Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د دایکنډي امنیه قوماندانۍ د امنیت امریت وایي، په میرامور او سنګتخت ولسوالیو کې د دوو ملکیانو د وژلو په تور یې درې کسان نیولي دي.
د دایکنډي ولایت د نیلي ولسوالۍ په یوه کلي کې یوه مور له خپلو ۶ تنکیو ماشومانو سره د ژوند شپې او ورځې سبا کوي چې روژه میاشت یې له اوبو او مناسبو خوړو پرته په وږې ګېډه تېره کړې ده.
د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
په افغانستان کې د نوي حکومت له راتلو وروسته د ډېرو پرمختيايي پروژو کارونه ځنډېدلي چې له دې ډلې په دايکنډي ولايت کې تر ٦٠ د ډېرو دغسې پروژو کارونه نيمګړي پاتې دي.
په دایکنډي ولایت کې یوه پنځه کسیزه کورنۍ چې یو غړی یې روغ او نور ټول پر نشه یي توکو اخته دي؛ له خپل خراب اقتصادي حالت نه شکایت لري.
مېرمن بسګله چې د دایکنډي د پاتو ولسوالۍ د سرتګاب اوسېدونکې ده او مېړه یې په تېرو جګړو کې وژل شوی، اوس د اتو یتیمو اولادونو سرپرسته ده او له اقتصادي ستونزو ډک ژوند تېروي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP