افغانستان له ترکمنستان سره د «ټاپي پروژې د کوربه هېواد تړون»، د هرات – سنوبر اوسپنې پټلۍ د عمل پلان او د «ټاپ» پروژې پلې کېدو او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ ترمینال د پراختیا هوکړهليکونه لاسلیک کړل.
ځینو افغان چارواکو ویلي، له افغانستانه د وروستي امریکایي عسکر له وتلو وروسته دغه هېواد یو ځل بیا د امپراطوریو هدیرې په توګه وپېژندل شو او نور به څوک «د ازادۍ حس د دښمن د ډېر زور له امله ونه ځپي.»
د بښنې نړۍوال سازمان له جرمني کابل ته د ۲۸ افغانانو بېرته ستنولو غبرګون کې ویلي، دغه کار له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده.
د ریاستالوزرا سیاسي معاونیت وایي، د ا.ا سیاسي کمېسیون ناسته کړې چې په کې له یو شمېر هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا او د سیمهییزو پروژو پر پلې کېدو خبرې وشوې.
اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي، د هغو پنځو افغانانو مړي یې خپلو کورنیو ته سپارلي چې څو ورځې مخکې د بلوچستان په ډالبندین سیمه کې د ناپېژانده کسانو له لوري وژل شوي وو.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اصف دُراني وروستۍ څرګندونې له واقعیتونو لرې او د افغانستان په تړاو د عامه افکارو مغشوشولو هڅه بللې او ویلي یې دي، دراني چې د کومو خطرونو نسبت افغانستان ته کړی، په حقیقت کې د دې هرڅه احتمال له پاکستانه لیدل کېږي.
د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) د افریقا په ځینو برخو کې د اېمپاکس ناروغۍ خپرېدو له امله د عامې روغتیا بېړنی وضعیت اعلان کړی او د دې ناروغۍ خپرېدل یې په نړۍواله کچه د اندېښنې وړ بللي دي.
حماس اعلان کړی چې یحیی سنوار یې د اسماعیل هنیه پر ځای د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر مشر ټاکلی دی.
د راپورونو له مخې، د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې د سمندر پر غاړه په یو وسلهواله برید کې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان دي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت جوړه شوې غونډه کې د ایران له نوي حکومت سره د کابل او تهران پر اړیکو، ګډو ننګونو او فرصتونو خبرې شوې دي.
کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۳): د اوبو او برېښنا وزارت وایي، یوه چیني شرکت په کونړ کې د برېښنا د تولید درېیو سترو بندونو جوړولو
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، له سعودي عربستانه هېواد ته د حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ پای ته ورسېده او زیاتوي چې د حج مراسمو کې ۲۷ افغان حاجیان مړه شوي دي.