د غازي اکبر لیکنه
که څه هم د لومړي جمهوریت د ولسمشر محمد داود خان تر مشرۍ لاندې د یوې کودتا په نتیجه کې رامنځ ته شو او تر هغې د بدترې کودتا له لارې مات شو چې ورسره د افغانستان سقوط هم پیل شو، خو په دې لیکنه کې د ډاکتر نجیب او ډاکتر غني په مشرۍ د دوه جمهوریتونو د ماتېدو یوه پرتله شوې، ځکه د دې دوه دورو تر منځ مشابهتونه ډېر دي.
لومړی- د ډاکتر نجیب الله په مشرۍ د افغانستان جمهوریت سقوط
پیل او پیاوړی حامي
دغه رژیم د شوروي اتحاد د نظامي یرغل محصول وو چې لومړی مشر یې ببرک کارمل او دویم یې ډاکتر نجیب الله وو. د شوروي اتحاد او د وارسا تړون غړو هېوادونو حمایه کاوه.
تېر میراث
دا نظام د حفیظ الله امین د رژیم میراث خور وو چې په جګړه کې ګیر وو. د خپل لوی بهرني حامي شوروي اتحاد سره یې اړیکي خرابې شوې وې. دخپل ګوند دننه د پرچم ټوله څانګه او د خلق په څانګه کې اکثریت د تره کي ملګري ترې خفه یا یې پر خلاف وو. په هېواد کې هم ورسره فکري، سیاسي او وسله وال مخالفت روان وو. په کونړ، نورستان، پکتیا او د زیاتره ولایتونو په غرنیو سیمو کې ورته مسلح مقاوت پیل شوی و. له داخله هم څو ناکامو کودتاګانو ځپلی و خو د سیستم او نظام په توګه نسبتاً روغ وو.
داخلي لوبغاړي او چلونکي
د خلق و پرچم ډلو د ډاکتر نجیب د نظام اصلي بدنه جوړوله. په دوی کې پرچمیان روسانو ته نازولي و، د نظام مشري ورسره وه او خلقیان یوازې جګړې ته لېږل کېدل چې ووژل شي.
مخالفین
د مجاهدینو (اوه پېښور میشته او اته تهران میشته) ډلې چې د ملت د اکثریت خواخوږي ورسره وه د دې نظام سیاسي او نظامي مخالفین وو. د ملت اکثریت هم ناخوښه وو او د یوه ګوند دکتاتورانه واک یې نه تاییداوه.
د مخالفینو حامیان
امریکا، نږدې ټولې غربي نړۍ او متحدینو یې او نږدې ټولې اسلامي نړۍ د دغه جمهوریت د مخالفینو حمایت کاوه. د ملګرو ملتونو په عمومي غونډو کې به هر کال د مجاهدینو د موقف پلوي او د شوروي د یرغل غندنه کېده. د بشري حقوقو نړېوالو ادارو هم د شوروي یرغل په کلکه غنده او ملت هم د بهرني یرغل مخالف وو.
د اشغال او جګړې دوام، تلفات او زیانونه
د شوروي یرغل لس کاله دوام وکړ او د خپرو شوو راپورونو له مخې په کې تر یو نیم میلیون افغانان او تر دیارلس زره شوروي پوځیان ووژل شول، تر پنځه میلیونه افغانان په کې ټپیان شول، تر پنځه میلیونه افغانان مهاجر شول، ۸۰٪ کلي وران شول او هېواد ته ۶۰۰ بیلیونه مالي زیان ورسید.
د جګړې میدان
په ټول هېواد کې فعاله جګړه روانه وه، خو د هېواد په شرق، جنوب شرق او جنوب غرب د دولت او شوروي ځواکونو د نظامي عملیاتو فشار، د نامسؤولو وسله والو ملیشو تالان او د سکاډ، لونا، اورګان او الوتکو بمبارد زیات او بې رحمانه وو.
د دولت داخلي ملاتړي
تر ۵۰۰ سوه زرو زیات وسله وال ځواکونه او خپلسره (غیرمسؤولې) تش په نامه قومي ملیشې د دې جمهوریت ملاتړې وې.
تر سره شوي کارونه
تر نیم میلیون زیاتو خلکو له حکومتي امکاناتو خپل معیشیت پر مخ بیوه، زیات کادرونه وروزل شول، ملي او امنیتي ځواکونه ښه روزل شوي، تجهیز شوي او تسلیح شوي وو.
ستونزې او فساد
فساد او رشوت ډېر کم و، حتی په نشت حساب و. د خلقیانو په باب مشهوره وه چې نږدې یوه غیرقانوني روپۍ یې هم نه اخیسته خو د پرچمیانو په باب به ویل کیدل چې د یو بوتل ودکا خرچه یې ایستله. لویه ستونزه دا وه چې نظام له ملت سره په ټکر کې راغلی و او حتی د شوروي پوځونو تر وتلو وروسته یې د ملت ملاتړ تر لاسه نه شو کړای. بله ستونزه د یو ګوندیز او انحصاري سیستم وه. سره له دې چې په وروستیو کې څو ګوندونو ته اجازه ورکړل شوه، خو ولس پرې باور ونه کړ او د دولت د استخباراتي ادارې له خوا د جوړو شوو ډلو په سترګه یې ورته کتل. د دې جمهوریت تر ټولو لویه ستونزه دا وه چې د شوروي اشغال او یرغل محصول ګڼل کېده او حاکم ګوند د ولس په منځ کې د کمونست او بې دینه ډلې په نوم مشهور شوی وو.
د سولې فرصتونه
د ملګرو ملتونو د سولې یو اوږد او دوامداره ماموریت جریان درلوده، په پای کې پرې ټولو اړخونو توافق وکړ چې د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې یو بیطرفه دولت رامنځ ته شي او د اساسي قانون تر جوړیدو وروسته منتخب دولت ته لار هواره کړي.
ډاکتر نجیب او د دولت د اساسي حامي رول
شورويانو کارمل ځکه په ډاکتر نجیب تعویض کړ چې که نوموړی وکړای شي د جنوب قومونه د دولت حمایت ته جلب کړي. متاسفانه ډاکتر نجیب دشوروي یرغلګرو په ټانکونو هېواد ته د راتګ او د خاد د مشرۍ پر مهال د قساوت او شدت بده سابقه لرله او ځکه یې د جنوب قومونه د خپلې ټولې استخباراتي پوهې، تجربې او د تفاهم د لوړ قابلیت سره سره خپل لوري ته متمایل نه کړل. برعکس د نظام په داخل کې یې هم د خپل ګوند او دولت انسجام ټینګ ونه شو ساتلی. د نظام له داخله لومړی د کارمل د ملګرو له مظاهرو سره مخ شو چې خلقیانو وځپلې. بیا یې د پرچم مشران کادرونه له صحنې وایستل، تر هغه وروسته د خلق او پرچم د اختلاف له امله بېرته پرچم ته لیوال شو، (تش په نامه) قومي ملیشې او له اقلیتونو څخه یې د ځانګړو امتیازانو لرونکی خاص ګارد جوړ کړ او د رسمي اردو رول او ارزښت یې کم کړ. د خلقیانو د لا ځپلو لپاره یې پر تڼي برید وکړ او داسې یې وښوده چې د تڼي له خوا کودتا یې ناکامه کړه. په دې سره د حاکم ګوند د دوه مهمو څانګو له ډلې خلقیان چې زیاتره پښتانه وو، له اردو او د نظام له تصمیم نیونکيو موقفونو څخه څنډې ته شول، بندیان او یا وشړل شو او دولت د کابلیانو په اصلاح یک لنګه شو. له اردو او نظامي برخې څخه د پښتنو او خلقیانو د تصفیې په نتیجه کې پر نظامي برخه د پرچم ډلې د کارمل د ګروپ د جنرالانو او ملیشو تسلط او تبارز رامنځ ته شو.
ویل کېږي چې په لومړیو کې ډاکتر نجیب سوله د شعار په توګه کاروله چې مجاهدین په خپلو کې سره لا وویشي او بیا له کمزورو سره ایتلاف او پیاوړې له منځه یوسي، خو په وروستیو کې په ټینګه دې ته ژمن شو چې که یوه باعزته سوله ممکنه وي، ویې کړي. خو دا چې له نظام څخه د خلقیانو په شړلو د کارمل د ګروپ پرچمیانو ته یوازې شوی وو، د سولې واک او ځواک ورسره نه وو او هغوی سولې ته نه پریښوده. په پای کې همدغو (د کارمل ملګرو) پرچمي جنرالانو او ملیشو د روسانو په امر پر نجیب کودتاه وکړه، مهم نظامي ځایونه یې جمعیت او نظار شورا ته تسلیم کړل او ډاکتر نجیب یې تیښتې ته مجبور کړ خو پرې نه ښود چې وتښتي؛ له هوایې ډګره یې هم بېرته راوګرځاوه چې له ناچارۍ د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناهنده شو.
کودتاچیانو د روسیې او نورو لویو ځواکونو په اشاره نظام او سیاسي واک د نظار شورا کمزورې ډلې ته ځکه ورکړ چې واک ټینګ نشي کړای او په نتیجه کې کورنۍ جګړې ته زمینه جوړه شي چې په دغه جګړه کې د درې سوه کلونو اردو (چې په سترو وسلو کلکه مجهزه شوې وه) او نظام وپاشل شي. همدغسې وشول. په دغه بدغونې جګړه کې ۶۰ زره بیګناه کابلیان ووژل شول، ټولې دولتي او ملي زیربناوې ونړیدې، کلتوري او تاریخي میراثونه او دولتي او شخصي شتمنۍ چور او د وحشت، چور، پاټک سالارۍ، ملوک الطوایفۍ او دهشت یوه سپیره څپه پر هېوادحاکمه شوه. هر ولایت جلا پاچاهي یا ملوک اطوایفي شوه، د خلکو مال، سر او ناموس له شدید تهدید او عملي خطر سره مخ شو او تر ټولو لوی زیان دا وشو چې ملي یووالی په شدید ډول اغیزمن شو نو ځکه ملت دغې دورې ته د شر و فساد دورې نوم ورکړ.
انجام
پر نجیب د خپلو جنرالانو د کودتا او محدودو ډلو ته د درنو وسلو ورکولو له امله په کابل کې کور په کور جګړه ونښته چې څلور کاله یې دوام وکړ. دې جګړې هېواد په یوه دوزخ بدل کړ او له ملت یې لار ورکه کړه. په پای کې د نظام د بدترینو اعمالو په غبرګون کې له کندهاره د طالبانو په نوم یو حرکت پیل او د کابل پر لور د برېښنا په شان راراوان شول چې په لنډه موده کې یې د شروفساد په نوم مشهور شوی نظام سقوط کړ. ولسمشر نجیب الله چې د شر و فساد ډلې د روسانو په امر (د ملګرو ملتونو په دفتر کې) بندي ساتلي وو، د نوو واکمنانو له خوا له محاکمې پرته په دار وځړول شو او جنګ د کابل په شمال او شمالي ولایتونو کې دوام وکړ چې ورو ورو یوې کوچنۍ سیمې (د تخار ولایت خواجه بهاوالدین) ته ورټول شو.
مسؤولیت
د دې کودتا مسؤولین ډېر زیات وو. کله چې ډاکتر نجیب پوه شو خپلو نږدې ملګرو یې پرې کودتا کړې ده، نبي عظیمي ته یې وویل چې (رفیق عظیمي، من از تو این توقع را نداشتم که بالای نظام کودتا کنی)، هغه ورته وویل: (کی کودتا میکرد؟ تو میګریختې و ما را به دشمن تنها می ماندی؟). خو د مجاهدینو په نماینده ګۍ احمدشاه مسعود په ډېر جرآت دا مسوولیت واخیسته او په کابل کې یې خپلو ملګرو ته په خپله وینا کې چې لنډ مفهوم یې دا دی، وویل: (….. هغه ورځې نه هېروو چې ځینو تنظیمونو د حزب اسلامي په شمول د ملګرو ملتونو د سولې طرحه منلې وه او لس لس نفره نماینده ګان یې ورمعرفي کړي وو، خو الحمدلله !!! خدای دا افتخار زموږ د پروان او کاپیسا د مجاهدینو نصیب کړ چې په وروستۍ شېبه کې مو نظامي اقدام وکړ او نظام مو سقوط او اسلامي نظام!!! مو جوړ کړ. یوازې یوه ورځ پاتې وه چې بې طرفه حکومت راشي او واک لاس کې ونیسي، خو د توطیې؟؟؟ مخه ونیول شوه او پاڼه پر بله واوښته، د دښمن!!! مخ په څپېړه ووهل شو ….)
د نظام د سقوط مهم سببونه
د ډاکتر نجیب د حکومت د سقوط عوامل زیات دي، خو د افغانستان شموله حمایت نه شتون، د نظام په دننه کې بې باوري او اختلاف، د مجاهدینو بې اتفاقي او د یوه موقف په نیولو کې ناکامي، پر دواړو لوریو د ګاونډیانو او نړیوالو ځواکونو قوي نفوذ، د ډاکتر نجیب له حکومت څخه د شوروي اتحاد د مالي، نظامي او لوژستیکي حمایت توقف او په عوض یې د مسعود او د شمال د (تش په نامه) قومي ملیشو او تنظیمونو اتحاد جوړول او په یوه قومي او سکتاریستي اجندا د هغوی راټولول چې د ډاکتر نجیب الله په مقابل کې پر نظامي کودتا منجره شوه د دغه نظام د سقوط مهم سببونه وو.
********
دویم ځل (د ډاکتر اشرف غني په مشرۍ) د افغانستان اسلامي جمهوریت سقوط
پیل او پیاوړی حامي
د افغانستان اسلامي جمهوریت د بن د توافق له مخې جوړ شوی او د امریکا متحده ایالاتو او ناټو د نظامي حضور یا یرغل چې د ملګرو ملتونو اجازه یې اخیستې وه، محصول وو. دغه نظام طبعاً امریکا او ناټو حمایه کاوه.
تېر میراث
دا نظام د طالبانو د تجرید شوي او تر هغوی مخکې د تنظیمي جګړو له خوا ړنګ شوي او چور شوی نظام پر ایرو د ناست (دولت اسلامي افغانستان) وارث وو.
داخلي لوبغاړي او چلونکي
د جرمني د بون په ښار کې د درې جګړه مارو ډلو (جمعیت اسلامي په ځانګړې توګه شورای نظار، وحدت اسلامي او جنبش ملی اسلامي) او غرب میشتو تکنوکراتانو له یو ایتلافه جوړ و چې درې ډلو هر یوه خپله اجندا درلوده او غرب میشتي تکنوکراتان زیاتره زاړه او متقاعد کادرونه وو چې له بیلابیلو هېوادونو راغلي وو او تر منځ یې تفاهم او همغږي نه وه موجوده. د نظام لومړی مشر حامد کرزی او دویم مشر اشرف غني وو. د ډاکتر غني په دوره کې زاړه او متقاعد تکنوکراتان له بهر څخه په راغلو ځوانانو بدل شول چې دوی زیاترو د دولتدارۍ او مشرۍ حتی د عادي مدیریت تجربه او کم ترین خپلمنځي تفاهم او شناخت نه درلود.
درې جنګي ډلو په خپلو ولسونو کې یو څه ریښې لرلې او د نظام په مهمو شارګونو لکه اردو، پولیسو، استخباراتو، خارجه وزارت او زیاترو تجارتونو، لکه ساختماني چارو، هوایي او ځمکني ترانسپورت، ګازو او تېلو، بانکدارۍ او رسنیو یې کنټرول درلوده. شخصي زندانونه او سړي تښتوونکي ګروپونه یې درلودل او په سرسامونکي چور، غصب، وحشت او تالان اخته وو. البته (زیاتره) تکنوکراتان هم د خلکو په اصطلاح له بهره له تشو دپلوماتو بکسونو سره راغلي وو او له ډکو بکسونو سره بېرته لاړل.
مخالفین
د طالبانو اسلامي تحریک چې ځان ته یې د افغانستان اسلامي امارت وایه، د نظام عمده نظامي او سیاسي مخالف وو. د حزب اسلامي مشر حکمتیار هم د نظام سیاسي او نظامي مخالفت کاوه خو د بهرني حمایت د نشتوالي او لوژستیکي او تسلیحاتي مرستو د نه شتون له امله یې رول دویمي وو.
د مخالفینو حامیان
په ښکاره هیڅوک دې ته نه و حاضر چې د امریکا او ناټو په مقابل کې چې د ملګرو ملتونو د پریکړې له مخې افغانستان ته راغلي وو، د هغوی د مخالفینو حمایت وکړي، خو په پټه د پاکستان نظامي څارګرې ادارې په دوه ګونې لوبې کې د طالبانو حمایت کاوه. د ځېنو هیوادونو ځینو منفردو تجارانو هم ممکن خپلې صدقې او ذکاتونه ورلیږلي وي.
د ملګرو ملتونو د پریکړې له مخې د امریکا په مشرۍ د طالب ځپلو لپاره د نړیوال ایتلاف جګړې ته جواز ورکړل شوی وو او ځکه د دغه نړیوال ائتلاف په وړاندې چا د دوی د مخالفینو ښکاره ملاتړ نه کاوه.
د جګړې دوام
دې جمهوریت۲۰ کاله دوام وکړ.
د جګړې دوام، تلفات او زیانونه
د جګړې د تلفاتو مشخص شمېر معلوم نه دی، خو تر څو سوه زرو پورې تلفات اټکل کېږي. کلي کورونه د شوروي یرغل د زمانې په شان کم وران شوي دي، ځکه د ناټو وسله والو وسلې پرمخ تللې وې او مشخص هدفونه یې په نښه کول. خو د نظام په منځ کې جنګي ډلو د خپلو داخلي عقدو د سړولو لپاره بهرنیانو ته د ناسمو معلوماتو ورکولو له لارې د ودونو، جنازو، جرګو، خیراتونو او مېلو په ملکي او غیر جنګي تجمعاتو د بمبارد او پر کورونو د چاپو په نتیجه کې جنکي فاجعې رامنځ ته کړي دي. همدغو جنګي ډلو اسیران په کانتنرونو او زندانو کې سوزولي او وژلي او په شخصي او دولتي زندانونو کې په وحشیانه ډول شکنجه کړي دي.
د جګړې میدان
د جګړې تمرکز یوازې د هېواد په جنوب شرق، جنوب غرب، شرق او یوه اندازه غرب ولایتونو کې وو او په وروستیو کلونو کې نورو سیمو ته هم وغزیده.
د دولت داخلي ملاتړي
د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت ۳۵۰ زره وسله وال ځواکونه چې یوه لوړه فیصدي یې خیالي او د کاغذ پر مخ او زیاتره مشران یې پر جنګي جنایتونو تورن د جنګي ډلو پخواني قوماندانان؛ او غړي او سرتېرې یې د غریبو او بې وزلو کورنیو هغه ځوانان وو چې زیاترو یې هیڅ جنګي انګېزه نه درلوده او کورنیو ته د مالي مرستې په نیت به وسله والو ځواکونو ته تلل او د ژوند او شهادت په دواړو حالتونو کې ورسره ظلم کېده. ظاهراً د درې یادو شوو تنظیمونو په زرګونو داوطلبو جنګیاليو او اربکیانو هم وخت ناوخته له دولته امکانات اخیستل خو د اړتیا په ورځ یې درک نه لګیده.
تر سره شوي کارونه
د لویو لارو جوړېدل، د ښوونځیو، مدرسو، پوهنځیو، کلنیکونو او روغتونونو جوړیدل، د اساسي قانون تدوین او مدني ټولنې جوړیدل، د زیاتو مسلکي کادرونو تربیه کیدل، نجونو ته په زده کړو او تحصیل او ښځو په ټولنیزو او سیاسي برخو کې کافي برخه او د یوې عصري ټولنې پر لور د هېواد روانیدل. د دې دورې لوی پرمختګ دا وو چې په ولس کې یو سلوکي او فرهنګي بدلون رامنځته شو او تر تولو لېرې سیمو کې هم خلکو د نجونو او هلکانو د ښوونځیو، روغتیایي خدمتونو، لارو، سرکونو او نورو انکشافي خدماتو سره شدیده مینه پیدا شوه.
ستونزې او فساد
له لومړي سره د دې دولت جوړښت عادلانه نه وو. د بن په غونډه کې د درې قومونو نظامي او سیاسي قوتونه او د تر ټولو لوی قوم (پښتنو) څو سپین ږیري سره کیناستل او نړۍ پرې یو سیستم ومانه. حزب اسلامي، طالبان، خلقیان او د پښتنو نورې منسجمې ډلې ترې بیرون پاتې شوې او د دوی حریفانو او ورسره جنګیدلو ډلو ته د نظام تر ټولو غوښنه برخه ورکړل شوه چې یو ژور ټولینز درز ته یې زمینه جوړه کړه. دا چې څو لاسه نظام وو نو د فساد کچه په کې ډېره لوړه وه، افغانستان به تل د فساد د جدول د کلني لست د سر په لومړیو څو هیوادونو کې ځای درلود. په دې فساد کې په لوړه کچه بهرنیان او په دویم قدم کې د دوی افغان قراردادیان او دولتي چارواکي شریک وو. بله لویه ستونزه د ایتلافي دولت وه، چې هیڅ لوری له بل سره په یوه لار نه تلو. د ګاونډیانو مداخلې او په وړاندې یې د نړیوالو حامیانو بې تفاوتي هم یوه لویه ستونزه وه. خو تر ټولو لویه ستونزه دا وه چې نظام ټول شموله نه وو او (په جنګي جنایتونو تورنو) وړو ډلو پرې ټینګ اغیز او زیات تسلط درلود او د ملت لویې کتلې ترې بېرون پاتې وې.
د سولې فرصتونه
له طالبانو سره د دوحې تړون یو لوی فرصت وو چې څلور مادې یې درلودلې چې یوازې دوه مادې یې عملي شوې او متاسفانه نورې یې پاتې شوې. که څه هم د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرې پیل شوې خو هغه ماده چې د دغې مذاکرې په نتیجه کې به یو ټول شموله نظام جوړېږي عملي نه شوه او یو ځل بیا پر واک د یوې ډلې انحصار رامنځ ته شو.
د اشرف غني او د نظام د اساسي حامي رول
اشرف غني په امریکا کې زده کړې او د هغه هېواد په پوهنتونو کې تدریس کړی وو. نوموړي په مهمو ادارو لکه نړیوال بانک او ملګرو ملتونو کې کاري تجربه درلوده او د افغانستان اسلامي جمهوریت دویم ولسمشر وو. ډاکتر غني په نظام کې د شریکو جنګي ډلو او نورو پاتې ټولو منسجمو قوتو سره ټکر وکړ، د جنګسالارانو طلسم یې مات کړ او د کله مخکې او کله وروسته تکتیک له مخې یې د هغوی دبدبه او حیثیت راټیټ کړ. په عین وخت کې یې د نړیوال ایتلاف د مشرانو سره په هماهنګۍ په اردو کې نوې جنګیالۍ قطعې جوړې او جنګسالارې ډلې ورو ورو کمزوری کړې. د ده بل کار دا وو چې زیاتو غریبو او بې واسطې ځوانانو او په ځانګړې ډول پیغلو ته یې لوړې دولتي څوکۍ ورکړې او په ځوانانو کې یې د رشد یوه شدیده هیله مندي او امیدواري پیدا کړه. خو دا چې یو علمي شخصیت او پوهنتوني استاد وو، نه یې د اوږدمهال انسجام تجربه او حوصله درلوده او نه وخت. نو ځکه دغه هر ځوان او پیغله منفرد اشخاص وو، هر یوه یوازې د خپل ځان شخصي اجندا پر مخ بېوله، زیاتره یې د هېواد له تاریخ، کلتور، دین، ارزښتونو او ملي ګټو خبر نه وو، له کافي تجربې پرته یې یوازې د یو مسلک لوړې زده کړې لرلې او ځکه په کوم تشکل او قوت بدل نه شول.
په دې منځ کې امریکایانو چې نور ورته په افغانستان کې حضور لومړیتوب نه وو، بلکې په سیمه او نړۍ کې ورته نور لومړیتوبونه رامخې ته شوي وو او له پخوا یې له طالبانو سره سیاسي مذاکرې روانې وې، په دوحه کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک او تضمین یې ترې واخیسته چې د افغانستان له جغرافیې څخه به امریکا او متحدینو ته خطر نه پیښېږي. د دې معنی دا شوه چې د افغانستان خاوره به د طالب په واک کې وي.
ډاکتر غني د سولې د مذاکرو په بري باوري نه وو او ځکه تر ډېرې مودې بې نتیجې روانې وي خو په پای کې امریکا د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو ته د تجهیزاتو او لوژستیکي مرستو په کمښت او بندیدو زمینه جوړه کړه چې نظامي پوستې او قطعې ورو ـ ورو طالبانو ته تسلیم شي چې د تسلیمېدو دې سلسلې د کابل چټک سقوط ته لار اواره کړه او جمهوري نظام تقریباً بې له جګړې سقوط وکړ.
داسې فکر کېږي چې امریکا دقیقه محاسبه کړې وه، چې د دوی په نه شتون کې د افغانستان خطرناکه او د سیاسي، ستراتیژیک او نظامي اړخونو له نظره مهمه جغرافیه د درې جنګي ډلو او بې انسجامه تکنوکراتانو له خوا د جوړ شوي په فساد کې ډوب نظام له خوا نه شي ساتل کېدای، نو ځکه یې داسې ډلې ته ورکړه چې یو لاس او یوه قومانده دي. خو له بل لوري د دغې نظامي ډلې د کنټرول او راتلونکي بغاوت د مخنیوي لپاره یې د دوی نوي دولت ته مشروعیت ورنکړ او په انزوا کې تر فشار لاندې پرېښود.
