د افغانستان د صنعت او سوادګرۍ وزارت وایي، د قزاقستان په الماتا ښار کې د افغان او قزاقي چارواکو ترمنځ ناسته وشوه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوادګریزو اړيکو پر پراختیا خبرې وشوې.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، پلاوي یې په چین کې د دغه هېواد له دوو شرکتونو غوښتي څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.
اسلامي امارت د یحیی سنوار د ژوند بایللو له امله حماس غورځنګ او فلسطیني ولس ته د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي او د نړۍ له مسلمانانو یې غوښتي چې د فلسطین د خلکو له داعیې ملاتړ وکړي او تر شا یې ودریږي.
ستره محکمه وایي چې په کابل او خوست ولایتونو کې ۱۴ کسانو ته د بېلابېلو جرمونو له امله تعزیري سزا ورکړل شوه.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې ۱،۶ میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي او دغه لړۍ لا روانه ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خیبر کې د پښتنو قومي جرګه بریالۍ بللې، وایي چې دغه جرګه په سیمه کې د ستونزو هوارېدو لپاره اغېزناک ګام دی.
ستره محکمه وایي، په کونړ ولایت کې دوو مجرمینو او شپږو تورنو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
په مالیزیا کې افغان سفیر د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي سره د دواړو هېوادونو د اړېکو د پراختیا، ظرفیت لوړونې او نورو روزنیزو پروګرامونو کې د افغانانو د ګډون په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د یوناما مشرې د زندانونو چارو د سمون ادارې له رییس سره په ليدنه کې ویلي چې له دې ادارې سره به یې همکارۍ د تېر په څېر دوام ولري.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې له اجرائیوي رئیس سره په لیدنه کې د یادې پروژې د عملي کار د چټکتیا او په هرات ښار کې د ګاز د وېش شبکې جوړولو په اړه خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، امریکا د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په اوومه پر افغانستان یرغل وکړ او وروسته له شلو کلونو دې پایلې ته ورسېدل چې لویه اشتباه یې کړې وه.
کابینې د ښارجوړولو وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارلې چې د ودانيزو چارو برخه کې د اسانتياوو رامنځتهکولو په موخه يوه طرحه جوړه کړي څو خلک په کم وخت کې د ملکيت له تثبيت وروسته د کار اجازه ترلاسه کړي.