Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د خوست ولایت مقام وایي، هغه کس یې نیولي چې د دغه ولایت په شمل ولسوالۍ کې یې د واده په مراسمو کې د هوایي ډزو له امله یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
په افغانستان کې د یونسکو مشرې د ملګرو ملتونو د ۷۹يمې کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، یونسکو له ۱۹۹۳ میلادي کال راهیسې په نړۍواله کچه د ۱۷۱۴ خبریالانو د وژلو پېښې ثبت کړې دي.
د میدانوردګو امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز میدانښار اړوند د نجارانو په سرای کې د اور لګېدنې له امله ۱۸ هټۍ سوځېدلې او هټۍوالو ته نږدې دوه میلیونه افغانۍ زيان اوښتی دی.
د ایران سپاه پاسدارانو ویلي، دوولس هغه کسان چې له اسرائیل سره یې همکاري کوله او په ایران کې یې د «ناامنۍ رامنځته کولو» اراده درلوده، نیولي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، د بلوچستان ایالت د چاغۍ ولسوالۍ اړوند «ډالبندین» سیمه کې په ډزو د وژل شوو پنځو ناپېژانده کسانو مړي موندل شوي دي.
یوه ایراني امنیتي چارواکي په داسې حال کې د روان کال تر پایه له ایرانه د غیرقانوني افغان کډوالو پر وتلو ټينګار کړی چې په دغه هېواد کې د یوه افغان کډوال د شکنجې یوې ویډیو غبرګونونه پارولي دي.
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي په داسې حال کې تهران ته تللی چې د اسماعیل هنیه له ترور وروسته ترینګلتیا ډېره شوې او په منځني ختيځ کې د جګړې پراخېدو د مخنیوي لپاره د هڅو په دوام د اردن د بهرنیو چارو وزیر هم ایران ته سفر کړی دی.
له افغانستانه سعودي عربستان ته د عمرهکوونکو د تلو لړۍ بېرته پیل شوه او د حج او اوقافو وزارت مرستیال له شرکتونو وغوښتل چې د عمرې لګښتونو کې کموالی راولي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د احمدشاه بابا د کور ترمیماتي چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې کارونه به يې په راتلونکو شاوخوا درې مياشتو کې تکمیل شي.
د پوهنې وزارت وايي، د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د څه باندې لسنیم میلیون افغانيو په لګښت د یو منځني ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د دوحې په ناسته کې د ا.ا د پلاوي مشر ذبیحالله مجاهد وایي، دا غونډه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده، د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره ۲۴ نورې ناستې هم وشوې، په دې ناستو کې د افغانستان دریځ ومنل شو او اسلامي امارت به په ورته غونډو کې ګډون کوي.
د څارویو پلورونکو د معلوماتو له مخې، د څارویو بیې د تېر کال د همدې ورځو په پرتله په منځنۍ کچه په کابل کې نږدې ۱۶ سلنه او کندهار کې څه باندې پنځه سلنه لوړې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP