منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۹ غ.م
۱۶°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

یوه چیني شرکت د کونړ پر سیند درېیو لویو بندونو جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۵۴ کتنې · تازه شوی
ارشیف

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۳): د اوبو او برېښنا وزارت وایي، یوه چیني شرکت په کونړ کې د برېښنا د تولید درېیو سترو بندونو جوړولو ته لېوالتیا ښودلې او زیاتوي که دغه بندونه جوړ شي، افغانستان به د برېښنا صادروونکی شي.

د اوبو او برېښنا وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه چیني شرکت مسوولینو په کابل کی د دغه وزارت له سرپرست ملا عبداللطیف منصور سره، په کونړ کې د درېیو سترو بندونو (شال، ساګي او سرتاق) د برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

سرچينې د یاد شرکت نوم نه دی اخیستی خو زیاته کړې یې ده: «په دې لیدنه کې د چیني شرکت مسوولینو په یادو پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چمتو یو چې ډېر ژر له دغه وزارت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړو او په عملي توګه خپلې چارې پیل کړو.»

د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د برېښنا تولید په بندونو کې د دغه شرکت د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي يې دي چې د کونړ سیند د برېښنا د تولید کافي وړتیا لري او که ټول دغه بندونه جوړ شي، افغانستان کولای شي ټولو ګاونډیو هېوادونو ته برېښنا صادره کړي.

یاد وزارت لیکلي، منصور د یاد شرکت مسوولینو ته د دغه وزارت د همکارۍ برخه کې د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو برخه کې  ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې غوره ده عملي چارې یې ژر پیل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه