ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

‏پنځو ولایتونو کې د واورې ورښت بزګران اندېښمن کړي

‏پنځو ولایتونو کې د واورې ورښت بزګران اندېښمن کړي

author avatar
29 Apr 2024 - 13:32
‏پنځو ولایتونو کې د واورې ورښت بزګران اندېښمن کړي
author avatar
29 Apr 2024 - 13:32

کابل (پژواک، ۱۰ غويی ۱۴۰۳): د میدان‌وردګو، غزني، پنجشېر، اروزګان او بدخشان ولایتونو په ځینو سیمو کې واوره ورېدلې او بزګران یې اندېښمن کړي چې د کروندو او باغونو حاصلات به یې زیانمن کړي.

د ميدان‌وردګو ولایت د مقام مطبوعاتي غړی وحيدالله سروري وايي، تېره شپه د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې واوره ورېدلې ده.

هغه زياتوي، دا واوره په داسې حال کې ورېدلې چې په ځینو سیمو کې د مڼو او زردالو باغونه په ګل دي او په دغه موسم کې د ډېرې واورې ورېدو بزګران اندېښمن کړي دي.

د نرخ ولسوالۍ د دادل سيمې اوسېدونکي او بزګر حجت‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې له تېرې شپې راهيسې د دې ولسوالۍ په ډېرو سيمو کې واوره ورېدلې ده.

هغه زياتوي: «په ځينو سيمو کې څلور ګوتې واوره شوې او په ځينو سيمو کې بيا لږ شوې؛ رب (ج) دې رحم وکړي، دا واوره ګوره او د ونو ګلونه؛ مڼو، زردالو، الوچو او ټولو مېوه‌لرونکو ونو ګل کړی دی.»

دی وايي، که هوا همداسې سړه وي، د ټولو مېوه‌لرونکو ونو ګلونه او ځيني نور فصلونه به يخ ووهي.

د میدان‌وردګو د چک ولسوالۍ عربانو سيمې یوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وویل: «په چک او ځينو نورو ولسواليو کې په داسې حال کې شاوخوا لس سانتي واورې شوې چې د مڼو او زردالو ونو ګلان کړي او هوا ورسره سخته سړه شوې ده.»

هغه زیاتوي، له همدې امله بزګر اندېښمن دي چې که د ونو ګلونه یخ ووهي نو حاصلات به یې کم شي.

دغه راز، د میدان‌وردګو ولایتي شورا پخواني وکيل شریف‌الله هوتک لیکلي چې تېره شپه د ميدان‌وردګو ولايت د جلرېز ولسوالۍ ترڅنګ په نورو سيمو کې هم واوره ورېدلې ده.

هغه زياته کړې: «د اقلیم دا بې‌وخته بدلون د کرنیز سيسټم او باغونو لپاره ستر زیان دی.»

دغه راز، د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار وايي، تېره شپه او نن سهار د دغه ولایت په مرکز، خوګیاڼو، واغظ، رشیدان، ناور، مالستان او د یو شمېر نورو ولسوالیو په ځینو برخو کې واوره ورېدلې ده.

هغه ویلي چې په یادو سیمو کې له ۱۰ تر ۲۰ سانتي مترو پوري واوره ورېدلې ده.

د غزني د واغظ ولسوالۍ د شاکي سیمې اوسېدونکی محمدذکي وايي: «په ژوند کې مې په دغه موسم کې واوره نه وه لیدلې، خو سږ کال د پسرلي په دغه موسم کې واوره وشوه.»

هغه زیاته کړې، په دې سیمو کې د مېوو ونو، لکه زردالو، الو، شفتالو، بادام، مڼو، انګورو او نورو ګل کړی، کېدای شي چې یخ یې ووهي او ټول خراب کړي.

دغه راز د غزني د رشیدانو ولسوالۍ اوسېدونکی خبیر وایي چې هلته هم له تېرې شپې راهيسې واوره اوري.

دی زياتوي، په دغه موسم کې به يې تل للمي، پیاز، کچالو، ترکاري او نور کرل، خو اوس نه پوهېږي چې دغه واوره به کروندو او کرنیزو حاصلاتو ته ګټه ورسوي که تاوان.

د پنجشېر ابشار ولسوالۍ د جهرعلي سيمې اوسېدونکی خالق‌داد خالقي وايي چې له تېرې شپې راهيسې په دې ولسوالۍ کې هم په وقفه‌يي ډول واوره اوري چې کروندې، د ونو ګلونه او بوټي یې زیانمن کړي دي.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس نصرالله ملک‌زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څو ورځو راهيسې د دغه ولايت په دره، ابشار او پريان ولسوالیو او ځینو نورو لوړو سيمو کې واوره ورېدلې ده.

د اروزګان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رییس مولوي عبدالله خالد پژواک ته وویل، پرون او وړمه ورځ د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ او خاص اروزګان ولسوالۍ په ځینو سیمو کې واوره ورېدلې ده.

د خاص اروزګان اوسېدونکی خالد وایي، د دې ولسوالۍ په اکثرو سيمو کې واوره شوې او کروندو ته يې زيانونه اړولي دي.

بلخوا د بدخشان د طبیعي پر وړاندې د چمتووالي ریاست مشر محمد کامګار وايي چې د دغه ولايت په درېيو سرحدي ولسواليو (زيباک، اشکاشم او واخان کې) شاوخوا اووه سانتي متره واوره شوې ده.

د ده په وینا، له تېرو دوو ورځو راهیسې د بدخشان په نورو سیمو کې هم پرله‌پسې بارانونه روان دي او اټکل کېږي چې په یادو درېیو ولسوالیو کې د واورې ورښتونو کروندګرو او باغ‌لرونکو ته زیانونه اړولي وي.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د ډېرو اورښتونو له امله اوبه ډېرې شوې او خلک خوښ دي چې وچکالي ورسره پای مومي، خو په ځینو سیمو کې سېلابونو مالي او ځآني زیانونه اړولي دي.

Views: 78

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.