انجام
ټول نظام او له هوایي او ضد هوایي څواکونو پرته ټول نظامي قطعات تقریباً طالبانو ته روغ په لاس ورغلل، کابل کې کور په کور او کوڅه په کوڅه جګړه ونه شوه. کابل چور نه شو، تاسیسات وران نه شول. د دولت لوړپوړي چارواکي تقریباً ټول له هېواده روغ ووتل او په پای کې ولسمشر، د هغه نږدې سکرټران او ساتونکي یې هم ورپسې ولاړل. ډاکتر غني او نړیوال حامي یې لږ تر لږه د ډاکتر نجیب د نظام تر سقوط وروسته د پيښې شوې فاجعې، چور، وژنو، تباهۍ او ورانۍ د تکرار مخه ونیوله او په نتیجه کې هغه جنګي، سیاسي مشران چې د ډاکتر نجیب له سقوط وروسته رامنځ ته شوي، پیاوړي شوي او صحنې ته راوستل شوي وو، ټول تیت و پرک او پراګنده شول.
مسؤولیت
دا ځل د نظام د سقوط مسوولیت له داخله هیچا نه دی اخیستی خو د ډاکتر غني په مشرۍ د نظام هغه ملکي او نظامي مسؤولین چې تر ده لا ډېر مخکې!!! له هېواده وتلي وو، مسؤولیت په ډاکتر غني اچوي چې ګواکې له هېواده د ده وتل د نظام د سقوط باعث شوه.
هغسې چې احمد شاه مسعود د نجیب پر حکومت او د ملګرو ملتونو د سولې پر طرح د کودتا مسؤولیت واخیسته، طالبان د وروستي جمهوریت د سقوط هغسې مسوولیت نه اخلي او دا نه مني چې کابل ته په زور راننوتلي دي. دوی وایي چې د نظام ټول مشران له کابله وتلي وو او د قدرت خلا رامنځ ته شوې وه چې د جګړې او چور چپاول سبب کېدای شوه، نو دوی مجبوراً کابل ته راننوتل تر څو د کور په کور جګړې، چور او ورانۍ مخه ونیسي.
یوه لویه پوښتنه لا هم زیاته تر بحث لاندې ده چې ډاکتر اشرف غني ولې واک په رسمي ډول ونه لیږداوه؟ هغه په خپله وروستۍ له یو انګریزي جنرال سره په مرکه کې او د ده د ملي امنیت د شورا مشاور حمد الله محب په خپلو څو مرکو کې دا وضاحت په څرګند ډول ورکړی دی. د دغو مرکو کلیدي ټکی دا دی چې دوی نه غوښتل یوې جنګي ډلې ته چې په ټاکنو نه، بلکې په زور یې واک نیولی دی، مشروعیت ورکړي. په دې تصمیم کې د زبرڅواک مشوره هم ممکن همدغسې وه چې نوی متحد یې تر فشار لاندې، د مشروعیت له نظره معلق او دوی ته لا زیات محتاج وي او خپل ولسونه هم راضي وساتي چې هغه ډله چې شل کاله یې ځپله اوس یې هم د سترګو توره نه ده، او یوازې د سیاسي مصلحت له مخې یې ورسره جوړه کړې ده.
نوو مسؤولینو هم متاسفانه د تېر ځل په شان د ولس اساسي حقوق او ازادي ګانې سلب کړې: پر نجونو د ښوونځي او پوهنځي دراوازې بندې دي، ښځې کار او ټولنیز مشروع فعالیتونو ته نه پریښودل کېږي، اقتصادي رکود حاکم دی، اساسي قانون نشته، غیرمسؤول اشخاص خلک ویروي، ځوروي او حتی وژلی شي، له نړۍ سره اړیکي جوړې نه شوې، نظام د هیڅ هېواد له خوا په رسمیت ونه پیژندل شو، د وسله وال مقاومت بڅرکي راپیدا شول، د داعش په نوم فتنه لا هم موجوده ده، کار اهل ته ورنکړل شو. له خپلې ډلې بهر کادرونو او عام ولس ته د دویم درجه انسان په سترګه ګوري او …..
راتلونکی مبهم دی. څه وشي؟ څوک یې وکړي؟ څنګه یې وکړي؟ دا هغه پوښتنې دي چې په باب واضح ځوابونه نشته. که څه هم افغانان وایي چې: که غر لوړ دی پر سر یې لار شته، خو لږ تر لږه دغه لار لا تر اوسه ناڅرګنده ده، ځکه:
زیاتره افغانان لا دوه کاله وروسته هم د شاک په حال کې دي، څوک د ناکامۍ له امله او څوک له غیر متوقعه بري له امله!
