Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ا.ا مرستیال ویاند وایي، په زلزلهځپلو سيمو کې نن هم د ژغورنې عملیات روان و؛ د کونړ په زلزله کې تردې دمه د شهیدانو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو شمېر ۳۶۴۰ کسانو ته لوړ شوی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی چې د دغه سازمان په بودجه کې د څه باندې څلور میلیون ډالرو کمښت کولای شي د افغانستان په ختیځ کې زلزلهځپلو ته د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړي؛ په داسې حال کې چې زرګونه بېځایه شوې کورنۍ د روغتیايي خدمتونو او د اړتیا وړ بېړنیو توکو له نشتوالي سره مخ دي.
د ډنمارک د کډوالو شورا مشرې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان ختيځ ته یې بېړنۍ مرستې لېږلې او د م.م امنیت شورا غونډې په څنډه کې به د افغان کډوالو ستونزې تر اړوندو هېوادونو ورسوي.
د قطر د بشري مرستو څلور الوتکې کابل ته رارسېدلې او د افغانستان په ختیځ کې له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره یې دوه ګرځنده روغتونونه، درمل، خوراکي او د سرپناه اړين توکي راوړي دي.
د ا.ا مرستیال ویاند وایي، په زلزلهځپلو سيمو کې نن هم د ژغورنې عملیات روان و؛ د کونړ په زلزله کې تردې دمه د مړو شمېر ۱۴۵۷، د ټپیانو ۳۳۹۴ او د ویجاړشوو کورونو شمېر ۶۷۸۲ ثبت شوی دی.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د بلوچستان په کوېټه ښار کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي، خو ځینو سرچینو د وژل شوو شمېر ۱۳ ښودلی دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، په زلزلهځپلو سیمو کې نن هم د ژغورنې عملیات دوام لري او په هغو سیمو کې چې چورلکې ناسته نه شي کولای، لسګونه کومانډو ځواکونه د هوا له لارې کښته شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند وایي، د کونړ په مرکز او پنځو ولسوالیو کې د وړمې شپې زلزلې له امله تر دې دمه د مړه شوو کسانو شمېر ۱۴۱۱ او د ټپیانو ۳۱۲۴ ته رسېدلی او ۵۴۱۲ کورونه ویجاړ شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې پولیسو د بامیان په مرکز کې «د وسلهوالو غلو یو مشر» له یو میلیون او ۸۰ زره غلا کړو افغانیو سره نیولی دی.
د افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي، د هېواد په ختیځ کې د وړمې شپې په مرګونې زلزله کې د مړه شوو کسانو شمېر ۱۱۲۴ او د ټپيانو ۳۲۵۱ ته رسېدلی او له اته زره ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.
د اسلامي همکاریو سازمان، کاناډا او سویس د افغانستان په ختیځ کې د وړمې شپې پر مرګونې زلزلې د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ د مرستو ژمنه کړې او د اسلامي نړۍ د ټولنې سرمنشي، اوزبېکستان او د چک جمهوریت هم د غمرازۍ پیغامونه خپاره کړي دي.
کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۴): د هند د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره په ټیلېفوني اړیکه کې د تېرې شپې زلزلې له
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP