د اسیا پراختیایي بانک، د خوړو خوندیتوب، روغتیایي چوپړ او پوهنې په برخو کې له افغانستان سره ۴۰۵ میلیون امریکايي ډالره مرسته تایید کړه.
د افغانستان بانک اعلان وکړ چې افغانستان ته د بشري مرستو په دوام نن ۳۲ میلیون ډالري نورې بستې دغه هېواد ته راورسېدې.
امنیتي ځواکونه وايي، تېره ورځ يې د کابل ښار د درېیمې امنيتي حوزې په ساحه کې يو يوولس کلن ماشوم له سړي تښتوونکو ژغورلی او په تړاو يې دوه کسان نیولي دي.
مرکزي بانک، کابل ته د ۳۲ میلیون ډالر نغدي بشري مرستې د رسېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې یادې پیسې د افغانستان نړیوال بانک ته وسپارل شوې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن په پنځوس اوریزو لوبو کې د دویم ځل لپاره د هالنډ له لوبډلې سره لوبه کوي.
د بیان ازادۍ کور د افغانستان حکومت له چارواکو غواړي چې د خپلو کسانو د خپل سریو مخه ونیسي او د خبریالانو د نارضایتۍ او په هېواد کې د بیان ازادۍ د ډېر محدودیت لامل دې نه کېږي.
د میدان وردګو په مرکز میدان ښار کې د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند دوه امنيتي کسان په پاسپورټ امريت کې د بډې اخيستو په تور نیول شوي دي.
د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند په نیازبېک سيمه کې تر ډزو وروسته د چاودنې غږ اورېدل شوی او تر چاودنې وروسته ډزې درېدلي دي.
د پاکستان مرکزي بانک د دغه هېواد د فدرالي حکومت هغه غوښتنه رد کړه چې له مخې یې باید د افغانستان لپاره د مالي مرستو راټولو ځانګړی صندوق جوړ شوی وای.
په کابل ښار کې یوه کورنۍ وایي چې د دغه ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند سیمې د تلاشۍ په یوه چک پاینټ کې یې پر موټر ډزې شوې او یوه پېغله لور یې په کې وژل شوې ده.
برېښنا شرکت وایي، ازبکستان د تخنیکي ستونزې له امله ۶۰ سلنه وارداتي برېښنا کمه کړې وه، خو نن دغه ستونزه لرې شوه او افغانستان د برېښنا رالېږد عادي حالت ته وګرځېد.
برېښنا شرکت وایي، ازبکستان له دغه شرکت سره له همغږۍ پرته افغانستان ته ٦٠ سلنه وارداتي برېښنا کمه کړې، خو تمه ده چې دغه ستونزه په څو ورځو کې حل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP