړي.

 یژوف زیاتوي:«د شوروي د کمونېست ګوند عمومي منشي د داوود خان ددې وړاندیز تر اورېدو وروسته خپل سور قلم راواخیست او د هوکړه لیک په متن کې یې وراضافه کړه چې “او رغوي یې». لیکوال زیاتوي کله چې د شوروي اتحاد اړونده ادارو دغه لیک ولیده، ټول سخت حیران شول او ممکنه نه وه چې د ګوند د عمومي منشي له امر څخه سرغړونه شوې وای. خو دا چې په افغانستان کې د غوايي د اوومې کودتا په پایله کې د داوود خان جمهوریت نسکور او خپله داوود خان شهید کړای شو، نو دغه پروژه تر ننه همداسې پاتې شوه. د پترویچ یژوف دغه مقاله په روسي ژبه لیکل شوې چې ښاغلي غوث جانباز دري ژبې ته ژباړلې ده.

د قوش تېپې کانال د اوسنۍ پروژې د سروې او ډیزاین لپاره تفصیلي مطالعات په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) په مالي لګښت پیل شول. مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني په ۱۳۹۹ کال کې د ملي پراختیا شرکت ته د دې کانال د رغنیزو چارو د پیلولو په اړه هدایت وکړ. د ۱۴۰۰ کال په چنګاښ میاشت کې د پروژې مقدماتي کارونه پیل شول او یوه اندازه کندن کاري هم وشوه، خو د حکومت د سقوط پېښې په کار کې ځنډ رامنځته کړ. نوي حکومت د دې پروژې د بیا پیلېدو په اړه ژمنه وکړه او د ۱۴۰۰ هـ ش کال په جدي میاشت کې کابینې د ملي پراختیا شرکت، د مالیې وزارت او د کانونو او پټرولیم وزارت ته دنده وسپارله چې د پروژې لپاره مالي سرچینې ولټوي. د ملي پراختیا شرکت ټټر وهلی چې دغه پروژه چې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه امریکايي ډالر لګښت پرې راځي، له خپلو عوایدو په ځانګړې توګه د سمنګان د ډبرو سکرو د یوې برخې عوایدو له لارې تمویلوي. پروژه د ۱۴۰۱ کال د حمل په لسمه په بلخ ولایت کې د یو لړ حکومتي مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه. دا چې د پروژې د اقتصادي ګټو په اړه ډېر بحثونه او خبرې شوې دي، دلته یې تکرار لازم نه ګڼم او غواړم چې پر اصلي (د دولتونو ترمنځ د اوبو په وېش کې د فزیکي زېربنا رول: د قوش تېپې کانال قضیه) خبرې وکړم.

د دولتونو ترمنځ د اوبو په وېش او د حقابو په ټاکلو کې یو مهم فکټور دا دی چې څوک عملاً (Current use) او په باالقوه (Future use) توګه څومره اوبه مصرفوي او راتلونکې اړتیا یې څومره ده. دا چې پوه شو چې یو دولت عملاً څومره اوبه مصرفوي، په دې پورې اړه لري چې څومره فزیکي زېربنا- یانې بندونه او کانالونه لري. البته دا باید هېره نه کړو چې د زېربنا موجودیت یا اوسنی مصرف د اوبو په وېش کې یوازینی او پرېکنده فکټور نه دی، بلکې نور فکټورونه هم شته چې له یوه سینده تر بله سره توپیر لري. خو د پنج-آمو په حوزه کې اوسنی مصرف او راتلونکی مصرف ځکه مهم فکټور ګڼلی شو، چې تر قوش تېپې مخکې تر دې دمه پر دغه سیند کومه لویه او د پام وړ زېربنا نه ده آباده شوې. اوس که موږ د قوش تېپې کانال له لارې په کال کې د آمو سیند لس میلیارده اوبه خپلو ځمکو ته راواړوو، نو زموږ دغه مصرف فوراً د سیند په اوبو کې زموږ حقابه زیاتوي او د نړیوالو حقوقي اصولو پربنسټ کولای شو چې د زیاتو اوبو د ترلاسه کولو دعوه وکړو. موږ په دې برخه کې یو تاریخي مثال هم لرو.  کله چې په ۱۹۷۳ کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند د اوبو د وېش په اړه تړون کېده، په هلمند کې د کجکي او په کندهار کې د ارغنداب بندونو چې تازه جوړ شوي وو، مذاکرات د افغانستان په ګټه واړول. هغه مهال چې کمېسیون خپل ګزارش چمتو کاوه، د ایران په سیستان کې د کرنیزې ځمکې اندازه شاوخوا ۶۲،۳۲۱ زره هکتاره وه، په داسې حال کې چې د افغانستان په خاوره کې هغه هم یوازې د نیمروز په چخانسور کې یوازې ۱۴،۵۶۸ هکتاره ځمکه موجوده وه او د هلمند له اوبو زموږ ټول مصرف همدومره و. دلته که وګورو هغه مهال د کمیت له پلوه د افغانستان په پرتله د ایران د کرنیزه ځمکه دوه برابره زیاته وه، خو کمېسیون بیا هم په کلني ډول د هلمند له ټولټال شاوخوا ۵ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه متر مکعبه اوبو څخه څه باندې ۶۷۸ میلیونه متر مکعبه اوبه ایران او پاتې یې افغانستان ته د حقابې په توګه په پام کې ونیولې. ددې تر شا منطق دا و، چې هغه مهال افغانستان پر کجکي او دهلې بندونو باندې کار پیل کړی و، چې له همدې کبله کمېسیون اړ و، چې د افغانستان راتلونکې اړتیاوې په پام کې ونیسي.

سربېره پر دې، د کجکي او دهلې سیاسي اغېزې دا وې چې ایران نور نه غوښتل له افغانستان سره په لانجو وخت ضایع کړي او ژر تر ژره یې باید حقابه معلومه کړې وای؛ ځکه د افغانستان شاهي حکومت د هلمند وادې پروژې تر چتر لاندې د جنوبي ولایتونو لپاره ډېر لوی پلان درلود او د ایران وېره دا وه چې هغه څه چې اوس لاسته راوړلی شي، ښايي سبا یې ترلاسه نه شي کړای. لکه د کجکي بند د جوړېدو په جریان کې ایران څو ځلي له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د بند کارونه تر هغې وځنډوي ترڅو دواړه هېوادونه د اوبو د وېش په اړه یوې لنډمهاله هوکړې ته ورسېږي.

موږ ته اوس د قوش تېپې کانال د کارونو پیل له همدې کبله مهم دی چې په راتلونکي کې د آمو سیند په اوبو کې د افغانستان د حق د خوندي کېدو لپاره یو مهم ګام واخیستل شو او هغه ۱۰ میلیارده مترمکعبه اوبه چې ټاکل شوې د قوش تېپې له لارې د افغانستان د څلورو شمالي ولایتونو ځمکو ته واړول شي، په راتلونکي کې د مرکزي اسیا هېوادونو سره د اوبو د وېش پر سر مذاکراتو کې اساسي نقش لرلای شي. دغه اوبه ولو که په لنډمهال کې موږ اصلي هدف ته هم چې هغه د کرنې له لارې اقتصادي وده ده، ونه شي رسولای هم، خو له حقوقي پلوه د افغانستان د حقابې پله پرې درنه کېدلی شي.

یادونه:  دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی؛ پژواک یی مسوولیت نه اخلي

Visits: 1650

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.