د اروزګان ولایت ځايي مسوولین وايي، د ولایت مقام، امر بالمعروف ریاست او د دغه ولایت د قومي سپین ږیرو په مرسته د مخکني حکومت د چارواکو راستنولو لړۍ چټکه شوې او په یوه تازه ګام کې دغه ولایت ته ۶ نور پخواني چارواکي راستانه شوي دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې یوه عمر خوړلي ښوونکي په خپلو شخصي امکاناتو سلګونو هلکانو او نجونو ته د زدهکړې زمینه برابره کړې ده.
ترینکوټ (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۱) :ځایي مسوولین وایي چې د اروزګان دوه ځوانان د هلمند سیند کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي. مسوولین
د اروزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ چاودنې له امله یو نهه کلن ماشوم ټپي شوی دی.
د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ کروندګر او بڼوال وايي، ځمکو او باغونو ته یې تلونکې اوبه د ځینو کسانو له خوا ګرځول شوې چې له امله یې د دوی کښتونه او باغونه د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په چنارتو او خاص اروزګان ولسوالیو کې یې د کوکنارو لسګونه جریبه کښت اړولی چې تازه کرل شوي وو.
. . .
د اروزګان د پوهنې ریاست وايي، ۳۲ بابه هغه ښوونځي یې بېرته پرانیستي چې د تېرو جګړو له امله تړل شوي وو او ودانۍ یې زیانمنې شوې وې.
د اروزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، کلونه کېږي چې دا ولسوالي رسمیت نه لري او له همدې امله له هر ډول خدماتو او پرمختیايي چارو بې برخې دي.