لنډیز او وړاندیزونه:
دوه ځل د افغانستان ځینو سیاسي ډلو او شخصیتونو د لویو ځواکونو په مرسته د دولت جوړولو او واک پیاوړي کولو هڅې وکړي، خو دواړه ځل ناکامې شوې او لویو ځواکونو په نیمه لار کې پریښودل، خو په دې تفاوت چې:
شوروي اتحاد او د هغه ځایناستې روسیې خپلو پلویانو ته امر وکړ چې په نامسؤولانه ډول د ډاکتر نجیب الله او ملګرو ملتونو د سولې پر طرح کودتا وکړي، نظام له داخله وپاشي، هر څه چور شي او یوې بدترینې کورنۍ جګړې ته زمنه جوړه شي.
خو د امریکا متحده ایالاتو له خپل مخالف ځواک سره یو توافق ته ورسیده او د نظام د لویې برخې د روغ ورسپارلو زمینه یې ورته جوړه کړه. ډاکتر اشرف غني هم وروسته له هغه چې تقریباً ټول لوړپوړي ملکي او نظامي مسؤولین یې له هېواده ووتل، له هېواده ووت، چې په نتیجه کې په کابل کې د کور په کور او کوڅه په کوڅه جګړې مخه ونیول شوه.
افغانانو ته په کار دي چې اوس له ستونزو څخه د راوتلو لپاره لاسونه سره ورکړي:
- نظام دې له نړۍ سره شوي ژمنې پوره کړي. افغانستان دې د نړېوالو د دښمنانو لپاه خوندي امن ځان نه جوړوي. د ټولو لیرې او نږدې هېوادونو سره دې د متقابل درناوي، متقابل باور اومتقابلو ګټو پر بنسټ اړیکي جوړې او هېواد دې له دې بدې انزوا راوباسي.
- د دوحې تړون هغه ماده دې عملي کړي چې د افغاني مذاکرې له لارې ټولو افغانانو ته یو منلی دولت جوړ کړي چې له مشروع او قانوني لارو په کې د ملت د ټولو قشرونو معقوله او متوازنه نماینده ګي یقیني شي.
- د افغانستان او نړۍ د موجود واقعیتونو او نړیوالو پرمختګونو په پام کې نیولو سره دې اساسي قانون جوړ شي، چې هېواد د قانون له خلا راووځي.
- نظام کې دې کار اهل کار ته وسپارل شي او افغان متخصصین دې د هېواد په ابادۍ کې شریک او له استعدادونو، تجربو او وړتیاوو دې یې ګټه واخیستل شي.
- د جنګي جنایتکارانو پرته دې ټول ولس په نظام کې شامل او له انحصار او یکه تازۍ ډډه وشي.
- د فرعي او ظاهربینانه اعمالو پر ځای دې توجه هراړخیې امنیت، د عدالت ټینګولو، انکشاف، ثبات او رښتینې ملي یووالي ته وګرځول شي.
- ولس ته دې کار، تعلیم، مدني ازادي ګانې او ټول بشري حقوق برابر کړي.
- نجونو ته د زده کړې او تحصیل او ښځو ته د کار، مدني او ټولنیزو فعالیتونو حقوق ورکړل شي.
- ولس دې د معقولو او سوله ایزو لارو د نظام د اصلاح، هېواد د حیثیت، مدني حقوقو او ازادیو لپاره مبارزه وکړي.
- نړیوال دې افغانستان په یوه (علاقه غیر)، بې سرنوشته جغرافیې یا د بحران په حلقه نه بدلوي، بلکې د معقول فشار او جوړونکي تعامل له لارې دې له افغانانو سره مرسته وکړي چې په کور دننه د یوه داسې مشروع نظام او خپلواک هېواد خاوندان وي چې له نورو سره د دوست هېواد په توګه د معقولو اړیکو او همکاریو وس ولري او له داخلي او بهرني درنښت څخه برخمن وي.
هیله ده افغان سیاسیون اوس په دې پوهېدلي وي، چې په بهرنیو لښکرو تکیه که د لږ وخت لپاره دوی ته د خپلو حریفانو د ځپلو فرصت په لاس ورکوي، خو په اوږدمهال کې نه دوی او نه ولس او هېواد ته ګټه لري. هر بهرنی خپلې ملي ګټې لري او د نورو له غمه نه خپل زامن وژني او نه لګښت کوي. که افغانان خپل ځان او هېواد په خپله جوړ نکړي، بل هیڅوک یې ورته نه جوړوي او نه یې مسؤول دي.
دغه لیکنه د لیکوال د نظر ښکارندوی ده، پژواک یې پر وړاندې کوم مسوولیت نه لري.
Views: 45
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP