پولیس وایي، د کابل ښار د ديارلسمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې يوه کس، د خپلې مېرمنې په ګډون دوې ښځې او دوه نور کسان وژلي دي.
د کابل ښار د اوومې امنيتي حوزې اړوند د «کفايت سنټر» په يوه اپارتمان کې د ګازډبې چاودنې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، کورنیو رسنيو ته پخواني ټول مالياتي جرايم معاف شوي او پرېکړه شوې چې پخواني باقيات به يې په درېیو کلونو کې ورکوي.
د ترکيې يوه خيريه بنسټ، په کابل ښار کې د روږدو کسانو د درملنې له روغتون سره د ۱۵۰۰ روغتیايي کېټونو او جامو مرسته وکړه او له دغه ښار څخه ۱۵۰۰ روږدي کسان راټول او روغتونونو ته ولېږدول شول.
. . .
جرمني وايي، بنګلهدېش، قرغېزستان او پاکستان ته تللو ۵۰۰۰ افغان نجونو ته په دغو هېوادونو کې د اووه میلیون یورو په لګښت د تحصیل زمینه برابروي.
په اروزګان کې د علماوو شلکسیزه شورا جوړه شوه چې د چارواکو په وینا، د محول شوو موضوعاتو په اړه به د دغه ولایت مسوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې ورکوي.
چارواکي وایي، د کابل ولایت د علماوو ۲۹ کسیزه شورا جوړه شوه او دغه شورا به د محول شوو موضوعاتو په اړه د ولایت اړوند مسئوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې ورکوي.
د ناروې کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ وايي، د سرپرست حکومت مشرانو ورته ویلي، پر دویم فرمان کار کوي چې له مخې به يې ښځو ته د زدهکړو اجازه ورکول کېږي او تر ټولو مهمه دا چې ښځې به بېرته کار ته ستنې شي.
حکومتي مسوولين وايي، په ننګرهار او کندوز ولایتونو کې د وسلهوالو غلاوو په تور يوه اووه کسيزه او بله نهه کسيزه ډله نيول شوې ده.