پولیس وایي، کابل او کاپیسا کې یې پنځه «غله» له دوو موټرو، ۱۱ موټرسایلکونو، دوو زرنج موټرسایکلونو، پنځه میله وسلو، او له یو کور څخه غلا شوو ۳۰۰ زره افغانیو سره نیولي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان او ترکمنستاني شرکتونو ترمنځ د تعمیراتي او خوراکي توکو برخو کې لس تړونونه او دوه هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
د میدانوردګو په سیداباد ولسوالۍ کې د سیمې د خلکو په څه باندې ۲،۱ میلیون افغانيو لګښت د نصرتالعلوم په نوم دارالایتام ته ودانۍ جوړه شوه.
د راپورونو له مخې، د حماس په توغندییزو بریدونو کې درې اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي او د اسرائیلو په بریدونو کې بیا لسو فلسطینیانو ژوند بایللی.
تېره اونۍ، نړۍوال بانک او اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۱۶ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه، ریچارډ بینېټ وویل چې ا.ا دې له نړۍ سره کړې ژمنې عملي کړي، خو مجاهد وایي، بینېټ دا څرګندونې له افغانانو او اوسني نظام سره د عقدې له مخې کوي.
د راپورونو له مخې، ملګرو ملتونو امریکا کې د فلسطین ملاتړو له لاریونوالو سره د پولیسو پر چلند اندېښنه ښودلې او لاریونوالو د کلمبیا پوهنتون «هامیلتون» تالار ته په ننوتو د ويتنام جګړې يادونه تازه کړي دي.
کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند «کلوله پشته» سیمه کې يې د عملیاتو پر مهال دوه کسان د (زیکپ) په نوم له څه باندې ۱۸۷ زره نشهلرونکو ګولیو سره نیولي دي.
کابل ته د بهرمېشتو افغانانو راغلی پلاوی وایي، د سفر پر مهال یې د ا.ا له مشرانو سره د نجونو ښوونځيو پرانیستو، د قوانینو تشې ډکېدو او ټولمنلي نظام جوړېدو په اړه خبرې کړي او مشران هم په ډېرو مواردو کې ورسره موافق دي، ویلي یې دي چې واردمخه يې هم ځيني عملي ګامونه اخیستي دي.
د هېواد ځینو سیاسیونو هرات کې پر لمونځکوونکو برید د اسلامي او بشري اصولو خلاف عمل بللی، اروپايي ټولنې، ترکیې او ایران هم غندلی او یوناما ویلي چې په بېړني ډول د دغه برید څېړلو ته اړتیا ده.
د دوبۍ حاکم په دغه ښار کې د المکتوم نړۍوال هوایي ډګر د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارد درهم تصویب کړل چې ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارد ډالر کېږي.
د میدانوردګو، غزني، پنجشېر، اروزګان او بدخشان ولایتونو په ځینو سیمو کې واوره ورېدلې او بزګران یې اندېښمن کړي چې د کروندو او باغونو حاصلات به یې زیانمن کړي.
د افغانستان مرکزي بانک پخوانی رییس عبدالقدیر فطرت د یکشنبې په ورځ (د غویي نهمه) د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP